د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۴

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر: افغانستان کې نیول شوې ښځینه فعالانې دې خوشې شي


د طالبانو پر وړاندې افغانه لاریون کوونکې
د طالبانو پر وړاندې افغانه لاریون کوونکې

د ملګروملتونو د بشري حقونو دفتر په افغانستان کې د هغو ۴ ښځینه فعالانو او د هغوی د خپلوانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه چې په دې ورستیو کې یې د ښځو د حقونو په اړه په لاریونونو کې له ګډون وروسته په افغانستان کې د نیول کېدو یا تري تم کېدو راپورونه ورکړل شول.

د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې د دغه دفتر ویاندې لیز تروسیل نن په جینوا کې مېشت خبریالانو ته وویل چې تراوسه په دې اړه چې دغه ۴ ښځې چېرې دي، هېڅ خبر نه شته او زیاته یې کړه چې له چارواکو غواړي چې په دې اړه معلومات ورکړي.

نوموړې د دغو ښځینه فعالانو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې د ملګروملتونو د بشري حقونو دفترد دغو ورکو شویو فعالانو او د کورنیو غړیو سلامتیا ته یې اندېښمن دی.

ترۍ تم شوې تمنا زریاب
ترۍ تم شوې تمنا زریاب

د ملګروملتونو د بشري حقونو دفتر ویلي، پروانه ابراهیم خېل او تمنا پریاني له خپلو خپلوانو سره د جون په ۱۹ تري تم شول او مرسل عیار او زهره محمدي تېره اوونۍ نیول شوي چې تراوسه یې د ځای په اړه هېڅ معلومات نه شته.

مېرمن تروسیل وویل، تراوسه نه ده څرګنده چې دغه ښځې چا بیولي دي او دا یې هم ویلي چې طالب چارواکو په دې پېښو کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي په دې اړه چې دغه ورکې شوې ښځینه فعالانې چېرې دي، د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې دوی تراوسه په دې اړه څېړنه کوي او هڅه کوي چې معلومات راټول کړي.

تردې مخکې پرون د افغانستان لپاره د اروپايي ماموریت مشر اندریاس فون برانت هم د نیول شویو ښځینه فعالانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

هغه پرون په یوه ټویټ کې ولیکل چې که طالبان په رښتیا هم د افغانانو خوندیتوب ته جدي دي، باید ټولې نیول شوې ښځې خوشې کړي.

XS
SM
MD
LG