د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۵

بلخ کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی مخ په زیاتېدو دی


په بلخ کې د ښځو له حقونو څخه د مدافع بنسټونو مسوولان په دې ولایت کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګندوي.

د بلخ د ښځو چارو ریاست او د ښځو په وړاندې د تشدد د مخنیوي څارنوالۍ مسؤلین وايي چې په تېرو دوو میاشتو کې یې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۱۲۰ پېښې ثبت شوي دي.

د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي زیاتېدو د بلخ ولایت د ښځو چارو ریاست او د ښځو په وړاندې د تشدد د مخنیوي څارنوالۍ مسؤلین اندېښمن کړي دی.

د بلخ د ښځو چارو ریاست مشره شهلا حدید وايي چې د ۱۳۹۵ کال له پیل څخه تر دمه یې د تاوتریخوالي نږدې ۱۲۰ پېښې ثبت ته رسولي دي.

د اغلې حدید په خبره چې د ښځو په وړاندې د تشدد ترسره شوې پېښې جزايي او مدني مسایلو ته مربوط کېږي او ټولې جزايي دوسیې د عدلي او قضايي تعقیب لپاره څارنوالی ته استول شوي دي.

شهلا حدید د ښځو په وړاندې د ترسره شویو تاوتریخوالو په اړه وايي:

"د روان کال په ترڅ کې چې کوم تاوتریخوالي د ښځو په وړاندې ترسره شوي دي، هغه له کورنیو تاوتریخوالي څخه نیولې تر وهل ټکولو، د ښځو د نفقه نه ورکلو او د مهر مسایلو ته مربوط کېږي، خو په مجموع کې ۱۱۷ پېښې موږ سره ثبت دي."

د بلخ د ښځو چارو ریاست مشره وايي چې ډېری د تاوتریخوالي پېښې په هغه سیمو کې رامنځته کېږي چېرې چې ناوړه دودونه حاکمیت لري او خلک هم د سواد له حق څخه محرومه دي.

له بل لوري د ښځو په وړاندې د تشدد د مخنیوي څارنوالۍ مشره فوزیه حمیدي وايي چې د ښځو په وړاندې د ترسره شویو تاوتریخوالو ډېری پېښې کلو او بانډو ته مربوط کېږي او په ولسوالیو کې نسبت ښارونو ته د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیات دی.

مېرمن حمیدي وايي د دوو میاشتو راهیسې یې د تاوتریخوالي ۴۰ پېښې په یاده څارنوالۍ کې ثبت ته رسولي دي چې پکې قتل، له کور څخه د نجونو تېښتې او په واړه عمر ودونه هم شامل دي.

هغې وویل:

"د دوو میاشتو راهیسې یعني د حمل میاشتې راپدېخوا موږ د قتل څلور پېښې، په واړه عمر د ودونو ۲ پېښې او له کور څخه د تېښتې ګن شمېر پېښې له ځان سره ثبت ته رسېدلي دي."

د ښځو په وړاندې د تشدد د مخنیوي څارنوالۍ دې مسوولې ازادي راډیو ته وویل چې د ښځو په وړاندې ترسره شوي تاوتریخوالي اکثراً نا امنو سیمو ته مربوط کیږي او نسبت تېر کال ته په کې لس سلنه زیاتوالی راغلی دی.

فوزیې حمیدي زیاته کړه:

"د تاوتریخوالي اکثراً پېښې کلدار، شورتپې، دولت اباد، زارع او چمتال ولسوالیو ته مربوط کېږي چې نسبت تېر کال ته په کې زیاتوالی راغلی دی، علاوه پردې چې لا هم یو شمېر پېښې تر عدلي تعقیب لاندې دي او یو شمېر نه دي کشف او ګن شمېر نورو مراجعه نه ده کړې."

دا په داسې حال کې ده چې په عین وخت کې بیا په جوزجان، فاریاب او سمنګان کې هم د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي زیاتېدو په شمال زون کې د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون مسوولانو اندېښنه راپارولې ده.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG