د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۳

اڅکزۍ: کندهار کې ۳سلنه د ښځو سره د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوي


د مارچ د اتمې یا د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت کندهار کې په جوړه شوې غونډه کې د دې ولایت د ښځو چارو رئیسې رقيه اڅکزۍ وویل چې د روان کال په اوږدو کې له دوی سره د ښځو د تاوتریخوالي ۲۲۲ پېښې ثبت شوي دي.

د مېرمن اڅکزۍ په وینا په یادو قضیو کې ۸ د قتل، ۱۴ د کوره د تېښتې ۹ د میراث، ۳۷ د طلاق، ۱ د سوځېدو، ۱ د اختطاف، ۲ د کوچني عمر ودول، ۲ د اجباري ودونو او ۱۱۶يې د کورني تاوتریخوالي دي.

د نوموړې په وینا د تېرکال له ارقامو معلومېږي چې سږکال د تېرکال په پرتله د ښځو د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوي دي.

نوموړې وايي:

"زموږ سره په روان کال کې د ښځو د خشونت ۲۲۲ پېښې ثبت شوي چې بېلابېل ډولونه لري او دا د تېرکال په پرتله درې فیصده زیاتوالی ښيي."

د کندهار د استیناف محکمې رئیس قاضي فضل الهادي هادي د ښځو د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوالې ورځې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې وویل، محکمې ته د خلکو ډېری داسې قضيي ور وړل کېږي چې په زور او یا هم په کوچنیوالي کې يې خپلې لوڼې ورکړې وي.

نوموړي له خلکو و غوښتل چې خپلو لوڼو او زامنو ته دې په کوچنیوالي کې ودونه نه کوي او نه‎دې هم لوړ ولورونه اخلي.

ښاغلي هادي زیاته کړه:

"لوړ ولور نه د مسلمانانو کار دی او نه هم د کافرانو زما هیله دا ده مسلمانانو وروڼو نه چې د دې پدیدې په وړاندې ودرېږي."

د کندهار د ښځو چارو ریاست مسؤلین وايي چې روان کال کې يې ښځو ته د عامه پوهاوي ګڼ پروګرامونه او ورکشاپونه جوړ کړي او سلګونو نورو ښځو ته يې د حرفوي زده‎کړو او د دولت چوکاټ کې په نظامي او غیرنظامي ادارو کې د وظیفو او کارکولو چانسونه برابر کړي دي.

راپور : محمدصادق رښتینی

XS
SM
MD
LG