د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۹

د کم عمر ودونه او خطرونه یې


د افغان حکومت له هڅو سره سره اوس هم افغانستان د هغو هېوادونو په سر کې ځای لري، چې په کې د میندو او ماشومانو د مړینې کچه لوړه ده.

روغتیایي متخصصین د دې مړینو یو لامل له وخته مخکې یا په بې قانونه عمر کې د انجونو واده کول بولي.


په افغانستان کې روغتیایی کارپوهان دا باور څرګندوي، چې له قانوني عمر نه مخکې د انجونو ودول نه یوازې دوی له حقوقي ستونزو سره مخ کوي، بلکه د روغتیا له پلوه هم دوی له خطرناک حالت سره مخ کوي.

یو شمېر میرمنې چې داسې پيښې یې لیدلي په دې باور دي؛ چې له وخته مخکې ودونه
کولای شي په ځینو برخو کې د کورنۍ ترمنځ هم شخړې پيدا کړي.

میرمن صالحه هم د همدغسې پیښی کیسه کوي.

″زموږ په سیمه کې یوه انجلۍ وه، چې قانوني سن یې نه و پوره، هغې واده وکړ، کوم ماشوم یې چې دنیا ته راووړ د وو میاشتو او ډیر کمزوی و، ولادت یې هم ډیر سخت و.

کورنۍ یې دغه ماشوم یوڅه موده وساته او وروسته ماشوم هم مړ شو.

یوه بله پیښه داسې وه، چې یوې نجلۍ له وخته مخکې واده وکړ، کله چې نجلۍ غټه شوه، له خپلو حقونو خبره شوه او په دې پوه شوه چې یوه نجلۍ د خاوند د انتخابیدو حق لري؛ نوهغه دې ته اړ شوه چې له خاوند څخه طلاق واخلي.″


که څه هم د عامې روغتیا وزارت وایي، چې د تیرو کلونو په پرتله اوس په هېواد کې د میندو او ماشومانو په مړینه کې کموالی راغلی؛ خو افغانستان اوس هم د هغو هیوادونو په ډله کې دی چې د مور او ماشوم مړینه په کې زیاته ده.

د عامې روغتیا وزارت وایي، د ۲۰۱۰ کال د یوې سروې له مخې په هرو دوو ساعتونو کې یوه میرمن د ولادت پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکوي خو له دې وړاندې په هرو وه ویشتو د قیقو کې یوه مور د ولادت پرمهال مړه کیده.

په همدې حال کې د نسایي او ولادي برخې متخصصه ډاکتر زهره له قانوني سن څخه مخکې ودونو زیانونه داسې بیانوي.

″مخکې له وخته ودونه داسې وي، چې په هغه وخت کې د حوصلې هډوکو وده نه وي کړي، نو کله چې نجلۍ حامله شي د دې امکان شته چې هغه ومري.

په افغانستان کې د مور د مړینې یوازنی لامل له قانوني سن څخه مخکې ودونه دي، که چېرته یوه نجلۍ په څوارلس، شپاړس یا اولس کلونو کې واده کوي، نو د دې امکان شته چې معیوب او سوی شکل ماشوم دنیا ته راوړي
.″

د عامې روغتیا وزارت هم د میندو او ماشومانو د زیاتې مړینې لامل له وخته مخکې ودونه بولي.

د دغه وزارت د روغتیایي خدمتونو سرپرست مرستیال ډاکتر عبدالله فهیم وایي؛ چې د میندو او ماشومانو د مړینې د مخنیوي لپاره باید په هیواد کې له وخته مخکې ودونه بند شي.

ډاکټر زهره هم دې موضوع ته په اشارې کورنیو ته سپارښتنه کوي؛ چې خپلې لورانې له قانوني سن څخه مخکې واده نه کړي.

″هغه کورنۍ چې له کلونو کلونو راهیسې بې خبره پاته دي او دا دود لري، چې خپلې لورانې له وخته مخکې ودوي، هغوی ته د یوه ډاکتر په صفت زما سپارښتنه دا ده، چې خپلې لورانې په قانوني سن کې واده کړي.

اجباري او له وخته مخکې ودونه په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې یو لوی تاوتریخوالی دی.

د هېواد په ځینو برخو کې اوس هم داسې کسان شته، چې د ولادت پرمهال میندې روغتیایي مرکزونو ته نه رسوي او دا هم کیدای شي؛ چې مور یا ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړي.

راپور: اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG