د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۴

شمال کې له ښځو سره د تاوتریخوالي پېښو نه ثبتېدو لامل څه دی؟


په شمال زون کې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون چارواکي په ګن شمېر ولایتونو کې د نا امنۍ د زیاتوالي له امله د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د پېښو له نه ثبت کېدو څخه خبر ورکوي.

په شمال زون کې د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون د ساحوي دفتر مشر سید محمد سامع وايي چې د نا امنۍ له امله نه دي توانېدلي چې په ټولیز ډول په سرپل او ګن شمېر نورو ولایتونو کې د ښځو په وړاندې د ترسره شوي تشدد پېښو ته لاس رسی پیدا او ثبت ته یې ورسوي.

د نا امنۍ زیاتوالي او همدارنګه د ښځو او نجونو په وړاندې د تاوتریخوالي د پېښو نه ثبت کېدلو په شمال زون کې د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون مسوولان اندېښمن کړي دي.

د یاد کمېسیون مسؤلین وايي چې په شمال کې د نا امنۍ موجودیت او دولت مخالف وسله والو د فعالیت زیاتېدل سبب شوي چې دوی په خپلو وظیفوي چارو کې له ستونزو او ننګونو سره مخ کړي.

سامع وايي چې په سرپل کې موجوده نا امني سبب شوې چې په ټولیز ډول دې ولایت کې د ښځو په وړاندې د ترسره شویو تاوتریخوالو پېښو ته لاس پیدا نه کړي او همدارنګه په نورو ولایتونو کې هم له ورته ستونزې سره مخ شوی دي.

سامع وايي چې اکثراً په نا امنو ولایتونو کې د ښځو په وړاندې د وهل ټکولو او ځان وژنو پېښې زیاتې دي.

اکثرآ په نا امنو ولایتونو کې د ښځو په وړاندې د وهل ټکولو او ځان وژنو پېښې زیاتې دي
اکثرآ په نا امنو ولایتونو کې د ښځو په وړاندې د وهل ټکولو او ځان وژنو پېښې زیاتې دي

هغه یې په اړه وویل:

"تاوتریخوالی متسفانه ډېر یې فزیکي بڼه لري او آمار یې ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دي، موږ چې کومې موندنې لرو هغه دا ښايي چې وهل ټکول او ځان وژنې عمده پېښې دي."

د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون د مسوولانو په باور چې په جبر ودونه او د ښځو په وړاندې د صحرايي محکمو ترسره کېدل هم مخ په زیاتېدو دي.

بلخوا بیا په بلخ ولایت کي د ښځو چارو ریاست مشره شهلا حدید وايي چې د روان کال له پیل څخه تر دمه یې د ښځو په وړاندې د تاتریخوالي ۱۱۷ پېښې ثبت ته رسولي دي.

آغلې حدید په دې باور ده چې په لرو پرتو سیمو کې د ښځو او نجونو په وړاندې د کورنیو حساسیتونو موجودیت سبب شوی چې اکثراً نجونوې په ولسوالیو کې د زده کړې او سواد له حق څخه محرومې شي.

هغې وویل چې دوی هڅه کوي چې د ښځو د حقوقو په برخه کې د عامه پوهاوي په ترسره کولو سره نارینه دې ته وهڅوي چې خپلو وخویندو او میندو ته اجازه ورکړي ترڅو سبق وايي او د تحصیل له حق څخه برخمنې شي.

شهیلا حدید وویل:

"موجوده حساسیتونو سبب شوي چې نجونې او ښځې د سواد او سبق له حق څخه محرومې وګرځول شي، موږ هڅه کوو عامه پوهاوی ترسره کړو او یاده ستونزه تر ډېره حل شي او نجونې تحصیل وکړي."

په عین وخت کې په بلخ کې د افغان ښځو د شبکې مشره معصومه رحیمي په دې اند ده چې په ټولنه کې د معافیت دود موجودیت او د عدلي ارګانونو لخوا د تاوتریخوالي پېښو ته نه رسېده ګي سبب شوې چې د ښځو په وړاندې ورځ تر بلې تشدد زیات شي.

د معافیت فرهنګ د ښځو په وړاندې تاوتریخوالې پېښې زیاتې کړي
د معافیت فرهنګ د ښځو په وړاندې تاوتریخوالې پېښې زیاتې کړي

هغې زیاته کړه:

"په ټولنه کې د معافیت فرهنګ موجودیت سبب شوی چې د ښځو په وړاندې تشدد لا هم پراخ کړي او د محاکمو لخوا مرتکبو کسانو ته جزا او مجازات نه ورکول کیږي."

په ورته وخت کې د سرپل ولایت ویاند ذبیح الله اماني د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون د مسؤلینو د خبرو په تایید سره وايي چې د دې ولایت ډېری سیمو کې د دولت مخالف وسله وال فعالیت لري او علاوه پردې چې د بشري حقونو مدافع بنسټونه هلته فعالیت نشي ترسره کوي دولتي ادارې هم په یادو سیمو کې د فعالیت له ترسره کولو عاجز دي.​

په داسې حال کې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مسوولان وايي چې په شمال زون کې د نا امنۍ زیاتوالی سبب شوی چې دوی د ښځو په وړاندې د ترسره شویو تاوتریخوالو پیښې ثبت ته ونه رسوي چې همدا اوس مهال په فاریاب، سرپل او بلخ ولایتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو او دولت ضد وسله والو ترمنځ جګړه دوام لري.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG