د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۸

سمر: د تېرکال په پرتله د ماشومانو ودول زیات شوي


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون، بې وزلې، ناامني، ناسم فرهنګ، د قانون نه حاکمیت او له اسلامي مسایلو څخه د خلکو د معلوماتو کموالی په هېواد کې د ماشومانو د ودولو مهم لاملونه یادوي.

د دې کمېسیون مشرې سیما سمر د یکشنبې په ورځ د ماشومانو د ودولو د مخنیوي په اړه یوې غونډې ته وویل چې وروستي راپورونه څرګندوي چې د ماشومانو ودول د تېرو کلونو په پرتله زیات شوي دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې سیما سمر
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې سیما سمر

اغلې سمر زیاته کړه:

"هغه دلایل چې په افغانستان کې د ماشومانو اجباري ودونه زیات کړي دي، یو هم ناوړه فرهنګ دی بله ناامني، منازعه او د عامه پوهاوي ټيټوالی دی چې په هېواد کې ددې پدیدې د زیاتېدو عمده عوامل یادیږي."

میرمن سمر وویل، په۱۳۹۴ کال کې د ماشومانو د ودولو تقریباً ۲۳۶ قضیې ثبت کړي دي چې د تېرکال په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښیې.

د هغې په وینا د ماشومانو د ودولو شمېرې له دې زیات دي خو یو شمېر یې د ځنیو دلایلو له وجې راپور نه ورکول کیږي.

په یوه تازه پېښه کې د جوزجان د شبرغان ښار هغه پیښه یاده کړو چې یوه شپاړس کلنه نجلۍ د اجباري ودونو له وجې ځان وژنه وکړه.

جوزجان کې یوې ۱۶ کلنې نجلۍ ځان زیندۍ کړی
جوزجان کې یوې ۱۶ کلنې نجلۍ ځان زیندۍ کړی

په همدې حال کې دیني عالم مولوي عبدالرحمان ازادي راډيو ته وویل چې اجباري ودونه په اسلام کې جواز نه لري:

"په هیڅ صورت باندې په ټوله اسلامي فقه کې او په ټول اسلامي شریعت کې یوه قضیه داسې نشته چې اجباري یا په زوره واده ته اجازه ورکړل شي."

په همدې حال کې د ماشومانو او ښځو د حقونو ملاتړي په کم عمر کې د ماشومانو ودول د اندېښنې وړ مسئله یادوي او له کورنیو غواړي چې دې مسلې ته جدي پام وکړي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو یوې ښوونکې حمیرا حقمل وویل چې د نکاح ثبت کولای شي چې تر یوه حده د اجباري ودونو مخه ونیسي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG