د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۵

ښځو چارو وزارت: یوه میاشت کې د ښځو د وژنې شااوخوا ۲۳ پېښې ثبت شوي


د افغانستان د ښځو چارو وزارت مسؤلین وایي چې د یوې میاشتې په اوږدو کې د هېواد په لسو ولایتونو کې د ښځو د وژنې شااوخوا ۲۳ پېښې ثبت شوې دي.

د یاد وزارت مسؤلینو د سې شنبې په ورځ د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې په کابل کې وویل چې د قوس له ۸ نېټې څخه تر اوسه‌یې د ۲۳ ښځو د وژنې قضیې ثبت کړي دي.

د ښځو چارو وزارت د رسنیو د برخې مسؤلې ذکیې کاویان په دې اړه د اعلامیې یوه برخه داسې ولوسته:

"په یادو ولایوتونو کې د ۲۳ څخه تر ډېرو ښځو او د لږ عمر لرونکو نجونو د وژنو شاهدان یو، د دغو ښځو او لږ عمر لرونکو نجونو عمرونه له ۲ څخه د ۵۰ کلونو تر منځ و او د دغو کسانو د وژنې علتونه مختلف لاملونه درلوده."

د دغه وزارت د مسؤلینو په خبره کورنی تاوتریخوالی، د کور څخه بهر دنده تر سره کول، میراث، د ولور مسایل او داسې نور عوامل د دغو قضیو سبب شوي دي.

د دغه وزارت معینه سپوږمۍ وردګ وایي چې د دغو ۲۳ قضیو په اړه ۱۱ نارینه او ۳ ښځې نیول شوي دي.

وردګ: ددغو پېښو په تړاو ۱۱ نارینه او ۳ ښځې نیول شوي.
وردګ: ددغو پېښو په تړاو ۱۱ نارینه او ۳ ښځې نیول شوي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې غړي د ښځو چارو وزارت پر کارونو نیوکه کوي وایي چې د دغه وزارت کار د هغو پیسو په تناسب لږ دی چې دوی مصرف کړي دي.

د وژنو په دغو قضیو کې، د کندهار د هوایې ډګر د پنځه ښځينه کارکوونکو د وژنې او د کابل د بتخاک په سیمه کې د یوه کس له‌خوا د خپلې۵۰ کلنې مېرمنې د سر غوڅولو قضیه چې تر ټولو وروستۍ ده هم شامل دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ښځو شبکې مشرې حسینه صافۍ خبریالانو ته وویل چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو په هدف کېدای شي ګټور اقدامات تر سره شي.

نوموړې زیاته کړه:

"د هغو قوانینو عملي کول چې د ښځو د ملاتړ لپاره جوړ شوي، د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره جوړ شوي، د قانون د عملي کولو لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونه باید په لاره واچول شي، څو هغوی پوه شي او خپل په وجود کې هغې ته ځای ورکړي او د هغه پر اساس‌یې عملي کړي."

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ښځو په وړاندې د تاتریخوالي د مخنیوي د څارنوالۍ مشره پروین دراني د دغو قضایاو په اړه وایي چې د روان لمریز کال له پیل څخه تر اوسه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۱۰۳۰ قضيې ثبت شوي چې له همدې ډلې پر ۵۶ قضیو د محکمې حکم هم صادر شوی دی.

پر همدې مهال د ولسي جرګې غړې ګلاني نور صافۍ له ازادي راډیو سره په خبرو کې د ښځو چارو وزارت ۱۳ کلنې لاسته راوړنې د ملاحظې وړ وبللې.

نوموړي زیاته کړه:

"په تېرو ۱۳ کلونو کې چې کومې پیسې مصرف شوي، خصوصاً په اوایلو کې هغه ډېرې پیسې وې، د هغو پیسو په تناسب چې په افغانستان کې مصرف شوي، بدبختانه موږ هغه ډول چې اړینه وه هغه‌شان لاسته راوړنې نه‌لرو."

نوموړې پر دې ټینګار کوي او وایي تر کومه چې حکومت د قانون د عملي کولو په برخه کې جدي اقدام ونه‌کړي، عامه پوهاوی ګټور نه‌شي تمامېدلای.

د اغلي صافي په خبره، پر عدلي او قضایي ارګانونو د خلکو کم باوري او دا شان قضیو په برخه کې د زورواکانو نفوذ د دې لامل شوی چې تاوتریخوالی ورځ تر بلې زیات شي.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG