د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۱

له ۲۰۱۴ کال راهیسې د ښځینه خبریالانو پر وړاندې زور زیاتی زیات و


له ښځینه خبریالانو سره تبعیض، د دوی ځورونه، کورني ممانعتونه، جنسي ازار او داسې نور هغه څه دي چې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه يې په خپله سروې کې بیانوي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې یوه سروې ښيي چې د ۲۰۱۴ کال راهیسې د ښځینه خبریالانو پر وړاندې زور زیاتی، زیات شوی دی.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې مشر نجیب شریفي وویل، د ښځینه خبریالانو پر وړاندې روانې ستونزې د دې سبب شوي چې ګڼې ښځینه خبریالانې خپلې دندې خوشې کړي.

ښاغلي شریفي زیاته کړه:

"دا سروې د هېواد په اوو ولایتونو کابل، خوست، هرات، کندهار، ننګرهار، بلخ او کندز کې شوې او شاوخوا ۱۰۰ ښځینه خبریالانو په کې برخه اخیستې ښيي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته، په رسنیو کې د دوی شتون کم شوی او ګڼې خبریالانو خپلې دندې پرېښي."

نجیب شریفي وویل، د ښځینه خبریالانو پر وړاندې روانې ستونزې د دې سبب شوي چې ګڼې ښځینه خبریالانې خپلې دندې خوشې کړي.
نجیب شریفي وویل، د ښځینه خبریالانو پر وړاندې روانې ستونزې د دې سبب شوي چې ګڼې ښځینه خبریالانې خپلې دندې خوشې کړي.

په سروې کې راغلي چې ۶۹ فیصده خلکو تائید کړې چې د ښځینه خبریالانو سره زور زیاتی کېږي.

همدارنګه ۵۹ فیصدو ویلي چې ښځینه خبریالانې په خپل کاري چاپېریال کې له جنسي ازار سره مخ کېږي او ۴۱ فیصدو ویلي چې دغه خبریالانو له دفتره بهر، په عادي حالت کې او یا کله چې کورونو ته ځي ځورول کېږي.

۶۵ فیصدو ویلي چې په دې ځورونو کې کورني او قومي اړخونه دخیل دي.

۴۲ فیصدو ویلي چې په رسنیو کې د ښځو کار کول د دوی په کورنیو اړیکو او راتلونکي ژوند ناوړه اثر کوي. افغان ښځینه خبریالانې دا ستونزه تاییدوي.

د پژواک د خبري اژانس خبریالې ناهید بشردوست په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"زه په خپله ژورنالیسته یم، څو ځلې له دفتره بهر له دې ستونزې سره مخ شوې یم، دا ځکه چې زموږ ټولنه یوه سنتي ټولنه ده او نه غواړي چې ښځې له کوره بهر کار وکړي.له دولته غواړم چې یو قانون دې جوړ کړي چې د دې ستونزې مخه ونیسي."

د افغانستان د اطلاعاتو وزارت دا ستونزه مني خو ژمنه کوي چې د ستونزې اوارۍ ته یې عملي کارونه پیل کړي دي.

د دې وزارت ویاند هارون حکیمي ازادي راډیو ته وویل:

"د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په دې اړه پرله پسې هڅه کړې ده چې د دوی شمېره چې په رسنیو کې کمه ده، زیاته او ستونزې کمې او یا له منځه یوسي او په ځینو ځایونو کې چې نارینه خبریالان فعالیت نه شي کولای، ښځینه خبریالانې فعالې شي او هغه نا پورته شوي اوازونه هم راپورته کړي."

دا لومړی ځل نه دي چې د خبریالانو پر وړاندې د زور زیاتي خبرې کېږي بلکې پخوا تر دې هم راپورونو ویلي چې خبریالان د کار په جریان کې هم له دولتي مسؤلینو، هم د مخالفینو او هم د سیمه ییزو چارواکو له خوا ځورېدلي دي.

راپورونه وايي، د خبریالانو پر وړاندې په پېښو کې د دوی وهل ټکول، زنداني کول او ان وژل هم شامل دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG