To get best possible experiance using our website we recommend that you upgrade to a newer version or other web browser. A list of the most popular web browsers can be found below.
Just click on the icons to get to the download page
له تېرو پنځو کلونو راهیسي د افغانستان په جنوبي او ختیځو ولایتونو کې د ښوونځیو او زده کړو د مخنیوي لپاره ښوونځي سوځول کېږي. په د شمال په نسبتاً ارامو ولایتونو کې بیا په ځلونو زده کوونکي مسموم کړای شوي.
د دې هیواد له بېلا بېلو برخو څخه د مدني ټولنې استازي او د بشري حقونو یو شمیر فعالان راغونډ شوي دي، تر څو د نړۍ مشرانو ته خپل مسایل وړاندې کړي.
په بلوچستان كې له تـُربت سيمې څخه د يوه بلوڅ ژورناليست مړى موندل شوى دى، چې په خلاف يې نن په هغه سيمه كې بشپړ كاربنديز هم اعلان شوى وو
د نړۍ د اتو سترو صنعتي هیوادونو د رهبرانو د بحث اصلي موضوع په یونان او هسپانیا کې د اقتصادي ستونزو له امله ، د ایرو زون مالي بحران دی.
د افغانستان د ملي شورا یو شمیر غړي وايي، چې د دوی شخصي امنیت ته له موجودو ګواښونو سره سره به د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتيژیکو هماریکو تړون رد نه کړي. د ملي شورا ځینې غړي وايي د (داد الله فدادي محاذ) په نوم د یوې ډلې له خوا یې د موبایل ټلیفون له لارې په دې اړه ګواښونه ترلاسه کړي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په هیواد کې یې د خصوصي امنیتي کمپنیو د لغوه کولو پروګرام بشپړ کړی دی. د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل؛ پرته له هغو خصوصي امنیتي کمپنیو، چې د ډیپلوماټیکو ادارو امنیت پرغاړه لري، نورې ټولې خصوصي امنیتي کمپنۍ لغوه شوي دي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي، چې سیمه ییز پولیس، په وژنو، تښتونو، غلا، جنسي تیری پیښو کې لاس لري او قومي قبیلوي مسایلو ته لمن وهي. د دې کمیسیون مشرې سیما سمر د شنبې په ورځ په کابل کې د سیمه ییزو پولیسو د فعالیتونو په اړه یو رپوټ خپور کړ، چې د یوکال څیړنې په بنسټ جوړ شوی.
په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو د ځینو نورو مسایلو ترڅنګ په شیکاګو کې د ناټو په سرمشریزې هم بحثونه کړي او له دې غونډې نه یې د افغانانو ځینو غوښتنو ته کتنه کړې. تفصیل...
نړېوالو ورځپاڼو ترډېره د امریکا په شیکاګو کې د ناتو د سرمشریزې او د افغانستان ځواکونو د وړتیاوو په اړه مطالب خپاره کړي دي. تفصیل...
د ستراتیژیک سند د تصویب په اړه سناتوران ګواښل کیږي
داودزی: په ډیر جدیت مو له پاکستانه غوښتي چې افغان کډوال دې په زوره نه باسي
په پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه له انجنیر شوکت الله سره مرکه
حقانیار: زیاتره طالبان د جګړې له لارې خپلو هدفونو ته په رسېدو باور نه لري
لېوال: نړيواله ټولنه لا هم د پاکستان پر نيت شک لري
سپر: سيمه ييز پوليس موثر ځواک نه دى
سلطان: د سياسي لوبې قربانيان پښتانه دي
د زده کوونکو نجونو په مسمومیت کې بهرنۍ کړۍ لاس لري
د همبستګۍ ګوند: موږ ته د بېلابېلو خواو څخه ګواښونه کیږي
اتمر: په افغان حکومت کې داسې کړۍ شته، چې د ایران په لاس وهنو پرده اچوي
مسلمیار: د ایران سفیر راسره د ستراتیژیک سند په اړه خپله اندیښنه شریکه کړې
سعيدي: د ايران د سفير څرګندونې غيراصولي دي
د نامتو پښتون ممثل او انځورګر جمال شاه سره مرکه
وردک: هولانډ په افغانستان کې د فرانسې په ماموریت کې سمدستي بدلون نشي راوستی
ولې فرانسوا هولاند په ټاکنو کې تر سرکوزي مخکې دی؟
۱۳ تنه دولتي مامورین د اختلاس په تور نیول شوي
اکبر وردک: ښايي د فرانسې راتلونکی ولسمشر فرانسوا هولاند وي
مسلمیار: طالبان دې افغانستان په اخلاقو او دعوت خپل کړي
انصاري: ولې ستراتیژیک تړون د شپې لاسلیک شو؟
د ستراتیژیک سند لاسلیک ته په خپله امریکایان هم سترګې په لاره وو
قادري: بهرني کارګرو د افغان کارګرو نه د کار زمینه اخیستې
راسخ: د ټرافيکي پېښو قربانيان د جنګ تر هغو زيات دي
پکتين: په پکتيا کې ټرافيکي پېښې زياتې شوي
تسل: ننګرهار ته بې کيفيته دارو درمل راوړل کېږي
رحماني: هغه وسله وال چې سولې ته غاړه ږدي باید مصوونیت ورکړای شي