د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۶

قرباني شوې مېرمنې وايي، مسولین ورسره ښه چلند نه کوي


په افغانستان کې د تاوتریخوالي ځیني قرباني شوې ښځې شکایت کوي چې د عدلي او قضایي ارګانونو ځیني مسوولین ورسره مناسب چلند نه کوي.

ځینو دې ښځو ازادي رادیو ته وویل، دوسیې یې پر وخت نه څیړل کېږي او کله کله د مسوولینو له خوا سپکې سپورې هم اوري.

دغه موضوع د افغانستان د ښځو د حقونو ځینې فعالانې هم تاییدوي.

سره له دې چې د افغانستان ښځې له کورني تاوتریخوالي سره مخ دي، خو په عدلي او قضایي ارګانونو کې د دوی د دوسیو پر وړاندې کمزوري قانوني اجراات، بله ستونزه ده چې د دوې لمن یې نیولې ده.

په افغانستان کې د کورني تاوتریخوالي ځیني قرباني شوې ښځې شکایت کوي، کله چې عدلي او قضایي ارګانونو ته ورځي، د مسوولینو له خوا ورسره ناوړه چلند کېږي او ان سپکې سپکورې ترې هم اوري.

دوو میرمنو چې نومونه یې وانه خیستل ازادي راډیو ته وویل:

"کابو اوه-اته میاشتې کېږي چې دلته راغلې یم، خو ستونزه مې نه حلیږي، ټول زما د مقابل لوري چې پیسې لري ملاتړ کوي. موږته د خبرو اجازه نه راکوي او ښکنځل راته کوي.کله چې قاضي ته ځو او ستونزه ورته وایو، هغه هم راته ښکنځل کوي."

په همدې توګه بله ښځه وايي:

"شپږمیاشتې کېږي چې دعوه لرم، څوک مې پوښتنه نه کوي، نن او سبا راته کوي. په همدې توګه شپږمیاشتې تیرې شوې. دې کار ډیره بې حوصلې کړې یم."

ځینو دغو ښځو ازادي رادیو ته وویل، په محاکمو کې داسې مسوولین هم شته چې د غیراخلاقي اعمالو غوښتنه ځینې کوي:

"اوریدل څه چې موږپه سترګو ولیدل، مثلاً د تیلیفون نمره راکوي چې زنګ راته ووهه کاربه دې وشي. کله کله دوې زنګونه وهي. چا چې دې خبرو سره علاقه وښوده، بیا نو، ورپسې کېږي."

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه ویل کېږي، د دې تاوتریخوالي عاملین ډیره ځایه، د ښځو وروڼه، پلار، میړه، خسر او د کورنی نور غړي او خپل او خپلوان دي.

د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی یوازې په کورنیو کې نه، بلکې په ټولنه کې هم شته.

د ښځو د حقونو یوې فعالې حمیرا حقمل په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، په عدلي او قضايي ارګانونو کې فساد، له ښځو څخه نا مشروع غوښتنې او د دوې پر وړاندې بې پروايي هغه څه دي چې عادي او جرمي دوسیې په میاشتو میاشتو او کلونو کلونو ځنډوي.

میرمن حقمل وویل، په افغانستان کې د ښځو د حقونو موضوع یوه سمبولیکه بڼه لري او حکومت او نړېوالې ټولنې ورته، لازمه پاملرنه نه ده کړې.

د ولسي جرګې د ښځو چارو د کمېسیون غړې فوزیه کوفي په عدلي او قضايي ارګانونو کې د ښځو پر وړاندې ناوړه چلند تاییدوي او له حکومته غواړي چې په دې ارګانونو کې دې، وړ کسان ځای پرځای کړي:

"زه فکر کوم د افغانستان په عدلي او قضايي ارګانونو کې د فساد له موجودیته هیڅوک سترګې نه پټوي.پر اداري فسا د سربیره، سیاسي ستونزې هم په کې دي. جمهوررییس دې د ملي شورا په مرسته د قانون پلي کول په جدي توګه وڅاري. دې ارګانونو کې د وړو کسانو ګمارل ښه اثر کولای شي."

ویل کېږي چې په افغانستان کې اداري فساد، د تاوتریخوالي د عاملینو معافیت، ناوړه دودونه، بې وزلۍ، ناپوهۍ او د ستونزو د اوارۍ لپاره د سیاسي ارادې نشتوالي، د ښځو پر وړاندې، تاوتریخوالي ته زمینې برابرې کړي دي.

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون په دې نظردی چې په عدلي او قضايي ارګانونو کې د قضیو پر وړاندې تبعیض، لامل شوی چې له ښځو سره تاوتریخوالی زیات شي.

د دې کمېسیون د ښځو د ملاتړې څانګې مسووله لطیفه سلطاني په دې اړه ازادي راډیوته وایي:

"کمېسیون له دې برخې راضي نه دی او عدالت ته د ښځو لاس رسی غواړي.د قانون د حاکمیت کمزوري لامل شوې چې له ښځو سره تاوتریخوالی وشي."

ځیني راپورونه وايي، په عدلي او قضايي ارګانونو کې روانې ستونزې ځیني خلک مجبوروي چې خپلې قضیې قومي مشرانو ته وړاندې کړي.

خو د افغانستان د عدلي او قضايي ارګانونو مسوولین دغه ادعاګانې ردوي او وايي چې په دې ارګانونو کې ټولې چارې له قانون سره سمې اجرا کېږي.

د افغانستان د لوې څارنوالۍ ویاند بصیرعزیزي په دې اړه ازادي رادیو ته وویل:

"په دې ارګانونو کې زور زیاتی، له قانونه خلاف چلند، د دوسیو په څیړلو کې سستي او داسې نور ټول موارد، ردوو."

سربېره پردې د افغانستان د سترې محکمې مسوولین هم وايي چې په دغو ادارو کې له ښځو سره ناوړه چلند نه کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان جمهور رییس اشرف غني څه موده مخکې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو د څیړلو لپاره، یو ځانګړی دیوان وګماره او تاکېد یې وکړ چې دا ډول قضیې دې په شفافه او عادلانه توګه وڅیړي.

د ښځو د حقونو فعالان له حکومته غواړي چې په دې برخه کې جدي عمل وکړي او که نه نو، خلک به د خپلو قضیو او حقوقي ستونزو د حل لپاره، دودیزو مشرانو او طالبانو ته مخه کړي.

خان محمد سیند

راپور په کې غږ کې هم اوریدلای شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:55 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG