خبرونه
"کندهار کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۱۳۸ قضیې ثبت شوي"

په کندهار کې د ښځو چارو ریاست په وینا سږ کال تر اوسه له ښځو سره د تاوتریخوالي ۱۳۸ قضیې ثبت شوي چې اجباري ودونه، وهل او په بدو کې ورکول او یو شمېر نور ناوړه دودنه پهکې شامل دي.
له ښځو سره د تشدد د مخنیوي په هدف د کندهار د ښځو چارو د ریاست او «یو اېس اې ای ډي» مؤسسې په همکارۍ د ګډ ورکشاپ په ترڅ کې چارواکو دا خبره وکړه.
دا ورکشاپ د ۱۶ ورځو په مخه و چې پرون پای ته ورسېد.
د کندهار د ښځو چارو رئیسې رقیه اڅکزۍ وویل چې روان کال د ښځو د حقونو د خوندیتوب او ورکړې په هدف ۱،۲۰۰ ښځو او نارینهوو د عامه پوهاوي په ورکشاپونو کې برخه اخیستې ده او دا لړۍ دوام لري.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ایرلنډ کرکټ لوبډلې دوهمه لوبه کې افغانستان ته ۲۶۰ منډې هدف وټاکه

ایرلنډ د افغانستان لپاره په دوهمه یو ورځنۍ لوبه کې ۲۶۰ منډې هدف ورکړ.
په دې لوبه کې ایرلنډ لومړی توپ وهنه وکړه او په ۵۰ اورونو کې یې د نهو لوبغاړو په سوځېدو پاسنی هدف وټاکه.
لوبه د متحده عربي اماراتو په شېخ زایډ سټډیوم کې روانه ده.
د افغانستان او ایرلنډ لومړۍ لوبه وړمه ورځ د ۱۶ منډو په توپیر د افغانستان په ګټه پای ته رسېدلې وه.
د افغانستان او ایرلنډ دا لوبې د ۲۰۲۳ کال د نړیوال جام د سوپرلیګ په لړ کې دي چې د هرې لوبې بریا په نړیوال جدول کې ګټونکي ته ۱۰ نمرې ور زیاتوي.
د بشري حقونو فعالې کريمې بلوڅ مړی بلوچستان ته لېږدول شوی

د بشري حقونو فعالې، کريمې بلوڅ مړی بلوچستان ته لېږدول شوی او د تربت په تومپ کلي کې به خاورو ته سپارل کېږي.
د هغې ورور سمیر بلوڅ نن د ازادي راډيو ته وويل چې ځايي چارواکو د دوی په کلي کې ګرځبندیز لګولی او خلک نهپرېږدي چې تر جنازې وروسته په پلان شوې مظاهره کې برخه واخلي.
د پاکستان امنيتي ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ويلي.
کريمه بلوڅ د پاکستان پر پوځ د نيوکو لپاره پېژندل کېده.
هغه د کاناډا په تورانتو کې د ډسېمبر په ۲۰مه لادرکه او يوه ورځ ورستهیې مړی د يو سيند سره په خوا کې وموندل شو.
پولیسو رسنيو ته په لېږلو بيانونو کې ويلي چې د هغې مرګ جرمي اړخ نهلري، خو د هغې کورنۍ ويلي نوموړې ته له پاکستانه ګواښونه کېدل.
د دوی په وینا، له همدې وجې یې په کاناډا کې سياسي پناه اخیستې وه، نو ځکه بايد پوره پلټنې وشي.
د بخښنې نړیوال سازمان، د پاکستان بشري حقونو کمېسیون، بلوڅ ملتپالو او پښتون ژغورنې غورځنګ د بلوڅانو د حقونو فعالې کریمې بلوڅ پر مړینه خواشیني څرګنده کړې وه او د دې پېښې د پلټنو غوښتنهیې کړې ده.
کابل کې د افغانستان بانک پر کارکوونکو چاودنې یو تن وواژه او ۲ نور ټپیان دي

په کابل ښار کې یوې ماین چاودنې یو ملکي وګړی وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
چاودنه د افغانستان بانک د مالي شخړو د حل د کمېسیون د رئیس عبدالله دوراني په موټر شوې ده.
د افغانستان بانک په یوه اعلامیه کې تأیید کړې چې ښاغلی دوراني او یو بل کس ټپيان او یو ساتونکی یې وژل شوی دی.
د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز هم ازادي راډیو ته ویلي و چې د مقناطیسي ماین دا چاودنه سهار شاوخوا اته بجې د کابل په شاه شهید سیمه کې شوې ده.
چا د دې ماین چاودنې مسؤلیت په غاړه نهدی اخیستی.
افغان او امریکايي چارواکي د دې ماین چاودنو پړه په طالبانو اچوي او وايي چې طالبان دې د سولې لپاره له داسې هدفي وژنو او مقناطیسي ماین چاودنو لاس واخلي.
طالبانو اکثر په دې چاودنو کې لاس لرل رد کړي.
هلمند کې کروندګرو ته ۱۶۶ شنې خونې جوړې شوې

د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس وایي چې د دې ولایت په مرکز لښکرګاه، ناوې، نادعلي او نهر سراج ولسوالیو کې کروندګرو ته ۱۶۶ شنې خونې جوړې شوې دي.
د کرنې رئیس زلمي الکو نن ازادي راډیو ته وویل چې په هلمند کې د کرکېلې لپاره د شنو خونو له جوړېدو سره سم د بزګرو کار غوړېدلی.
زلمی الکو وايي چې د شنو خونو په جوړېدو سره د سبو کرکېلې نوې بڼه خپله کړې چې بزګرانو هم له نویو هیلو سره دغه کار ته مخه کړې ده.
نوموړی وايي، شنې خونې بزګرو ته ښه عاید لري.
دوى وايي، د شنو خونو په پراختيا سره کولای شي چې د هېواد یو شمېر نورو ولایتونو ته هم وخت په وخت كرنيز توکي ورسوي.
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، دوی په دې ولایت کې د کرنیزو حاصلاتو د لوړولو او د موسمي نباتاتو د کرکېلي د پراختیا په پار هلې ځلې کوي او د شنو خونو د حاصلاتو ښې پایلې دوی هڅولي چې د شنو خونو د جوړولو لړۍ نوره هم پیاوړې او ګړندۍ کړي.
۱۳۹۹ کال کې د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې عواید کم شوي

د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره په ١٣٩٩ لمریز کال کې د عوایدو له کمېدو اندېښمنه ده.
د دغې ادارې ویاند محمد نعیم صالحي نن ازادي راډیو ته وویل چې په دغه کال کې عواید ٩ سلنه راټیټ شوي دي.
نوموړي وویل چې په ١٣٩٩ لمریز کال کې د کرونا ویروس او قرنطین له امله پروازونه کم شول چې دې ادارې د ترانزیټي الوتنو له کمېدو څخه ٦٠ ملیونه افغانۍ زیان کړی.
د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې په وینا، په دغه کال کې په ټوله کې ۵۳ زره کورني او ۳۵ زره نړیوال پروازونه ترسره شوي دي.
پاکستان د احمدي فرقې د وېبپاڼې د بندولو امر وکړ

پاکستان د احمدي فرقې د وېبپاڼې د بندولو امر کړی دی، د دوی وېبپاڼه له امریکا خپرونې کوي.
د دې مذهبي فرقې د وېبپاڼې چلوونکی حارث ظفر وايي، د پاکستان د مخابراتي ادارې چارواکو د روانې میاشتې په پیل کې رسمي حکم صادر کړی چې د دوی وېبپاڼه باید په پاکستان کې سانسور شي.
ظفر د پاکستان د حکومت دا اقدام د بیان او دیني ازادیو خلاف کار وباله.
د پاکستان پارلمان په ۱۹۷۴ م کال احمدي فرقه نامسلمانه اعلان کړه او له هماغه مهاله د دې فرقې پر غړو په پاکستان کې د سختدریځو ډلو له لوري په ځلونو بریدونه شوي دي.
چین د کرونا ویروس ۱۷۲ نوې پېښې ثبت کړې

چین وايي، د کرونا ویروس ۱۷۲ نوې پېښې یې ثبت کړې دي.
د چین روغتیايي چارواکو نن (یکشنبه) وویل، په داسې حال کې چې د خپل هېواد په شمال کې د کرونا وبا د خپرېدو د مخنیوي لپاره هلې ځلې کوي، ۱۷۲ مثبتې پېښې یې ثبت کړې دي.
تېره اوونۍ چینايي چارواکو له خلکو وغوښتل چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره دې د نوي لمریز کال په شپو ورځو کې غیر ضروري سفر نهکوي.
په چین کې د نوي کال په رخصتیو کې ملیونونه کسان له خپلو کورنیو سره له یوه ځایه بل ته سفر کوي.
جلالاباد کې یوې چاودنې لږترلږه ۳ تنه ملکي وکړي ژوبل کړل

په جلالاباد کې نن سهار په یوه چاودنه کې لږترلږه ۳ تنه ملکي وکړي ژوبل شوي دي.
د ننګرهار د رسنیو دفتر ازادي راډیو ته ویلي چې دا پېښه شااوخوا ۷ بجې د جلالاباد ښار-چپرهار زړې اډې ته څېرمه د سمېنټو د یوه دکان مخې ته د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو موادو د چاودلو په نتیجه کې وشوه او له کبلهیې درې تنه ملکیان ژوبل شوي دي.
د ټپیانو حال د ډاډ وړ بلل شوی دی.
د دې پېښې مسؤلیت تر اوسه چا په غاړه نهدی اخیستی.
ترکیه کې د پناه غوښتونکو د قاچاق یوه لویه ډله ونیول شوه

ترکیه وايي، د پناه غوښتونکو د قاچاق یوه لویه ډلهیې نیولې ده.
د ترکیې د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، ۷۲ تنه په ۱۲ ولایتونو کې د هممهالو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.
د دې اژانس پر اساس، دغو کسانو د افغانستان، پاکستان، بنګلهدېش، عراق او سوریې په شان هېوادونو زرګونه پناه غوښتونکي د ترکیې له لارې اروپا ته په قاچاق وړل.
په راپور کې ویل شوي چې د دغو قاچاقبرو له نیول کېدو سره د هغو ۱،۴۷۷ پناه غوښتونکو په اړه هم پلټنې پیل شوي چې دوی ترکیې ته راوستي دي.
د ترکیې امنیتي ځواکونه د انساني قاچاق د دې ډلې د ۲۲ نورو غړو د نیولو په لټه کې دي.
بهرنیو چارو وزارت: پاکستان باید طالبان تاوتریخوالي کمولو او اوربند ته وهڅوي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د پاکستان حکومت باید طالبان د تاوتریخوالي د کمولو د ژمنې عملي کولو او سراسري اوربند ته وهڅوي.
بهرنیو چارو وزارت دغه څرګندونې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي د هغو څرګندونو په ځواب کې کړي چې د طالبانو او امریکا د هوکړې په اړهیې کړې دي.
قریشي تازه ویلي، د امریکا نوی ولسمشر جو بایډن باید د افغانستان د سولې بهیر روان وساتي او له دغه هېواده د ځواکونو د وتلو پروسه هم ونهدروي.
ښاغلي قریشي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، امریکا باید وضعیت درک کړي او د شا تګ پر ځای باید هغه څه روان وساتي چې پیل شوي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې چې پرون ماښام خپره شوه راغلي، طالبانو په "بېساري" ډول تاوتریخوالی زیات کړی او د سولې د خبرو په وړاندې یې تازه خنډونه جوړ کړي دي.
افغان دولت ویلي، پاکستان او نور نړیوال شریکانیې باید طالبان دې ته هم وهڅوي چې له ترهګرو سره اړیکې وشلوي.
افغانستان کې امریکايي پوځیانو ته د کرونا ضد واکسین تطبیق پيل شو

امریکا په افغانستان کې خپلو پوځیانو ته د کرونا ضد واکسین تطبیق پيل کړی دی.
دا خبره د امریکا سټار انډ سټرایپس ورځپاڼې چې د پوځ اړوند موضوعات خپروي، په افغانستان کې د خپلو ځواکونو له قوله لیکلې ده.
په خبر کې راغلي، افغانستان ته د مودرنا واکسین بستې د جنورۍ په ۱۷مه لېږدول شوي او د جنورۍ په ۱۸مه امریکایي ځواکونو ته دا واکسین پيل شوی.
خبر کې د امریکا د پوځ د مسؤلینو په حواله راغلي چې لومړي سر کې دغه واکسین هغو کسانو ته ورکوي چې له کرونا ویروس سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي او بیا یې خپلو ټولو کارکوونکو او قراردادیانو ته تطبیقوي.
له دې وړاندې د افغانستان دولت هم ویلي چې تر راتلونکي اوړي پورې به مرسته کوونکي هېوادونه د کرونا واکسین ورورسوي.
تازه هندي رسنیو د هغه هېواد د چارواکو په حواله ویلي، که افغان مسؤلینیې ورسره ومني، هند چمتو دی چې د جنوبي اسیا د یو شمېر نورو هېوادونو په څېر افغانستان ته هم د کرونا ضد واکسین ولېږي.
د افغانستان او ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلې نن دوهمه یو ورځنۍ لوبه کوي

د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې نن بیا د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.
دا د دواړو ټیمونو ترمنځ د درېیو یو ورځنیو لوبو د لړۍ دوهمه لوبه ده چې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي.
د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک وایي، لوبه د سهار په لس نیمو بجو پيلېږي او د افغانستان د ملي ټلوېزیون سپورټ چینلیې په ژوندۍ بڼه خپروي.
ښاغلی هوتک زیاتوي: "دا لوبې خورا مهمې او ارزښتناکه دي، ځکه چې له همدغو لوبو نه لوبډلې کولای شي چې نړیوال جام ته نېغ په نېغه لار پیدا کړي، هره لوبډله هڅه کوي چې بریا ترلاسه کړي، د ویلو ده چې افغان لوبډله چمتووالی لري."
افغانستان خپله لومړۍ مسابقه د ۱۶ منډو په توپیر ګټلې ده.
د افغانستان او ایرلنډ درېیمه پنځوس اوریزه لوبه د جنورۍ ۲۶مې یا راتلونکې سې شنبې ته پلان شوې ده.
د امریکا د ملي راډیو ټلوېزیون مشهور کوربه او ویاند لاري کېنګ مړ شو

د امریکا د ملي راډیو ټلوېزیون مشهور کوربه او ویاند لاري کېنګ د ۸۷ کلونو په عمر مړ شو.
کېنګ له ۱۹۸۵ نه تر ۲۰۱۰ کال پورې د «سي.اېن.اېن» د «له لاري کېنګ سره په ژوندۍ بڼه» خپرونه کې ډېر شهرت ته ورسېد.
کېنګ د سرطان ناروغي درلوده او د خپل مسلکي ژوند پر مهالیې د نړۍ له مشرانو، د سینما له ستورو او لوبغاړو سره لسګونه زره مرکې کړې دي.
د هغو مشهورو کسانو له ډلې چې کېنګ ورسره مرکې کړي د پخواني شوروي اتحاد د رهبر میخایل ګرباچوف، له ګیرال فورده نیولې تر بارک اوباما پورې د امریکا د ولسمشرانو، د لای لاما او بل ګېتس نومونه یاد شوي دي.
پر هغه باندې وروستیو کلونو کې له دې کبله انتقادونه وشول چې د روسیې له «آر. ټي» ټلوېزیون سرهیې همکاري کوله.
ایران کې د کرونا ویروس د نوې بڼې په اړه د حسن روحاني اندېښنه

د ایران ولسمشر دغه هېواد کې د کرونا ویروس د نوې بڼې په اړه اندېښنه وښوده او ویېویل، راتلونکو څو اوونیو کې به د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ ضد واکسین پيل شي.
ایران په منځني ختیځ کې تر نورو ډېر د کرونا له کبله زیانمن شوی دی.
د ایران ولسمشر حسن روحاني په یوه ټلوېزیوني وینا کې ویلي، تر هغو چې کورنی واکسین جوړېږي، بهر کې تولید شوی هغه اړین دی.
روحاني ونهویل چې له کوم بهرني واکسین نه به کار واخلي.
ایران تېره میاشت د خپل کورني واکسین ازمیښت هم پیل کړ.
د رسمي شمېرو له مخې، څه باندې ۵۷ زره ایرانیان په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ مړه شوي دي، خو داسې راپورونه شته چې ممکن نارسمي شمېرې تر دې لوړې وي.
واشنګټن: مسکو دې نیول شوي مظاهره کوونکي او خبریالان خوشې کړي

واشنګټن له مسکوه وغوښتل چې نیول شوي مظاهره کوونکي او خبریالان خوشې کړي.
روسیه کې د پرونیو مظاهرو پر مهال چې د کرملېن د مخالف الکسي ناوالني د خوشې کېدو په هدف ترسره شوې، څه باندې دوه زره کسان ونیول شول.
واشنګټن له مظاهرهچیانو سره د دوی په وینا د پولیسو تاوتریخجن چلند غندلی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، نیول شوي هغه کسان دي چې د مظاهرو لپارهیې له خپلو بنسټیزو حقونو نه استفاده کوله.
اروپایي ټولنې هم په روسیه کې د مظاهره کوونکو نیول غندلي دي.
د دغې ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزف بورېل ویلي، په روسیه کې د مظاهره کوونکو پر پراخې نیونې او له هغوی سره په شوي زورزیاتي خواشینی دی.