د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۷

اروپایي ټولنې د افغان مېرمنو لپاره څلور ګټورې پروژې پیل کړې


اروپایي ټولنه وایي، د افغان ښځو د سولې او امنیت په برخه کې د عمل له ملي پلان څخه ملاتړ کوي.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د ځانګړي استازي دفتر ویلي چې د همدې پلان د پیاوړتیا او ملاتړ لپاره یې یو شمېر ګټورې پروژې پیل کړي چې تر درېیو کلونو پورې به بشپړې شي.

په دغو پروژو باندې د اروپايي ټولنې نږدې درې میلیونه یورو لګښت راځي.

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې دفتر چې د افغان ښځو لپاره د سولې او امنیت د عمل ملي پلان د ملاتړ لپاره یې څلور لویې پروژې پيل کړي او په ۱۰ ولایتونو کې به پلې شي.

د سولې لپاره د ښځو د شوراګانو رامنځ ته کول، د پولیسو او قضا د فعالیتونو څارل، په ښونځیو کې د پیاوړي مفکورې لرونکو زده کوونکو هڅول او د شخړو د هواري لپاره عامه پوهاوی د دغو پروژو مهمې برخې دي.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د ځانګړي استازي دفتر وایي چې د یادو پروژو په عملي کولو سره به د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی کم، شخړې به هوارې او حقوقي مسائلو ته به د ښځو لاس رسی زیات شي.

دغه دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ترلاس لاندې پروژې به یې په درېیو کلونو کې عملي شي او ۲،۷ میلیونه یورو لګښت پرې راځي.

د ښځو د سولې او امنیت په برخه کې د عمل د ملي پلان تفاهم د ۱۳۹۲ لمریز کال په لړم میاشت کې د افغان حکومت او د ملګرو ملتونو د ښځو چارو دفتر ترمنځ لاسلیک شو.

هغه مهال پر دې هم ټینګار وشو چې افغان حکومت باید د ښځو د سولې او امنیت په برخه کې د ملګرو ملتونو پریکړه لیک عملي کړي.

افغان حکومت باید د ښځو د سولې او امنیت په برخه کې د ملګرو ملتونو پریکړه لیک عملي کړي
افغان حکومت باید د ښځو د سولې او امنیت په برخه کې د ملګرو ملتونو پریکړه لیک عملي کړي

اروپایي ټولنه په داسې حال کې د افغان ښځو د سولې او امنیت په برخه کې د عمل له ملي پلانه ملاتړ کوي چې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی افغان میرمنو ته یو رنځ دی.

په تېرو۱۴کلونو کې د ښځو د حقونو د ملاتړ لپاره بېلابېلو کورنیو او بهرنیو بنسټونو غږونه پورته کړي خو لاهم افغان میرمنې وایي چې حقونه یې خوندي نه دي.

وهل ډبول، درانه کارونه، له قانوني سن څخه په کم عمر او اجباري ودونه، په بدو کې ورکول او جنسي ځورول د افغان میرمنو په وړاندې اصلي ننګونې دي.

له دې ټولو ستونزو سره- سره د ښځو د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې د قانون طرحه د ملي شورا له خوا نه دی تصویب شوی او په دې برخه کې یوازې د ولسمشر یو فرمان نافذ دی.

راپور: اسدالله لودین

XS
SM
MD
LG