د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۹

لوړ ولور ځوانان زاړه کړل!


صدیق شباب په سندره کې وايي، چې دسمال یې راوړ...

خو اوس د دسمال راوړل دومره وړه او اسانه خبره نه ده، له اوو سیندونو اوښتل دي، له سرو او سپينو زرو سره د ناوې تلل دي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:13:48 0:00
مستقیم لېنک


په واده کې به څوک سندرې بولي، څوک به ناڅي خو څه وايي، ځای هغه سوځيږي، چې اور پرې بليږي.

د هلک د کورنۍ له زړه به بس یوازې یو الله خبر وي. ولور یادوو، چې ویل کیږي، له سببه یې په افغانستان کې یو ميلیون ځوانان بې واده پاتې دي.

د نجلۍ د کورنۍ لوړې غوښتنې یا خو دوی له واده لاس په سر کوي، یا یې نورو هېوادونو ته په مسافرۍ مجبوروي او یا هم د ډيرو پيسو د پیدا کولو په موخه ځينې ناوړه لارې خپلوي.

د ولور تر څنګ د طلا سيټونه، څو جوړه کالي ترې غوښتل کیږي، په یوه هوټل کې د واده پر مراسمو لکهاو افغانۍ مصرفيږي، چې عموماً په مرکزي ولایتونو کې په یوه لوی هوټل کې واده کول د نجلۍ د کورنۍ لخوا یوه مهمه او ضروري غوښتنه وي، چې د زوم کورنۍ یې باید ورسره ومني. همدا راز د کور، موټر او ځینې نورې غوښتنې هم ترې کیږي.

که له ښارونو کلیو ته لاړ شو؛ په کلیو کې خو سمه ده، چې په هوټل کې به د واده غوښتنه نه کوي، یا به موټر او کور نه ترې غواړي.

خو هلته که یو څوک په ۲ لکه افغانۍ یوه نجلۍ وکړي، نو تربور یې راپآڅيږي د نوم کولو لپاره یې د هغه په دوه چنده قیمت کوي.

ورو ورو بیا هماغه لوړ قیمت دود ګرځي او ستونځه هغو کسانو ته جوړيږي، چې اقتصاد یې کمزوری وي.

ولور داسې ستونځه ده، چې نجلۍ او هلک دواړه زیانمنوي. ځکه تر څو چې د ولور پیسې پوره کیږي، د دوی عمرونه لوړيږي او د ځوانۍ شېبې یې تیريږي.

څه موده وړاندې د ښځو چارو وزارت لخوا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو په موخه یوه غونډه جوړه شوه، دې غونډې ته په وینا کې د نوموړي وزارت مسلکي مرستیالې مژګان مصطفوي وویل، چې نن سبا په ځانګړي ډول په ښارونو کې د واده کولو عمرونه لوړ شوي دي،چې علت یې لوړ ولور دی او له کبله یې په میليونونو ځوانان د کورنۍ په جوړولو کې پاتې راغلي.

د ښځو د حقونو یوه افغانه مبارزه شينکۍ کړوخیل بیا وايي، چې د لوی عمر نارینه و ته د واړو نجونو ودول هم د ولور د لوړاوي سبب شوی، هغه وايي:

"د هغې سروې له مخې چې په افغانستان کې شوې، ویل شوي، چې نږدې ۶۰ سلنه نجونې له ۱۶ کلنۍ په کم عمر کې واده کوي. هغه کورنۍ چې اقتصاد یې کمزوری دی او له ګڼو ستونځو سره مخ دي، خپلې وړې نجونې د ډيرو پيسو یا لوړ ولور په بدل کې د لوی عمر کسانو ته ودوي، بیا نو هماغه لاس ته راوړل شویو پيسو باندې خپلې اقتصادي ستونځې حلوي.خو هغه وړه نجلۍ له کومو ستونځو سره مخ کیدای شي، دا چا ته مهمه نه ده. نو د همدې له کبله ولور د ماشومانو د ودولو سبب ګرځيدلی."

د اسلام له نظره مهر د یوې نجلۍ حق خو ولور حرام ګڼل شوی، د حج او اوقافو وزارت مرستیال کرامت الله صديق وايي، چې د لور خور پر سر د پيسو اخيستل چې په هر نوم وي، حرام دي، خو حضرت محمد (ص) هغه نکاح بهترینه نکاح بللې چې مهر یې کم وي.

د افغانستان په نافذه قوانیونو کې هم ولور منع شوی او هغه چا ته چې د نجلۍ پر سر پيسې اخلي لس کاله بند ټاکل شوی دی، دا خبره هم مژګان مصطفوي کوي او زیاتوي:

"هم اسلامي شرعیت دا کار منع کړی، هم ټولو نافزه قوانینو. خو بیا هم موږ د داسې ستونځو شاهدان یو. د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنيوي قانون په ۲۴ ماده کې راغلي دي، که چېرې کوم څوک یوه ښځه د واده په پلمه خرڅه کړي، یا یې واخلي، یا د اخيستونکي او خرڅونکي تر منځ هوکړه رامنځ ته کړي، په اوږده بند چې تر لسو کلونو کم نه وي باید بندي شي، همدا راز د کورنۍ قانون د ۲۲ مادې په لومړي بند کې راغلي هغه دودونه، چې په واده کې د مادي ګټې په موخه کارول کیږي، لکه ولور، بدل، پيشکش، ګله، په بدل ورکړه ، په بدو کې ورکړه یا په قرض کې ورکړه ... د اسلامي شرعیت خلاف کار بلل شوی او منع شوی دی.

په دوهم بند کې یې راغلي، چې د نجلۍ د خپلو خپلوانو په شمول هيڅوک نشي کولی چې د واده په مناسبت د هلک یا د هغه له کورنۍ پيسې او یا جنس واخلي.

که کله هم له دې قانونه څوک سرغړونه کوي، باید تعقيب شي او جزا ورکړل شي."


مژګان مصطفوي همدا راز له رسنیو، دیني عالمانو او ځوانانو وغوښتل، چې د ولور د له منځه وړلو لپاره مبارزه او کار وکړي.

جوړونکی: نورګل شفق

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:13:48 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG