د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۸

سرچینه: د کابل دشت برچي وروستى بريد زده کوونکي کړى و


کابل کې چاودنې؛ لږترلږه ۶ مړه او۱۱ نور ټپیان دي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:19 0:00

د کابل دشت برچي کې د وروستیو پېښو کې لږترلږه ۶ مړه او۱۱ نور ټپیان دي.

ازادي راډیو داسې معلومات تر لاسه کړي، چې ښيي د کابل په لوېدیځ کې په ممتاز ښوونیز کورس کې د سه شنبې د ورځې برید د چا له خوا شوی دی.

یوې باخبرې سرچینې ازادي راډیو ته د موضوع د حساسیت له امله د نوم نه ښودلو او غږ نه خپرېدو په شرط دا معلومات شریک کړي دي.

سرچینه وايي، په متاز ښوونیز کورس کې برید کوونکی د دغه کورس یو شاګرد و چې د ده په خبره، لس ورځې مخکې یې په کې نوم لیکنه کړې وه.

سرچینه دا هم وايي، چې یاد کس لومړۍ د کانکور ازموینې تولګي لپاره نوملیکنه کړې وه خو ورسته یې ټولګی بدل کړی او د فزیک په برخه کې یې زده کړې کولې.

سرچینه وايي، نوموړی شاګرد په خپل ټولګي کې چاودېدونکي توکي چولي او بیا له کورس وتلی دی، چې دی ګومان کوي د عبدالرحیم شهید د ښوونځي مخې ته چې وروسته کومې چاودنې شوي دا هم د یاد شخص کار وي.

سرچینه زیاتوي، د یاد کس عمر له شلو کم و، د کابل اوسېدونکی و خو نور یې په اړه جزييات نه شریکوي.

خو د دغه ټولګي یو زده کوونکی رمضان وايي، د کس دغه کس نوم یې نه و زده خو دوی په ټولګي کې قاري بللو او نوې راغلی و.

نوموړي د یادې ورځې کیسه ازادي راډیو ته داسې کوي: "په هغې ورځې یو غټ بیک راوړی و، چې راغی کتابونه یې راویې ستل، د ورور شاته مې کېښودل، زنګ ورته راغی له استاد یې اجازه واخیسته بهر ولاړ، پنځه دقیقې ورسته یې بیک وچاودېد، محمد ډېر ټپي شوی، شا او خوا یو سل او شل چرې یې شاته خوړلي، مخه مو ورته نه ده لیدلي چې څنکه دی."

د سه شنبې په ورځ په کابل کې د اتلسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې په دریو بیلابیلو بمي چاودنو کې د عبدالرحیم شهید ښوونځي ګڼو زده کوونکو ته مرګ ژوبله واوښته، خو د ممتاز ښوونیز شاګردان یوازې ټپیان شوي دي.

د رسمي شمېرو له مخې په دغو چاودنو کې شپږ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

سرچینې ازادي راډیو ته ویلي، چې د ممتاز کورس په ټپیانو کې، د اسما، شریفې، حسن رضا، رمضان، محمد په نوم کسان او د محمد خور شامله ده، چې په خبره یې محمد ډېر ټپي دی.

تر اوسه د دغه برید په اړه نه د طالبانو کشفي او امنیتي بنسټونو له رسنیو سره څه شریک کړي او نه هم کوم شخص یا ډلې یې مسولیت منلی دی.

بلې کومې خپلواکې سرچینې هم تر اوسه ازادي راډیو ته رسېدلي معلومات نه دي تاييد کړي.

خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د سه شنبې د ورځې د پرلپسې بمي چاودنو د مسئولینو د موندلو په لټه کې دي.

د دغه وزارت ویاند عبدالنافع ټکور په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "موږ پوره هڅه کوو چې د پېښې عاملین ونیسو، د قانون منګلو ته یې وسپارو او دوی خپله سزا ورکړو، د افغانستان دښمنان دې پر دې پوه شي دلته چې هر څوک اوسېږې او افغانان دي د یوې کورنۍ غړي دي، په دې اړه څېړنې روانې دي چې کله څېړنې بشپړې شوې پایلې به یې له رسنیو سره شریکې کړو."

د یادونې ده، چې دا معلومات په داسې حال کې له ازادي راډیو سره شریک شوي، چې د چهارشنبه په ورځ د ممتاز ښوونیز مرکز یو استاد ازادي راډیو ته وویل، چې د طالبانو د استخباراتو کسانو د دغه کورس مسئولین او ځینې استادان د پېښې په تړاو د پلټنو لپاره له ځان سره بیولي وه او تحقیقات ورنه کړي چې وروسته د خلکو او څو کورسونو د مسئولینو په ضمانت بېرته ازاد شوي _ هغه څه چې په اړه یې زموږ پوښتنو ته د طالبانو د استخباراتو ریاست، کورنیو چارو وزارت او کابل امنیه قوماندانۍ ویاندویانو تر اوسه هم ځواب نه دی ورکړى.

XS
SM
MD
LG