د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۱

په افغانستان کې کونډې ښځې له ګڼو ستونزو سره مخ دي


په افغانستان کې د روانې جګړې له لاسه ورځ تر بلې د کونډو ښځو شمېر زیاتیږي؛ خو ځینې خیریه ټولنیې وايي، دولتي او غیر دولتي ارګانونه د دغو ښځو لازم لاسنیوی نه کوي.

په کابل کې د میهن په نوم د کونډو ښځو یو انجمن د تېرو پنځو کلونو راهیسې فعال دی.

د دې انجمن مشرې تورپیکۍ عزیزي ازادي راډیو ته وویل؛ په دې پنځو کلونو کې د دولت هېڅ ارګان د کونډو ښځو لپاره کومه مرسته ورسره نه ده کړې:

“د دغه بنیاد پنځه کاله کیږي، خو هېڅ چارواکي زموږ دروازه راخلاصه نه کړه؛ حتی د ښځو د ورځې به مناسبت سل یا پنځوس پوړني راوړي او ووایي چې دغه د کونډتون دروند پوړني واخلئ او پرښځو یې وویشئ، هېڅ زموږ سره مرسته نه ده شوې. یوځل میرمن غضنفر ته ورغلم سکرترې یې زه پرې نه ښودم؛ ویل یې، بیا بله ورځ راشه. سید منصورنادري آغا ماته یوه خط راکړ؛ ویل یې، ورشه میرمن غضنفر ته. ورغلم سکرترې هغه خط هم د میز په جابه کې کېښود او هېڅ یې بیا زنګ راته ونه واهه.”

مېرمن عزیزي وايي، انجمن یې هڅه کوي چې، کونډو ښځو ته د سوداګرو، دولتي او غیردولتي ادارو مرستې ورجذب کړي.

نوموړې وویل، اوسمهال اکثره کونډې ښځې سختې بېوزلې دي او له صحي او ټولنیزو ستونز او کورني تاوتریخوالي سره لاس او ګریوان دي.

نوموړې وايي، کونډو ښځو ته په آسانه کار نه پیداکیږي او په کابل ښار کې حتی څوک کور په اسانۍ په کرایه نه ورکوي.

د نوموړې په وینا، انجمن یې د څو تنو کونډو ضمانت کړی او په دې توګه یې کورونه ورته کرایه کړي دي.

د ننګرهار ولایت اوسېدونکې فرشته چې مېړه یې په دوه زور یوولسم کال کې په جلال اباد کې د کابل بانک په پیښه کې ووژل شو؛ اوس د خپلو پنځو بچیانو سرپرستي کوي.

په دې پیښه کې یوه طالب څلویښت هغه پولیس او د اردو عسکر ووژل چې کابل بانک ته د معاشونو د اخیستلو لپاره ورغلي وو.

فرشته وايي، له ګونډتوب وروسته یې سختي لوږي تندې تېرې کړې دي؛ د نورو په کورونو کار کوي او په دې ډول خپل اولادونه ساتي:

"غوړي مې نه وي، بوره مې ونه وي، ماشومان مې وږي وي، څه وکم راباندې تکلیف تیریږي؛ د خلکو د کور کار کوم خبرې یې هم اورم؛ ماشومان مې چې دباندې وځي خلک ورته پیغور ورکوي؛ ورته وايي، ستا مور د خلکو په کور کې کار کوي؛ تاسې د خلکو پس ماندې خورئ؛ د یو بل په جامو کې مو لوی کړل لوږې تندې راباندې تېرې شوې؛ په روژه کې به په پیشلمي کې راکښیناستم ډېر به مې وژل خدای ته به مې دعا وکړه. "

نوموړې له دولت څخه وغوښتل چې؛ مرسته ورسره وکړي.

په افغانستان کې اکثره ګونډې ښځې بل واده ته زړه نه ښه کوي او په دې توګه د ژوند تر پایه له ستونزو سره پاتې کیږي.

د بدخشان د ارګون ولسوالۍ اوسېدونکې فاطمه چې د ځلورو ماشومانو مور ده؛ یوولس کاله یې له کونټون څخه تیریږي.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل؛ بل واده یې ځکه ونه کړ، چې دویم مېړه به یې د ماشومانو پلندر وي او ظلم به پرې وکړي:

"زما نوم فاطمه ده، د بدخشان د اورګون ولسوالی یم. یوولس کاله کیږي چې کونډه یم. د خپلو ماشومانو په خاطر مې زړه ونه غوښت چې؛ بیا واده وکړم، ما وویل چې، په ماشومانو باندې مې ظلم ونه کړي. دومره توان نه لرم چې ماشومان مې مکتب ته واستوم؛ دوه تنه یې په ښوونځي کې دي؛ هغوی هم کتابچه نه لري، قلم نه لري، ‌ډوډۍ او کالي نه لري. "

په افغانستان کې د کونډو ښځو یوه بله ستونزه دا ده چې؛ په ځینو سیمو کې د خسرګنۍ له خوا په زوره ودیږي.

د کابل یوه اوسیدونکې کریمې ازادي راډيو ته وویل چې؛ کله یې میړه مړ شو نو خواښې او خسر یې د ندرور زوی ته چې له دې پنځلس کاله کشر و؛ په نکاح کړه.

کریمه اوس د خپل ژوند په اړه شکایت کوي:

"زه یې په زور د ندرور زوی ته په نکاح کړم؛ زما خوښه نه وه، قطعاً مې رضایت نه درلود، خسرګنۍ مې وویل، موږ افغانان یو موږ خپله کونډه نه پریږدو چې؛ د بل سره واده وکړي، هغه اتلس کلن و او زه درېدېرش کلنه وم، ژوند مې ډېر خراب دی اوس هم چې وس یې رسیږي ظلم راباندې کوي. "

خو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نوی قانون په زوره د ښځو ودول جرم بولي.

په کابل کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د سیمه ییزې څانګې مشر شمس الله احمدزی وايي؛ له ښځو سره د تاوتریخوالي قانون اوس ډېرې آسانتیاوې راوستې دي؛ د دغه قانون له مخې د کونډې ښځې په جبر ودول جرم بلل کیږي:

"په دې خاطر چې د تاوتریخوالي د منع په نوي قانون کې جبري نکاح یو ډول تاوتریخوالی او جرم بلل شوی او دې ته جزا ټاکل شوې ده. د افغانستان د بشري حقونو د ښځو څانګې یوه دنده دا ده؛ که چېرې موږ ته داسې یو شکایت راځي چې؛ کونډه ښځه جبري واده ته اړ ایستل کیږي؛ د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون دغه واک لري چې؛ په دې موضوع کې مداخله وکړي او موږ له څارنوالۍ سره په تماس کې کیږو. "

بلخوا د ښځو چارو وزارت وايي چې؛ د ښځو په خاصه توګه د کونډو ښځو د حقوقي او اقتصادي مصوونیت لپاره یې نوې سراتیژي بشپړه کړې ده.

د دې وزارت اقتصادي کارپوه حسین علي معین وايي چې؛ دا ستراتیژي به په ۱۳۹۳ کال کې تطبیق شي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې د کونډو ښځو د شمېر په اړه تازه سروې نه ده شوې.

خو نوموړي ازادي راډيو ته وویل چې؛ د یوې نړیوالې ادارې له خوا د درېیو کالو مخکې سروې ښيي چې؛ په افغانستان کې پنځه لکه ګونډې ښځې دي.

ښاغلی مومند وايي، له کونډو ښځو سره د مرستو بیلابیل پروګرامونه موجود دي.

هغه وویل چې، تیر کال اتلس زره او پنځه سوه بې وزلو کورنیو او کونډو ته د خوړو د نړیوال پروګرام په مرسته کوپونونه توضیح شوي دي.

د مومند په وینا، یوه بل درې کلن پروګرام هم شته چې د نړېوال بانک په څلورنیم ملیونه ډالره به له کونډو ښځو سره د خوراکي او نورو موادو مرسته کیږي:

"په راتلوونکو درېیو کلونو کی په لیرو پرتو سیمو کې غواړو چې موږ څلورنیم یا پنځه میلیون ډالر د کونډواو بې وزلو ښځو سره د نړېوال بانک په لګښت مرسته وکړو؛ دا مرستې یوازې د کونډو ښځو لپاره چې ماشومان لري او د خوارځواکي د له منځه وړلو په هدف کوو. "

د یو شمېر کتوونکو په باور دولت، ملي سوداګر او عام خلک باید د کونډو او د هغوی د بچیانو روغتیا، تعلیم او د ژوند اسانتیاوو د برابرولو لپاره لا ډېر کار وکړي.

دوی ټینګار کوي چې، دولت باید په هېواد کې سولې تامینولو ته لومړی توب ورکړي؛ ځکه که جګړه دوام وکړي نو ورځ تر بلې به د کونډو او یتیمانو شمیر هم زیاتیږي.
XS
SM
MD
LG