د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۷

په دشت برچي کې د قربانیانو کورنۍ له طالبانو د امنيت ټينګښت غواړي


د دشت برچي وروستۍ پېښې د قربانیانو د کورني غړي
د دشت برچي وروستۍ پېښې د قربانیانو د کورني غړي

د کابل په لوېدیځ کې د عبدالرحیم شهید په لېسه او په ممتاز ښوونیز کورس کې د تېرې ورځې د پېښې د قربانیانو یو شمېر کورنۍ د ځان او خپلو ماشومانو د امنیت د ټينګښت غوښتنه کوي.

عبدالوهاب نومېږي او د خپل ۱۸ کلن وراره میلاد علیزاده په اړه خبرې کوي.

نوموړی د سه شنبې په ورځ د عبدالرحیم شهید په لېسه کې په لومړۍ چاودنه کې ووژل شو.

میلاد علیزاده د دولسم ټولګي زده کوونکی او د کورنۍ تر ټولو مشر اولاد وو، چې له خپل معیوب پلار، مور او دوو کوچنیو خویندو سره يې د کابل په لویدیځ کې ژوند کاوه.

عبدالوهاب وایې: "پرون مو د میلاد جسد په علي جناح روغتون کې د شهیدانو په منځ کې پیدا کړ، ټوټې ټوټې شوی وو. میلاد د خپل استعداد تر څنګ په سپورت کې هم اتل و او څو ځلې یې خپلو حریفانو ته ماتې ورکړې وه."

عبدالوهاب وايي، دا په تېرو څو کلونو کې د دوی د کورنۍ څلورم غړی دی چې په کابل کې په جګړو او ځانمرګو بریدونو کې وژل کېږي.

نوموړى وايي، چې په هېواد کې د دا ډول حالت له دوام څخه ستړي شوي دي.

هغه زیاته کړه: "کله چې مو پرون دا وحشت او جسدونه ولیدل، ډېر غمجن شوو، نور په افغانستان کې د اوسېدو ځای نه شته، زموږ په سیمه کې هره ورځ داسې تراژیدي پېښېږي."

کابل کې چاودنې؛ لږترلږه ۶ مړه او۱۱ نور ټپیان دي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:19 0:00

د سه شنبې په ورځ د کابل ښار په لویدیځ د اتلسمې امنیتي حوزې اړوند د عبدالرحیم شهید په لېسه او د ممتاز په ښوونیز کورس کې درې چاودنې وشوې.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د وژل شویو شمېر ۵ او د ټپیانو شمېر له ۲۰ ډېر اعلان کړ. خو د آلمان خبري آژانس د نهو تنو د وژل کیدو خبر ورکړی دی.

د طالبانو د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې د عبدالرحیم شهید د هلکانو لېسه شاوخوا لس زره زده کوونکي لري.

دې پېښې د کابل ښاریانو غبرګونونه پارولي دي.

د کابل اوسېدونکی احمد وايي، اکثریت کورنۍ د اقتصادي ناورين له ننګونو سره مخ دي او اوس د امنیت نشتوالی یې بله ننګونه ده.

هغه وویل: "بې وزلۍ او لوږې سره خو خلک لاس او ګرېوان وه، خو اوس د خلکو امنیت هم ښه نه دی، موږ د پرونۍ پېښې له لیدلو وروسته د خپل امنیت په اړه اندېښمن یو.

د کابل يو بل اوسېدونکی نويد وايي، اوسني واکمنان بايد د خلکو د ژوند امنیت ډاډمن کړي.

هغه وویل: "دا یوه ټکان ورکوونکې پېښه وه، او واقعاً ټول یې اندېښمن کړي یو. طالبان باید د ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو په ګډون د هر ځای امنیت ونیسي."

دا لومړی ځل نه دی، چې د کابل په لوېدیځ کې اوسېدونکي له دا ډول پېښې سره مخ کېږي، بلکې په وروستیو کلونو کې ورته پېښې د سید الشهداء په لېسه، د موعود په ښوونیز مرکز، جوماتونو او ورزشي کلبونو کې رامنځته شوې دي او ددغه سیمې له خلکو څخه چې اکثریت یې شیعه ګان دي، قرباني اخیستې ده.

د طالبانو د پوهنې وزارت د کابل په لویدیځ کې د شهید عبدالرحیم لېسې او د ممتاز په نوم ښوونیز مرکز پرونۍ چاودنې غندي او له خپلو امنیتي ځواکونو غواړي چې عاملین یې ونیسي او سزا ورکړي.

د دې وزارت له‌خوا نن یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د دې وزارت د سرپرست نورالله منیر له قوله خپره شوې، د طالبانو له امنیتي چارواکو غوښتل شوي چې د ښوونیزو مرکزونو امنیت خوندي او د دې ډول پېښو د تکرار مخه ونیسي.

د شهید عبدالرحیم لېسې او د ممتاز په نوم ښوونیز مرکز چاودنو کې تر اوسه د ۶ تنو وژل کېدل او ۲ تنو ټپي کېدل تایید شوي، خو ځینو رسنیو د مرګ‌ژوبلې شمېر له دې زیات ښودلی.

XS
SM
MD
LG