د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۱

له قانوني عمره د ښکته نجونو د ودولو پرضد ملي مبارزې ته اړتیا ده


د افغانستان د بشرحقونو خپلواک کمېسیون وايي چې له قانوني عمرڅخه د ښکته نجونو د ودولو مخنیوی یوې ملي مبارزې ته اړتیا لري.

د دې کمېسیون کمېشنرې قدریه یزدان پرست د سې شنبې په ورځ یوې غونډې کې چې د قانوني عمر ښکته نجونو د ودولو د مخنیوي په هدف جوړه شوې وه وویل، چې دا مهال له قانوني عمر څخه د ښکته نجونو ودول په ښارونو کې هم زیات شوي دي.

یو متاهل ماشوم چې د مور او پلارله خوږې غیږې څخه محروم شي او د ژوند په سختو شرایطو کې چې توان یې هم نه لري د ګډ ژوند نړۍ ته داخلیږي.

تر ډېره دا ډول ودونه په تاوتریخوالي او ان ځیني وخت په مرګ سره هم پای ته رسیږي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې له قانوني عمره د ښکته نجونو د ودولو پرضد یوې ملي مبارزې ته اړتیا ده.

د دې کمېسیون کمېشنرې قدریه یزدان سرپرست د سې شنبې په ورځ یوې غونډې کې چې د واده له عمر ښکته نجونو د ودولو د مخنیوي په هدف جوړه شوې وه وویل:

((اقتصادي، فرهنګي بې وزلي او د باورکولو فقر دا ټول عوامل د دې سبب شوي دي او دې ټولو یو بل ته لاس ورکړی، څو موږ متاهل ماشومان ولرو، هغه څوک چې باید لوبې وکړي زده کړې وکړي او هغه څوک چې د شخصیت د ودې موده یې ده هغوی متاهل کیږي.))

میرمن یزدان پرست وویل، تراوسه داسې معلومات په لاس کې نشته چې څو د متاهلو ماشومان فیصدي معلومه کړي، د هغې په وینا د دې کارلپاره باید څیړنه ترسره شي.

د بشر حقونو کمېسیون چارواکي زیاتوي د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ ارقام په ډاګه کوي چې په سلوکې۱۵.۲ ماشومان د پنځلس کلني له عمره ښکته واده شوي دي.

که څه هم د افغانستان مدني قوانیونو کې د انجلۍ لپاره عمر۱۶ کله ټاکلی، خو په تېرو دیارلسو کلونو کې اړوندو کورنیو او نړېوالو بنسټونو په دې برخه کې کار کړی، څه ډول چې لازمه وه دغو هڅو هسې لاس ته راوړنې یې نه درلودې.

په ورته وخت کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو مرستیال سید کمال سادات چې د دې غونډې ګډونوال و؛ وايي، دوی هڅې پیل کړې څوله قانوني عمره د ښکته ماشومانو د ودونو مخنیوی وکړي:

((د ځوانانو چارو معینت له اړوند حکومتي او نړېوالو بنسټونو سره کار کوي هغه ماشومان چې له پنځلسو کلونو ښکته ودیږي مخنیوي وشي، دا یو غیر انساني غیر اسلامي عمل دی.))

له قانوني عمره ښکته تر ډېره په ماشومانو کې نجونې جوړوي چې نه یواځې د تاوتریخوالي سبب سره مخ کیږي، بلکې د روغتیايي چارو د کارپوهان په وینا دا ډول ودونه له ناوړه روغتیايي عواقبو سره هم مخ کیږي.

د دوی په وینا دا ډول ماشومان په رواني ناروغیو اخته کیږي او ځیني وخت د جنین له سقط سره مخ کیږي او ان د موراو ماشوم د مړینې سبب هم ګرځي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG