د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

د افغانستان شمال کې له بشري حقونو د سرغړونې پېښې زیاتې شوي


د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې په شمال زون کې د نا امنيو زیات والی ددې سبب شوی چې په شمالي ولایتونو کې د بشري حقونو د نقض پېښې هم زیاتې شي.

په شمال زون کې د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون د ساحوي دفتر مشر سید محمد سامع وايي چې په تېرو لسو میاشتو کې یې د دې زون په څلورو ولایتونو کې د بشر حقونو د نقض ۴۲۳ پېښې ثبت ته رسولې دي.

د سامع په خبره چې د بشري حقونو د نقض په دې پېښو کې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د فزیکي او غیر فزیکي تاوتریخوالې پېښې شاملې دي چې نسبت تېر کال ته په کې ۱۲ سلنه زیاتوالی هم رامنځته شوی دی.

سامع: ډېری موارد شکنجه، وهل ټکول، توهین او تحقیر دی.
سامع: ډېری موارد شکنجه، وهل ټکول، توهین او تحقیر دی.

سید محمد سامع یې په اړه وايي:

"ډېری موارد یې شکنجه، وهل ټکول، توهین او تحقیری دي چې بلخ، جوزجان، سرپل، سمنګان ته مربوط کېږي، د دې ترڅنګ موږ د قتل، د ناموسي قتلونو، له کور څخه د تېښتې، د جبري او په واړه عمر ودونو او د صحرايي محکمو پېښې هم ثبت ته رسولي دي."

په شمال زون کې د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون دا مسئول وايي، په روان کال کې په بلخ، جوزجان، سرپل او سمنګان ولایتونو کې د نا امنیو له امله ۷۲ تنه ملکي وګړي وژل شوي او څه باندې ۲۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي

نوموړي زیاته کړه چې په شمال زون کې د نا امنیو دوام د دې سبب شوی چې د بشري حقونو مدافع بنسټونه ونه توانېږي چې د سرپل ولایت په مختلفو سیمو کې د بشري حقونو د نقض ډېرې پېښې ثبت ته ورسوي.

د سامع په اند چې یوازې د روان کال په ترڅ کې ۶ تنه په غیر قانوني توګه د صحرايي محکمو لخوا سرپل ولایت کې مجازات شوي دي.

سامع: سرپل کې د صحرايي محکمو ۶ پېښې ثبت شوي.
سامع: سرپل کې د صحرايي محکمو ۶ پېښې ثبت شوي.

​په شمال کې د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون مشر نا امني، د بېکارۍ زیاتوالی، فقر، له مجازاتو څخه د مجرمینو معافیت او په عدلي او قضايي ارګانونو کې د فساد موجودیت د بشري حقونو د نقض اساسي عوامل بولي.

هغه وویل:
"یوه مسئله امنیت دی چې هر څومره خراب وي نو په همغه اندازه نو د بشري حقونو نقض ډېر ترسره کېږي، بل دا چې فقر هر څومره ډېر شي نو تاوتریخوالی هم زیاتېږي، همدارنګه باید یاده کړه چې په کورنیو کې د یو بل له حقونو څخه نه خبریتا هم تاوتریخوالی زیاتوي."

په شمال زون کې د خط نو ټولنیز بنسټ مشر قادر مصباح وايي چې د نا امنیو دوام د دې سبب شوی ترڅو شمال کې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې تشدد هم زیات شي.

مصباح وویل:

"د افغانستان له حکومت څخه نیولې تر مدني بنسټونو او مدني فعالانو پورې په مختلفو برخو ټول پروژوي کار ترسره کوي، د دې مسئلې مفهوم دا دی ترڅو موږ دې باور ته نیو رسېدلي چې د ټولنې د وګرو د ژوندان په سطح کې بدلون رامنځته کړو، برعکس دا پروژوي کارونه سبب کېږي چې تاوتریخوالی زیات شي، خلک زور زیاتلی وکړي، فقر او تشدد ټولنه کې ډېر شي."

د بلخ د ولایتي شورا مشر افضل حدید وايي چې په ټولنه کې د زورمندانو حضور، او په ولایتونو کې په حکومتي لوړو څکویو کې د زورواکو فعالیت د ښځو، ماشومانو او نارینو په وړاندې د تشدد د زیاتېدو اصلي عامل دي.

هغه وايي:

"تر اوسه داسې کسان شته چې شخصي زندانونه لري، دوی خلک وهي او ټکوي، او ورته توهین کوي، اوس هم دا مسئله زموږ په هېواد کې موجوده ده، تاسو که دا غږ اوچتوی، موږ دا غږ پورته کو په خپله سیمه کې، وايي چې په لویو موقفونو کې عالي رتبه کسان خلک وهي او ټکوي، دوی توهین او تحقیر کوي، څوک نشته چې پوښتنه یې هم وکړي."

په ورته وخت کې د بلخ ولایت د ښځو چارو ریاست هم د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د پښو له زیاتېدو شکایت کوي.

د دې ریاست مشره شهلا حدید وايي چې د روان کال په ۹میاشتو کې یې د ښځو په وړاندې د تشدد څه باندې ۳۴۰ پېښې ثبت کړي چې نسبت تېر کال ته پکې ۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی.

د بلخ د ښځو چارو مشره یې په اړه وايي:

"د ۳۴۵ په شااوخوا کې مو د ښځو په وړاندې د تشدد پېښې ثبت ته رسولي دي چې ۱۷۵ پېښې یې حقوقي پېښې او پاتې یې د فزیکي تاوتریخوالي پېښې دي چې دوسیې یې عدلي او قضايي ارګانونو ته د څېړلو په خاطر استول شوي دي."

په داسې حال کې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي چې نا امني د دې سبب شوې ترڅو د بشري حقونو د نقض پېښې زیاتي شي چې همدا اوس مهال په جوزجان، سرپل، سمنګان او کندوز ولایتونو کې د نا امنیو له امله زر ګونه کسان بلخ ولایت ته بې ځایه شوي دي.

مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG