د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۵

د بشر حقونو کمېسیون: کونړ کې خلک له لومړنیو حقونو بې‌برخې دي


ختیځ کې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مسؤلین وايي، اوس هم د هېواد د نورو برخو په څېر کونړ کې خلک له لومړنیو حقونو بې‌برخې دي او لوی لامل‌یې جګړه او د تعلیم نشتوالی بولي.

دا خبرې په هغه یو ورځني علمي سیمینار کې وشوې چې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون له‎خوا «هره ورځ د بشر حقونو ورځ ده» تر عنوان لاندې جوړ شوی و.

د سیمینار لومړۍ برخه کې د کونړ والي وحیدالله کلیمزي په خپله وینا کې وویل، په هېواد کې روانو اوږدو جنګونو افغانان له خپلو ډېرو حقونو بې‌برخې کړي.

دی وايي:

"ډېری هغه کسان له خپلو حقونو بې‌برخې کېږي چې خدای تعالی ورته حقوق ورکړي. حقوق‌يې تر پښو لاندې کېږي، جګړو موږ ځپلي یو. زموږ ډېر ورونه، خویندې او د ټولنې نور غړي د خپلو بشري حقونو محروم پاتې دي."

هغه وویل، ښځو او سړو ته حقوق د نمایشي سیمینارونو او غونډو په جوړېدو نه‌ورکول کېږي بلکې د دې لپاره نه‌ستړي کېدونکي ګډې هڅې کول په کار دي، څو د ټولنې او کورنۍ غړي لومړی د یو بل په حقونو پوه شي او بیا یې د ترلاسه کولو غوښتنه وشي.

ختیځ کې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مشره مېرمن صبرینا حمیدي وايي، د حقونو د نقض پېښې هغه وخت رامنځته کېږي چې د خلکو د پوهې او اقتصاد کچه ټیټوي.

نوموړې وايي:

"د بشري حقونو د نقض موارد هغه وخت رامنځته کېږي چې د خلکو د پوهاوي کچه ټیټه وي، د دې تر څنګ د خلکو اقتصادي حالت کمزوری وي. د قانون نه‌منلو فرهنګ تقریباً اوج ته رسېدلی."

مېرمن حمیدي وویل، د دوی د ترسره کړو سروې‌ګانو له مخې د نورو ختیځو ولایتونو په پرتله دغه ولایت کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي اندازه کمه ده.

مولوي نجیب‌الله حقیار وايي، د اسلام مقدس دین د انسانانو تر څنګ د نورو ژوندي موجوداتو حقوق هم انسانانو ته ښودلي.

دی وايي:

"کوم څه چې دین دی د هغې باید مقابله ونه‎شي، په پوره توانمندۍ سره چې هغه د الله حکم دی، د هغه د پیغمبر حکم دی په کمال احتیاط سره باید هغه ومنلای شي او خلکو ته وخت ورکړای شي چې څو د دغو احکامو لاندې د الله بنده‌ګۍ او خپله زنده‌ګۍ برابره کړي."

ختیځ کې د بشر حقونو په دفتر کې د تعلیمي پروګرامونو مسؤل عبدالحکیم ناصري وايي، دوی د علمي سیمینارونو او غونډو په وسیله غواړي د دولتي چارواکو، دیني عالمانو او د ټولنې د خلکو تر منځ د حقونو د پېژندګلوۍ او د هغې د ترلاسه کولو لپاره پوره همغږي پیدا کړو.

یاد سیمینار ته د بشر حقونو د پېژندګلوۍ، ډولونو او د هغه د نه‌نقضېدو د لارو چارو په اړه د ولایتي شورا نوي رئیس محمد ساپي، د پوهنتونو نو استادانو، مدني فعالانو او دیني عالمانو خپلې لیکلي مقالې واورولې.

په اکثرو مقالو کې د بشر حقونو نه‌پلي کېدلو په وړاندې تر ټولو لامل روانه جګړه او د خلکو د سواد کچې ټیټوالی په ګوته شوی و.

له حکومت او نړیوالې ټولنې غوښتل شوې و چې باید په هېواد کې د سولې راوستلو او تعلیم عامولو لپاره پوره هڅې وشي.

راپور: روح‌الله انوري

XS
SM
MD
LG