د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۶

یوه قوماندان ته د ۲ نکاح شویو لوڼو پلار "نادرخان" عدالت غواړي


د نادرخان په نوم هغه کس چې د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې یو محلي زور واکي د ده دوه لوڼې ځانته په نکاح کړي له حکومته د عدالت غوښتنه کوي.

نادرخان چې د شنبې په ورځ یې د افغانستان د مدني ټولنو په ناسته کې برخه اخېستي وه؛ وویل، شاوخوا دوه میاشتې کېږي چې د لوڼو قضیه يې د ننګرهار محلي چارواکو ته وړاندې کړې، خو تر دې دمه یې چا غږ نه دې اورېدلای.

نوموړی له حکومته غواړي چې دغه قضيې ته رسېده‎ګي

وکړي، عاملین یې ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري:

"زما سر او کورنۍ په امن کې نه دي، ځکه چې هغوی زورواکې دي او زه غریب یم، ما خو تاسو ته وویل چې ماته یو کس ۵۰۰ افغانۍ خیرات راکړې او زه دلته کابل راغلم، زه خپل او د لورګانو حق غواړم، زه له اشرف غني نه دا غوښتنه لرم چې اشرف غني ویل چې د افغانستان ټولې نجونې زما لورګانې دي،خو نن ما سره د ننګرهار ولایت یوه زره مرسته هم نه‎ده کړې."

نادرخان
نادرخان

هغه وايي، که حکومت یې د لوڼو قضېې ته پاملرنه ونه کړي نو خپل ځان او کورنۍ به د ولسمشرۍ ماڼۍ پر وړاندې وسوځوي.

نادرخان وايي، شاوخوا دوه میاشتې وړاندې یې د مروې په نوم خپله اولس کلنه لور، د ولد خان په نوم یو کس ته په نکاح ورکړه.

د ده په خبره د واده په هماغه لومړې شپه د خاوند د کورنۍ له‎خوا یې لور په دې تور چې باکره نه‎ده له کوره وایسته او د ده دوهمه ۱۳ کلنه لور یې په زور ځان ته نکاح کړه.

نادرخان ادعا کوي چې د دې پېښې ترسره کوونکي په ننګرهار کې د ګل کریم په نوم د یو محلي جهادي قومندان ساتونکی دی او په وینا یې له همدې امله د ننګرهار محلي چارواکو یې د لورګانو پېښې ته رسيده‎ګي نه کوي.

خو ګل کریم په دې اړه تر دې دمه څه نه‎دي ویلي.

نادر خان همدا راز وايي چې د عدلي طب څېړنو ښودلې چې "مروه" مشره لور یې چې اوس د ننګرهار د امن په کور کې ژوند کوي او باکره وه.

هغه وايي، دوهمه ۱۳ کلنه لور یې اوس د ولد خان په کور کې په زور ساتل کېږي.

په ورته وخت کې د ښځو حقونو فعاله او د مدني ټولنو غړې حمیده وردګ وايي، که محلي چارواکي د نادر خان د لورګانو قضیې ته رسېدنه ونه‎کړي دوی به خپلو مدني حرکتونو ته دوام ورکړي.

د ښځو حقونو فعاله او د مدني ټولنو غړې حمیده وردګ
د ښځو حقونو فعاله او د مدني ټولنو غړې حمیده وردګ

نوموړې وايي:

"زه غواړم له همدې ځایه والي ته خپل غږ ورسوم، که چېرې په ۱۵ ورځو کې د نادرخان قضیه ونه څېړل شي، ډاده اوسه چې تر ننګرهاره هم در رسېږو، تاسې په کوم دلیل راځئ او دا ثباتوئ چې دغه نجلۍ باکره نه وه او بله خور یې له ځانه سره وړي."

د مدني ټولنو غړو د یوې اعلاميې په خپرولو سره وویل، د محلي چارواکو چُپ پاتې کېدل له ظالمانو او زورواکو نه د ملاتړ په معنی ده او که دوی خپلې دې چوپتیا ته دوام ورکړي نو د خلکو له سختو غبرګونونو سره به مخ شي.

خو د ننګرهار د والي ویاند عطاوالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل، یو کس ته د دوه خویندو د نکاح کولو د پېښې په تړاو یې تر دې دمه څو تنه نیولي او د پېښې د نورو کسانو د نیولو لپاره هم هڅې روانې دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاوالله خوګیاڼی
د ننګرهار د والي ویاند عطاوالله خوګیاڼی

ښاغلي خوګیاڼي زیاته کړه:

"قضیه تر څارنوالۍ رسیدلې، د قضيې اصلي تر سره کوونکی تښتیدلی خو د نیولو هڅې یې روانې دي، د پېښې څلور تورن کسان چې د هلک پلار، یو سمه ییز پولیس چې په قضیه کې ډېر تورن دی، ملا امام او یو بل کس چې ملک او قومي مشر دی نیول شوی او اوس هم قضیه تر څار لاندې ده."

دا په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالی یوازینې پېښه نه‎ده بلکې په دغه هېواد کې په وار- وار د مېرمنو پر وړاندې ډول- ډول تاوتریخوالی شوی دی.

د افغانستان مدني، سیاسي او ټولنیز فعالان وايي، حکومت باید دغه پېښه په جدي ډول وڅېړي او د یادې کورنۍ د حیثیت د اعادې او امنیت برخه کې دې جدي اقدام وکړي او که نه د دوی په خبره حکومت به په خلکو کې خپل اعتبار له لاسه ورکړي.

نادر خان: لا مې هم کومې دولتي مرجعې غږ نه‌دی اورېدلی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:19:26 0:00

راپور: ابراهیم صافی

XS
SM
MD
LG