د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۳

حدید: بلخ کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی


په بلخ ولایت کې د ښځو چارو ریاست مسئولین په دې ولایت کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له زیاتېدو خبر ورکوي او په اړه یې اندېښنه څرګندوي.

د بلخ ولایت د ښځو چارو ریاست مشرې شهلا حدید له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د روان کال له پیل څخه تر دې دمه په دې ولایت کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۳۴۵ پېښې ثبت شوي دي.

حدید وايي چې په دې پېښو کې اکثراً د ښځو وهل ټکول، په جبر ودونه، قتل او طلاق شامل دي چي نسبت تېر کال ته ۶۰ پېښې د تاوتریخوالي زیاتې شوي.

اغلې حدید یې په اړه زیاته کړه:

"د کال په اږدو کې ۳۴۵ د تاوتریخوالي پېښي مو ثبت ته رسولي چې اکثراً فامیلي تاوتریخوالی پکې شامل دی،۶ مورده د قتل پېښې مو هم ثبت ته رسولي دي، موږ د وهل ټوکولو ډېرې پېښې عدلي او قضايي ارګانونو ته راجع کړي ترڅو ورته رسیدګي وکړي."

په بلخ کې د ښځو چارو ریاست وايي چې اکثراً دا پېښې د بلخ ولایت په لرو پرتو سیمو کې ترسره شوي او اساسي لامل یې هم د قانون څخه د خلکو د نا خبري ده.

شهلا حدید وايي چې فقر، د سواد د سطح ټیټوالی او له قانون څخه د وګړو بې خبري د دې سبب شوې چې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی بلخ کې زیات شي.

په عین وخت بیا په شمال زون کې د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون د ساحوي دفتر مشر سید محمد سامع وايي چې نه یوازې په بلخ کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوي، بلکې په سرپل، جوزجان او سمنګان کې هم د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی ۱۲ سلنه زیات شوی دی.

هغه وویل چې تر ټولو ډېری د ښځو په وړاندې د قتلونو پېښې په بلخ ولایت کې ثبت ته رسېدلي دي او همدا رنګه د اجباري ودونو پېښې او ورسره د طلاق پېښې هم دې ولایت کې ډېرې شوې دي.

سید محمد سامع
سید محمد سامع

سامع یې په اړه وویل:

"د اجباري ودونو پېښې، ناموسي قتلونه، د ځان وژنې اقدام او د قتل پېښې په څلورو ولایتونو کې ثبت ته رسېدلې دي."

دا په داسې حال کې ده چې په شمال زون کې د ښځو له حقونو څخه د دفاع بنسټونو مسؤلین په دې زون کې د نا امنیو له زیاتوالي شکایت کوي او وايي له امله یې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی هم زیات شوی دی.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG