د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۸

"هغه ډلې چې سوله غواړې، سوله کوو او هغه چې جګړه غواړې، مقابله"


افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، حکومت د سولې جدي اراده لري خو هغه ډلې چې جګړه کوي حکومت یې مقابلې ته پوره چمتوالی لري.

ولسمشرغني د یکشنبې په ورځ د ملي شورا د شپږم کال په پرانیست غونډه کې وویل له طالبانو او حزب اسلامي سره د سولې هڅې کېږي، خو د بهرنیو جګړه مارو ډلو پرضد به جګړه دوام وکړي.

که څه هم ولسمشرغني د طالبانو له لورې د سولې په خبرو کې د نه ګډون په اړه څه ونه وویل خو وايي افغان حکومت د ښې راتلونکې لپاره هیلې لري او په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

په اسلام اباد کې د سولې د احتمالي خبرو پیل ګڼې هیلې راټوکولې وې، خو په دغو خبرو کې د طالبانو نه ګډون ممکن دغه بهیر له ننګونو سره مخ کړي.

ولسمشر محمد اشرف غني د یکشنبې په ورځ د ملي شورا د شپږم تقنیني کال په پرانیست غونډه کې وویل، د سولې لپاره پياوړې اراده لري، خو له جګړه خوښونکو سره جګړې ته هم تیار دي.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"زه د ځینو دوستانو د تشویش د لېرې کولو لپاره په وضاحت سره وایم چې که څه هم د سولې امید لرو او هڅه ورته کوو خو غافل نه یو او له هغه چا سره مقابلې ته پوره چمتو یو چې جنګ راباندې تحملیوي او شر جوړوي."

افغان چارواکي وایي، تمه ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې د مارچ د میاشتې له لسمې تر پنځلسمې نېټې په اسلام اباد کې پیل شي خو طالبانو په دغه خبرو کې د خپل استازو ګډون رد کړی دی.

د طالبانو له لورې رسنیو ته په استول شوې اعلامیې کې طالبانو یو ځل بیا له افغان حکومت سره د سولې لپاره پر خپلو پخوانیو شرطونو تاکید کړی او د سولې بهیر یې بې ګټي بللی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالي شورا بیا د طالبانو له لوري وروستۍ اعلامیه مایوسونکې بولي.

ددغې شورا مرستیال مولوی عبدالخبیر اوچقون د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د سولې په خبرو کې د طالبانو له انکار سره ـسره به افغان حکومت او د سولې عالي شورا خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

نوموړی وايي، که د سولې هڅې نتیجه ورنه کړي بیا خو د څلور اړخیزې وروستۍ ناستې د شوې پرېکړې له مخې دویم انتخاب چې جګړه ده په مخ کې ده.

ښاغلي اوچقون زیاته کړه:

"دا څلور هېوادونه کوم چې په څلورم اجلاس کې یې په کابل کې فیصله کړې وه دا په کې راغلي وو چې کومې ډلې چې د سولې له پروسې ملاتړ نه کوي او د سولې په پروسه کې نه ښکېل کېږي دویم انتخاب نظامي انتخاب دی چې اسلام اباد هم دا خبره کړې وه."

په ورته وخت د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي وايي، روان وضعیت ته په کتو فکر نه کوي چې د سولې خبرې دې ژر نتیجه ورکړی.

ولسمشر محمد اشرف غني القاعده، داعش، د منځنۍ اسیا سخت دریځې اسلام پاله ډلې، له پاکستان سره نا اعلان شوې جګړه، طالبان او حزب اسلامي په افغانستان کې د جګړې د شپږو لویو عواملو په توګه یاد کړل خو وايي، یوازې له طالبانو او حزب اسلامي سره سوله کېږي او نورو ډلو سره به جګړه پرمخ ځي.

خو د ملي شورا یو شمېر غړي او خلک اندېښنه لري چې که له طالبانو او حزب اسلامي سره د سولې خبرې بریالۍ هم شي په افغانستان کې د تاوتریخوالی کمېدل به په لنډ کې مهال کې له امکان څخه لېرې دي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG