د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۷

په بدخشان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې ده


د بدخشان ولایت د ښځو چارو ریاست چارواکي خبر ورکوي چې د تېرکال شمېرو پر بنسټ سږ کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې ده.

د بدخشان ولایت د ښځو چارو رییسې ذوفنون حسان ناطق له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې په ۱۳۹۳ کال کې په دې اداره کې د تاوتریخوالي ۱۵۰ پېښې ثبت شوي دي، حال دا چې د روان کال په ۹ میاشتو کې ۱۲۹ د تاوتریخوالې پېښې ثبت شوي دي.

د ښځو چارو رییسې زیاته کړه چې د ښځو چارو ریاست یوازې ۳۰ پېښو ته رسیدګي ګړې ده:

"موږ په ډېر بد شرایط کې یو او ښځې د اوسني وضعیت په اړه ډېرې په اندېښنه کې دي، ځکه ښځې جګړه نه کوي، خو د جګړې قرباني کېږي، بلخوا د کورنۍ او دوستانو د تاوتريخوالي تر څنګ نن ورځ ښځې د سیاسي موضوعات قرباني کېږي او ښځې په مختلفو نومونه د سیاسي ډلو له خوا وژل کېږي او پرې تاوتریخوالی کېږي."

په همدې حال کې په بدخشان کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د دفتر د پوهاوي ورکولو چارواکې کریمه بیا وايي چې په دې ولایت کې لاهم د تاوتریخوالي کچه ورځ تر بلې مخ په لوړېدو ده چې ډېره برخه یې ځان وژنه او وهل او ډبول جوړوي.

دغه چارواکې زیاتوې چې دوی نشي کولای یو شمېر لیرې پرتو سیمو ته سفر وکړي څو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې راټولې کړي، ځکه ولسوالیو ته غځېدلي سړکونه نه دی جوړ شوي همدارنګه امنیتي ستونزې هم موجودې دي، خو له دوی سره هم سږ کال د تاوتریخوالی ۲۹ پېښې ثبت شوي دي.

اغلې کریمه زیاتوي:

"د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو ده او د ارقامو پر بنسټ سږ کال په دې ولایت کې څلور ښځې په ډزو سره وژل شوي دي همدارنګه د بدخشان ولایتي روغتون د معلوماتو پر بنسټ سږ کال په دې ولایت کې ۸۲ د ځان وژنې پېښې ثبت شوي دی چې ښځو قصد درلود ځانونه ووژنې او ۱۱۷ د وهلو او ډبولو پېښې ثبت شوي دي."

کریمې وویل، چې په روان کال کې څلور ښځي په ډزو سره وژل شوي دي همدارنګه د بدخشان د روغتون د راپورونو پر بنسټ ۸۲ د ځان وژنې پېښې ثبت شوي دي چې ښځو قصد درلود چې ځانونه ووژنې او ترڅنګه یې ۱۱۷ د وهلو او ډبولو پېښې ثبت کړي دي.

په همدې حال کې په بدخشان کې د مدني ټولنو یو شمېر فعلان بیا وايي چې په دې ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالې د کچې راټيټولو په برخه کې ګوټلي ګامونه نه دي اخیستل شوي.

په دې اړه ازادي راډیو ته د نوموړي ولایت دوو تنو د مدني ټولنو فعالانو، شکریې شهراني او نسرين داسې وویل:

"زموږ غوښتنه له مرکزي حکومت څخه داده، څو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمولو په برخه علمي کارونه وکړي، خو اوس په دې ولایت کې ښځو او نجونو ته په دولتي ادارو کې د کار زمینه برابره ده، خو په دې برخه لاهم باید ډېر کارونه وشي."

بله وايي:

"لاهم په بدخشان کې د ښځو پر وړاندې رواني تاوتریخوالی، کورنی تاوتریخوالې او د وهلو او ډبولو پېښې ډېرې دي باید مرکزي حکومت په دې برخه ګوټلي ګامونه پورته کړي، څو د ښځو پر وړاندې دتاوتریخوالي کچه راکمه شي خو دولت تر اوسه پورې په دې برخه کې د پام وړ کارونه نه دي کړي، خو بیا د ښځو چارو ریاست همدارنګه د ښځو له حقونو څخه د ملاټر یو شمېر موسېسو یو اندازه ښه کارونه کړي دي."

د کارپوهانو په وینا چې بدخشان ولایت ولسوالیو او کلیو ته د لارو او سړکونو نه شتون همدارنګه امنیتي ستونزې او تر څنګ یې لرې پرتو سیمو ته د رسنیو نه لاسرسی هغه لاملونه دي چې لاهم په دې ولایت کې ډېرې پېښې پټې پاتې شي.

راپور: اجمل آرین

XS
SM
MD
LG