د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۴

لوی څارنوال: یوازې عدلي او قضايي چلند د تاوتریخوالي مخه نشي نیولای


د افغانستان لويه څارنوالي وايي، یوازې په عدلي او قضايي چلند د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوی نه‎شي کیدای.

لوی څارنوال فرید حمیدي وايي، که څه هم وروستي ارقام ښيي چې افغانستان د ښځو او ماشومانو لپاره امن ځای نه‎دی خو افغان حکومت د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره جدي او هر اړخېزه اراده لري.

ښاغلي حمیدي د پنجشنبې په ورځ له درې وزارتونو او سیمه ییزو ارګانو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي د هوکړې د لاسلیک پر مهال چې ولسمشر غني او لومړي مېرمن بي بې ګل غني هم حاضر وو؛ وویل، د تاوتریخوالی مخنیوی یوازې په عدلي او قضايي چلند نه بلکې څو اړخېزه مبارزې ته ضرورت لري.

لوی څارنوال فرید حمیدي
لوی څارنوال فرید حمیدي

ښاغلي حمیدي زیاته کړه:

"افغانستان کې یوازې قضايي، جزايي او عدلي چلند نه‎شي کولای چې تاوتریخوالی کم کړي بلکې د خشنونت له پدېدې سره د قانوني، قضايي، ادارې، اقتصادي، ټولنیز او فرهنګي تدابیر پر اساس باید مبارزه وشي."

د پوهنې، لوړو زده‎کړو او عامې روغتیا وزارتونو او له سیمه ییزو ارګانونو سره د لویې څارنوالۍ د دغې تازه هوکړې له مخې باید بنسټونه په ګډه افغانستان کې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي هڅې همغږې او عملي اقدامات وکړي.

وړاندې ولسمشر غني هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوالې ورځې په مناسبت یوه غونډې ته ویلي وو چې افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ملي او جدي مشکل دی.

ولسمشر غني: افغانستان کې جنسیتي بې‌عدالتي باید پای ته ورسېږي
ولسمشر غني: افغانستان کې جنسیتي بې‌عدالتي باید پای ته ورسېږي

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم ویلي چې افغانستان کې لسګونه زره نجونې له تاوتریخوالي سره مخ دي او دا وضعیت په هېڅ وجه د زغم نه دی.

که څه هم د افغانستان لوی څارنوال ژمنه کوي چې افغان حکومت به د اساسي قانون د ارشاداتو له مخې د یوې هوسا او باثباتې ټولنې د رامنځته کېدو لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي خو د افغان ښځو شبکه نیوکه کوي چې په دې برخه کې د حکومت اراده کمزورې ده.

د افغان ښځې شبکې مشرې حسینه صافۍ نن په کابل کې په دې اړه یوې خبري ناستې ته وویل:

"ډېر ښه قوانین لرو خو د عملي کېدو برخه کې یې موږ مشکل لرو، د دغه قوانینو عملي کېدل اشخاصو پورې تړلې نه‎دي بلکې ټولو وزارتونه او بنسټونه یې باید د عملي کېدو برخه کې اقدامات وکړي."

د افغان ښځو شبکه عدالت ته د ښځو کم لاسرسی له مجازاتو د معافیت فرهنګ، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي برخه کې د ځانګړي بودجې نشتوالی او له زیانمنو ښځو د رواني او حقوقي ملاتړ نشتوالی د ښځو پر وړاندې لوی ننګونې بولي چې په خبره یې حکومت ورته په هغه شکل چې لازمه ده پام نه‎دی کړی.

محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG