د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۱

پروانه ابراهیم خېله خوشې شوه


پروانه ابراهیم خېله شااوخوا درې اونۍ مخکې کابل کې نادرکه شوې وه.
پروانه ابراهیم خېله شااوخوا درې اونۍ مخکې کابل کې نادرکه شوې وه.

پروانه ابرهیم خېل ته یوې نژدې سرچینې ازادي راډیو ته تایید کړه چې نوموړې خوشې شوې او خپل کور ته ستنه شوې ده.

هغه د طالبانو پرضد له معترضو ښځو څخه وه او له نژدې درې اونیو راهېسې نادرکه وه.

دا سرچینه چې د پروانې له خوشې کېدو خبره او نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم واخېستل شي ازادي راډیو وویل، پروانه د جمعې په ورځ خپل کور ته ستنه شوې ده.

دې سرچینې ازادي راډیو ته وویل،د پروانه ابراهیم خېل روغتیايي وضعیت ښه دی او هغه دا څو اوونۍ د طالبانو د حکومت په بند کې وه.

دې سرچینې همدارنګه زیاته کړې، پروانې او کورنۍ یې د طالبانو له حکومت سره ژمنه کړې چې د څه وخت لپاره به رسنیو سره خبرې نه کوي.

بل خوا څو نورو سرچینو ازادي راډیو ته تایید کړې، نن تمنا زریاب پریاني او درې خویندو یې په تېرو درې اونیو کې د لومړي ځل لپاره له خپلې کورنۍ سره ټیلیفوني خبرې کړي دي.

دې سرچینو زیاته کړې، د طالبانو حکومت د تمنا زریاب پریاني د خوشې کېدو په بدل کې ضمانت غوښتی دی، خو طالبانو تر اوسه د دې راپورونو په اړه تبصره نه ده کړې.

نژدې درې اوونۍ مخکې په کابل له معترضو ښځو څخه تمنا زریاب پریاني له خپلو درې خویندو سره او همدارنګه پروانه ابراهیم خېل په کابل کې وتښتول شوې.

طالبانو په وار-وار د دوی د نیولو راپورونه رد کړي وو.

په وروستیو کې یوناما ویلي و چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې سره لیدنه کې د بې درکه شوېو معترضو ښځو د موضوع د هواري ډاډ ورکړی و.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش سربېره د بشري حقونو نړیوالو ادارو هم په کابل کې له طالبانو د بې درکه شوېو معترضو ښځو ژر تر ژره خوشې کولو غوښتنه کړې.

تر اوسه هم د مرسل عیار او زهرا محمدي په ګډون د یو شمېر نادرکه شوېو معترضو ښځو په اړه معلومات نه شته.

XS
SM
MD
LG