د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۰

ارزګان کې خاوند خپله پولیسه مېرمن وژلې


د ارزګان ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د پولیسو یوه پخوانۍ افسره د خپل خاوند له‌خوا وژل شوې ده.

د ارزګان ولایت مرستیال والي عبدالواحد پټان د چهار شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه په مرکز ترینکوټ کې د مروه په نوم یوه پخوانۍ پولیسه د خپل خاوند له لوري وژل شوې چې مړی يې سهار مهال په ترینکوټ ښار کې د کندهار اډې سیمه کې موندل شوی دی.

نوموړی وايي چې د پېښې په تړاو يې د ښځې خاوند نیولی او په امنیه قوماندانۍ کې تر تحقیقاتو لاندې دی.

پټان: د پېښې په تړاو د ښځې خاوند نیول شوی.
پټان: د پېښې په تړاو د ښځې خاوند نیول شوی.

ښاغلي عبدالواحد پټان زیاته کړه:

"نن سهار پر عمومي سړک د یوې نجلۍ مړی وموندل شو، موږ يې قاتل نیولی او د امنیه قوماندانۍ جنايي څانګه کې تر پوښتنو لاندې دی، دغه ښځه پخوا په پولیسو کې وه خو اوس‌يې دنده پرېښې وه."

نوموړي دا هم وویل چې مروې تېره ورځ له خپل خاوند څخه د طلاق اخیستلو عریضه کړې وه چې بیا وروسته‌يې خاوند د هغې د وژلو ګواښ ورته کړی وو.

د ولایتي روغتون رئیس امین‌الله توخي هم ازادي راډيو ته وویل چې د چهار شنبې په ورځ سهار مهال دوی ته د یوې ښځې جسد وروړل شوی چې دغه ښځه د خفې په واسطه وژل شوې وه.

توخي: دغه ښځه په خفه وژل شوې ده.
توخي: دغه ښځه په خفه وژل شوې ده.

ښاغلي امین‌الله توخي زیاته کړه:

"نن سهار وختي ولایتي روغتون ته یوه ښځه په داسې حال کې راوړل شوه چې وژل شوې وه، زموږ ډاکترانو تر معاینه کولو وروسته په داګه کړه چې دغه ښځه خفه شوې او وژل شوې ده."

له دې سره د ارزګان ولایت د امنیه قوماندانۍ د ښځینه پولیسو مشره معصومه هم وايي چې دغه ښځه تېر ماښام له خپله کوره نادرکه شوې وه او خاوند يې په اړه په ترینکوټ ښار کې د لمړۍ امنیتي حوزې مسؤلینو ته خبر هم ورکړی وو خو هغوی په دې برخه کې هېڅ اقدام نه‌دی کړی.

د هغې په وینا که د امنیتي حوزې پولیسو ناغېړي نه‌وی کړې نو دغه ډول پېښه به نه‌رامنځته کېده.

معصومه: ښځه پرون مازیګر له کوره نادرکه شوې وه.
معصومه: ښځه پرون مازیګر له کوره نادرکه شوې وه.

اغلې معصومي زیاته کړه:

"ښځه پرون مازیګر له کوره نادرکه شوې وه، د ښځې خاوند پولیس خبر کړي وو خو پولیسو د ښځې خاوند ته ویلي و چې سهار راشه خو کله چې سهار شو ښځه وژل شوې وه."

بل‌خوا په ارزګان ولایت کې د ښځو چارو ریاست مسؤلین دغه ډول پېښې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي یوه ستره پېښه ګڼي او وايي چې له عاملینو سره‌يې باید قانوني چلند وشي.

د ښځو چارو رئیسې اغلې رڼا سمیع وفا ازادي راډيو ته وویل چې مروه درې اولادونه لري او له خپل خاوند سره‌يې ځیني کورنۍ ستونزې لرلې چې د ښځو چارو ریاست‌يې په هوارولو کې ډېرې هڅې کړې وې خو ستونزه نه‌وه حل شوې.

نوموړې وویل چې په دغه ولایت کې که څه هم په تېرو میاشتو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې کمي شوي، خو د ښځې وژل کېدل په دې وروستیو کې د خپل ډول لمړنۍ پېښه ده.

اغلي رڼا سمیع وفا زیاته کړه:

"دغه ښځه چې اوس وژل شوې د کورني تاوتریخوالي له کبله وژل شوې ده، ښځې او خاوند په خپل منځ کې ستونزې لري چې بالاخره د هغې د مرګ سبب شو."

دا په داسې حال کې ده چې د ښځو چارو ریاست مسؤلینو ویلي و چې د تېرو کلونو په پرتله په دغه ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې کمې شوي دي.

په ورته وخت کې د وژل شوې مروې مور په داسې حال کې چې سترګې يې له اوښکو ډکې وې رسنیو سره په خبرو کې وویل چې لور يې د خپل خاوند له لوري وژل شوې او نور کوم څوک‌يې په وژلو کې لاس نه‌لري.

هغې له دولت څخه وغوښتل چې د لور خاوند سره دې قانوني چلند وکړي.

د مروه مور: زما د لور قاتل دې د قانون منګولو ته وسپارل شي.
د مروه مور: زما د لور قاتل دې د قانون منګولو ته وسپارل شي.

هغې وویل:

"زما د لور سره خپل خاوند په ژوند کې ډېر بد کول، زما لور خپل خاوند لعل جان وژلې ده، بل کوم څوک نه‌دی په خبر، دولت دې هغه ونیسي او بندي دې يې کړي."

د دې پېښې په رامنځته کېدو سره د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم اندېښنه ښيي او وايي چې په دغه ولایت کې ډېر وختونه دې ته ورته پېښې رامنځته کېږي.

په ارزګان ولایت کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون سرۤپرست عبدالشکور روستايي وايي چې په ارزګان ولایت کې دولت او مخالفین دواړه بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.

نوموړي پر ټولو خواوو غږ وکړ چې بشري حقونو ته درناوی وکړي.

روستايي: چارواکي او طالبان دواړه له بشري حقونو سرغړونه کوي.
روستايي: چارواکي او طالبان دواړه له بشري حقونو سرغړونه کوي.

ښاغلي روستايي زیاته کړه:

"په ارزګان ولایت کې خلک، دولت او طالبان درې واړه بشري حقونو ته پام نه‌دی کړی او هغوی پر ولس باندې ظلم کوي، پولیس خلک وهي او ډبوي يې خو په قانون کې دا نه‌شته، موږ غواړو چې د ټولنې هر وګړی د بشر حقونو ته درناوی وکړي."

د یادونې وړ ده چې څو ورځې دمخه د ارزګان ولایت والي ازادي راډيو سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي و چې ولایتي اداره د ښځو حقونو خوندي کولو په برخه کې جدي ده او چاته به اجازه ورنه‌کړي چې له ښځو سره تاوتریخوالی وکړي.

XS
SM
MD
LG