د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۰

د بشري حقونو د څار ډلې تازه راپور: طالبانو په هلمند کې انتقامي هڅې پیل کړي


ارشیف، هلمند کې یو شمېر وسله‌وال طالبان
ارشیف، هلمند کې یو شمېر وسله‌وال طالبان

داسې راپورونه خپاره شوي چې په هلمند کې د طالبانو د یو شمېر قوماندانانو تر وژلو وروسته، طالبانو انتقامي هڅې پیل کړې دي.

طالبانو دغه ادعاوې رد کړي.

د بشري حقونو د څار ډلې ویلي دي چې طالبان باید غچ وانه‌خلي، بلکې تورن کسان دې عدلي او قضایي ادارو ته وروپېژني.

د بشري حقونو د څار ډلې په افغانستان کې غچ اخیستلو ته اندېښنه ښکاره کړې ده.

د دې بنسټ د اسیا د برخې مسؤلې پترېشیا ګاسمن ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو چارواکو ویلي دي چې دوی په هلمند کې انتقام نه‌دی اخیستی، خو ګاسمن څرګنده کړه چې طالبانو پخوا هم داسې قتلونه کړي، نو باید خپلو وسله‌والو ته لارښوونه وکړي چې له داسې وژنو لاس په سر شي.

دا وايي: "د طالبانو مشران باید په هلمند کې بریدونو او غیر قانوني سزاګانو ته ځواب ورنه‌کړي. د طالبانو مشران دې ته اړ دي چې د غچ اخیستو مخه ونیسي او ډاډ ورکړي چې جرمونو ته به د یوه قانوني بهیر په ترڅ کې ځواب ورکوي."

پترېشیا ګاسمن
پترېشیا ګاسمن

د بشري حقونو د څار ډلې پرون یو راپور خپور کړ چې په‌کې د ګرشک ولسوالۍ د استوګنو په وینا راغلي چې د شپې په مخه تلاشۍ زیاتې شوې دي او طالبانو هم خبرداری ورکړی و که چېرته پر دوی بریدونه ډېر شي نیونې به زیاتې شي.

یو شمېر فعالان چې د موضوع د حساسیت له امله د خپلو نومونو له یادولو ډډه کوي، د بشري حقونو د څار ډلې ته ویلي دي چې طالبان په هغو خلکو او ډلو پسې په هلمند کې اوس ډېر ګرځي چې د طالبانو له حکومت سره په مخالفت تورن شوي دي.

په دې راپور کې راغلي چې د فبرورۍ په ۱۴مه په ګرشک کې د امان‌الله په نوم د طالبانو یو قوماندان تری تم شو او درې ورځې وروسته د دې قوماندان د کور شاته یو لیک پروت و چې په‌کې راغلي و، امان‌الله د ډېرو بې‌ګناه خلکو او د پځواني حکومت د چارواکو د قتل مسؤل و، ځکه ووژل شو.

په همهغه اوونۍ کې د طالبانو د دوو قوماندانانو مړي د هلمند په باباجي ولسوالۍ کې وموندل شول چې ډزې پرې شوې وې او د دې پېښو مسؤلیت چا نه‌دی منلی.

د بشري حقونو د څار ډلې په وینا، طالبانو مخکې هم د پخواني حکومت له چارواکو انتقام اخیست چې له امله‌یې یو شمېر پخواني پوځي افسران تري تم شول یا ووژل شول.

خو طالبانو ویلي دي چې دوی عمومي عفوه اعلان کړې ده او پخوانیو ملکي او نظامي چارواکو ته څه نه‌وایي.

XS
SM
MD
LG