د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

طالبان: بلخ کې مو د پروني بريد طراح نيولی


ارشيف: طالب جنګيالي پر مسجد له يوې چاودنې وروسته
ارشيف: طالب جنګيالي پر مسجد له يوې چاودنې وروسته

په مزار شریف کې د اهل‌تشیع پر جومات د پروني برید وروسته چې لږ تر لږه ۲۵ تنه په کې ووژل شول، طالب چارواکي د دې حملې د طراح له نیولو خبر ورکوي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن ازادي راډیو ته وویل، یاد کس په دې ولایت کې د داعش مسوول او د دې بریدونو طراح وو.

"د دې بریدونو د تعقیب په موخه استخباراتي ځواکونه وتوانېدل چې د پېښو طراح چې د داعش ډلې مسوول هم ونیسي. دی په تېر کې په بلخ او اوسنیو عملیاتو تر شاه و چې د ملکي خلکو خصوصا زموږ د اهل‌تشیع هېوادوالو ترمنځ یې چاودنه وکړه. په دې پېښه کې نور ښکېل کسان تر څارنې لاندې دي. "

طالبانو سره تړلي باختر خبري اژانس د بلخ د سیمه‌ییزو چارواکو له قوله لیکلي، یاد کس د طالبانو د ځانګړو ځواکونو د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې نیول شوی.

هاخوا د بلخ د اطلاعاتو و فرهنګ ریاست خبرپاڼه کې ادعا شوی چې نیول شوی کس عبدالحمید سنګریار نومېږي، وړاندې د دې ولایت لپاره د داعش والي و او په دې ولایت کې یې په ګڼو ترهګریزو پېښو کې يې لاس درلود.

روانه اوونۍ د کابل په ګډون، په ننګرهار، کندز، مزارشریف او ځینو نورو ولایتونو کې پر طالبانو او ملکي افغانانو چاودنې وشوې، هغه چې په کور دننه د سولې را پورته شوې هیلې یې مړاوې او نړیوال یې هم اندېښمن کړل.

تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان د وروستیو نا امنیو په اړه اندېښنه ښودلې او هر څه ژر یې پر ملکي افغانانو د بریدونو د پای غوښتنه کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس پرون رسنیو ته وویل، دوی د قومي او مذهبي لږکیو په ګډون له ټولو افغانانو ملاتړ ته ژمن دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس

"موږ په افغانستان کې د تاوتريخوالي د زیاتېدو له امله ډېر اندېښمن يوو او د دې بزدلانه بريدونو د پای ته رسولو او د عاملانو د محاکمې غوښتنه یې کوو. ټول افغان ماشومان، ټول افغان عبادت کوونکي، ټول څارونکي، مذهبي لږکي او نور، د دې مستحق دي چې خپل ژوند په خوندي او له تاوتریخوالي پرته تېر کړي. افغان ولس د دې حق لري چې له ترهګرۍ څخه خوندي ژوند او عبادت وکړي."

د متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند رسنیو ته دا هم وویل چې دوی له طالبانو سره په هر ډول اړیکو کې غواړي چې دې ډول موضوعاتو ته رسېده‌ګي وشي.

په مزارشریف کې د پرونۍ چاودنې مسوولیت داعش منلی دی، هغه ډله چې طالبان یې ما ته شوې بولي او وايي، د دوی پر وړاندې د سر پورته کولو توان نه‌لري.

خو د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د قوماندان جنرال فرانک‌ مک‌کنزي په ګډون، د ملګرو ملتونو امنیت شورا او نورو هېوادونو په را روان دوبي کې په افغانستان کې د داعش د فعالیت له پراخېدو او د بریدونو د زیاتېدو خبرداری له وړاندې ورکړی.

د امنیتي مسایلو شنونکو هم دا خبره کړې چې طالبانو د داعش خطر د هغه په پرتله چې افغانستان او افغانان ورسره مخ دي، ډېر عادي ګڼلی.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، داعش ډلې په کابل، کندهار، ننګرهار، کندز، کونړ او بلخ کې ځانمرګي بریدونه او چاودنې کړي. د دې چاودنو په پایله کې لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG