د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۹

چارواکي: بلخ کې د ښځو د طلاق، وهلو او ټکولو پېښې زیاتې شوي


د بلخ د ښځو چارو ریاست په‎دې ولایت کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د شمېرو له زیاتوالي خبر ورکوي او وايي چې د کورنیو له‎خوا د ښځو په وړاندې د طلاق او وهلو ټکولو پېښې شوې دي.

د بلخ د ښځو چارو ریاست د حقوق څانګې مشره نادیه ثمر وايي چې د روان کال په ۹ میاشتو کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۲۲۷ پېښې یې ثبت کړي چې د تېر کال په پرتله په‌کې ۵ سلنه زیاتوالی راغلی.

د بلخ غونډه
د بلخ غونډه

اغلې ثمر یې په اړه ووېل:

"د تشدد هغه پېښې چې موږ ځان سره ثبت کړې دي، شمېر یې ۲۲۷ پېښو ته رسېږي. په تاوتریخوالي کې ۵ سلنه زیاتوالی راغلی او په دې کې د وهل او ټکلو پېښې هم دي."

نادیه ثمر وايي چې د ښځو په وړاندې د تشدد په ثبت شویو شمېرو کې د ښځو د وهل ټکول او د هغوی د طلاق پېښې تر ټولو ډېرې دي.

د نادیه ثمر په خبره چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي په ۲۲۷ پېښو کې ۸۴ پېښې یې د ښځو په وړاندې د تشدد د منع په قانون کې صراحت لري او هغوی د ښځو په مقابل کې د تشدد دا دوسیې د تاوتریخوالي د منع څارنوالۍ ته استولي دي.

په عین حال کې د بلخ څارنوالۍ د تاوتریخوالي د منع څانګې مشره وايي، دې عدلي بنسټ سره د ښځو په وړاندې د تشدد ۱۷۸ پېښې ثبت شوي دي چې له هغې جملې ۲۲ پېښو ته‌یې رسېدنه شوې.

د بلخ ولایت د تاوتریخوالي د منع څارنوالۍ مشره زرغونه سادات وايي، له یادې څارنوالۍ سره د ښځو په مقابل کې د تشدد د ثبت شویو قضایاوو ۸۰ پېښې چې په کشفي مراحلو کې وې، بېرته د بلخ امنیه قوماندانۍ ته ورسپارلې دي.

د اغلې سادات په خبره چې په بلخ کې د ښځو په وړاندې د تشدد په پېښو کې د جنسي تېري پېښې، وهل ټکول، په کم عمر کې ودونه، قتل او په جبر ودونه شامل دي.

هغې وویل:

"د تاوتریخوالي پېښې چې له موږ سره ثبت شوې دي، ۲۲ پېښو ته رسېدنه شوې چې په ثبت شویو پېښو کې قتل، اجباري ودونو، په کمر عمر کې ودونه او له کوره تېښې شاملې دي."

په‌داسې حال کې د بلخ د ښځو چارو ریاست او د دې ولایت د تاوتریخوالي د منع څارنوالۍ د ښځو په وړاندې د تشدد له زیاتوالي اندېښنه څرګندوي چې تر دې دمخه په شمال زون کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم ویلي دي چې په بلخ کې ناامني، په ټولنه کې د کار نشتوالی او په کورنیو کې د فقر له امله د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی مخ په زیاتېدو دی.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG