په نننۍ خپرونه کې پر دې خبرې کوو چې ولې په افغانستان کې د هلک او نجلۍ نکاح مخامخ نه ترسره کېږي؟ که ایجاب او قبول مخامخ ترسره نه شي څومره امکان شته چې نکاح په جبري ډول په نجلۍ تحمیل شي؟ او په اسلام کې د اجباري نکاحپه اړه څه حکم دی؟
په افغانستان کې ډېری ودونه د دود او دستور له مخې ترسره کېږي، کورنۍ د نکاح په مراسمو کې ناوې ته دا حق نه ورکوي چې له هغه شخص سره چې دا واده کوي د ایجاب او قبول مراسم یې مخامخ ترسره شي، ایجاب او قبول اکثرا د ناوې په غیاب کې د هغې د وکیل له خوا چې د ناوې کورنۍ له خوا ټاکل شوی وي ترسره کېږي، له دې امله ګڼې نجونې په واړه عمر ودیېږي او د جبري ودونو کچه هم ډېره لوړه وي.
که څه هم مخامخ ایجاب او قبول شرعي جواز لري خو کورنۍ ډېر ځله ناوې ته دا واک نه ورکوي.
د شکر درې اوسېدونکې خاطره وایي، کله چې یوه نجلۍ ودېږي باید ترې پوښتنه وشي چې خوښه یې ده او کنه، دا د خپلې ورېندارې کیسه کوي چې له ورور سره یې هېڅ خوشاله نه ده تریخ ژوند لري او علت یې هم دا دې چې په ورېندارې یې نکاح په زوره قبوله شوې ده.
په ځینو کورنیو کې داسې دود هم شته چې کله د ناوې نکاح تړي نو د ناوې خور یا د کورنۍ کومه بله غړې د ناوې له خوا غږ کوي چې هو قبول یې دی، هغه وکیل چې د اقرار لپاره راغلی وي ټولو ته وایي چې ناوې نکاح قبوله کړه حال دا چې ناوې هېڅ هم نه وي ویلي.
خو دا چې په یو چا په جبر نکاح قبلول په شریعت کې جواز لري اوکنه؟ دیني عالم احسان الحق حنفي وایي، دا ډول نکاح په شریعت کې جواز نه لري، دا له ښځې سره ظلم دی او یو د بل په حقونو تجاوز دی.
جوړوونکې:مسعوده نیازۍ
د پروګرام اورېدو لپاره لاندې لینک کېکاږئ: