د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۰

افغانه نوشین بي بي: نه پاکستان پرېږدم او نه‌یې تابعیت اخلم


د افغان کډوالو د ایستلو برخه کې د پاکستان فشارونه کولای شي د خلکو تر منځ ستونزې او ان دښمنۍ راوپاروي.

سره له دې چې افغانستان ته د کډوالو بېرته ستنول اجباري نه‌دی، خو په دې وروستیو کې اسلام‎اباد پر افغان کډوالو فشار ډېر کړی دی چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

افغان کډوال چې له لسیزو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي اوس په هغه هېواد کې سوداګرۍ لري، په زده‎کړو بوخت دي او له پاکستانيانو سره‌یې ودونه کړي دي او کورنۍ یې جوړې کړي دي.

پوښتنه دا ده چې څنګه په داسې شرایطو کې خپل هر څه پرېږدي او له هغه هېواده ووځي؟

د یوې افغان کډوالې نوشین بي بي افغاني کیسه همدا ډول ده.

نوشین بي بي د اوسېدو د یوه امن ځای لپاره تر څلوېښتو کلونو لټون وروسته اوس هم وېره لري چې ښایي له یوازني هېواده وایستل شي چې دا یې پېژني.

دا درې کلنه وه چې په ۱۹۷۹ کال کې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد تر یرغل وروسته‌یې کورنۍ له افغانستانه وتلې ده او د پاکستان په شمال کې یې نوی ژوند پیل کړ.

نوشین بي بي هلته لویه شوې ده، واده‌یې کړی او ماشومان لري.

اوس په پاکستان کې د افغان کډوالو په وړاندې بدبینۍ له یوې خوا د پاکستان حکومت له‎خوا پر زرګونو افغان کډوالو د وتلو فشارونو له بلې‌خوا د دې مېرمنې څلوېښت کلن احساسات اغېزمن کړي دي.

د پاکستان د قوانینو پر اساس یوه ښځه له پاکستاني سړي سره په واده کولو کولای شي د هغه هېواد تابعیت ترلاسه کړي، خو نوشین بي بي هېڅکله د خپل تابعیت د بدلولو لپاره څه ونه‌کړه.

هغې روېټرز خبري اژانس ته وویل:

"زه هېڅکله نه‌شم کولای د پاکستان د پرېښودلو په اړه فکر وکړم."

دا ځکه چې د دې په وینا دا څه ډول خپل ماشومان، مېړه او خسرګنۍ پرېږدي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د راپورونو له مخې یو نیم میلیونه افغان کډوال په رسمي ډول په پاکستان کې ثبت او راجسټر شوي دي او یو میلیون نور له قانوني اسنادو پرته هلته ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې رسمي شمېرې ښیې د روان کال د اګسټ میاشتې راپه دې‌خوا څه باندې ۶۷ زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته تللي دي.

دغه اداره وایي، په ټوله کې ۳۸۰ زره راجسټر شوي افغانان په روان کال کې افغانستان ته بېرته ستانه شوي دي.

«یو. ان. اېچ. سي. آر» وایي، اسلام‎آباد د روان کال په سپټمبر کې په هغه هېواد کې د افغانانو د اوسېدو نېټه د ۲۰۱۷ کال تر مارچ پورې وغځوله، خو په هغه هېواد کې د افغان کډوالو ځورونې او پر هغو بندېزونه ډېر شوي دي، خو پاکستان دغه ادعاوې ردوي.

د نوشین بي بي په څېر یوه بله افغان مېرمن دلشاد بېګم هم له خپل مېړه څخه د بېلېدو له ګواښ سره مخامخ ده.

دا د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د خېبر پښتونخوا په مردان سیمه کې زېږېدلې او له هغه افغان سره‌یې واده کړی دی چې له خپلې کورنۍ سره د پولې له هاخوا څخه ورغلي دي.

د پاکستان د قانون سره سم بهرني نارینه نه‌شي کولای له پاکستانۍ مېرمنې سره په واده کولو د هغه هېواد تابعیت ترلاسه کړي.

بېګم وایي، مېړه‌یې په افغانستان کې خپل ټول جایداد پلورلی او په پاکستان کې یې کار پیل کړی دی.

اوس د پاکستان حکومت له هغه غوښتي چې په هغه هېواد کې کارو بار پرېږدي او بېرته افغانستان ته ولاړ شي.

ډېری هغه افغانان چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي هم دي، تر اوسه په افغاني ټولنه کې نه‌دي مدغم شوي.

XS
SM
MD
LG