د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

له طالبانو د ايران غوښتنه؛ پولې مو کنټرول او ناقانونه کسان مه راپرېږدئ


ارشيف
ارشيف

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیرعبدالهیان له طالبانو غوښتي چې خپلې پولې کنټرول او تر خوا یې غیرقانوني کسانو ته اجازه ور نه کړي چې د دوی خاورې ته واوړي.

په ایران کې د افغان کډوالو د شکنجې او ځورونې او په افغانستان کې د ایران ضد لاریونونو وروسته، د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیرعبدالهیان د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره د دواړو لوریو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا ټینګار کړی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، امیرعبدالهیان له امیرخان متقي سره تېر ماښام په ټیلفوني خبرو کې له هغه وغوښتل چې په افغانستان کې د دوی د ډیپلوماټیکو استازولیو امنیت خوندي کړي.
د دې وزارت له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې خبرو کې ایراني لوري ټینګار کړی چې طالبان دې له ایران سره خپله پوله خوندي او تر خوا دې یې هغو کسانو ته چې قانوني اسناد نه‌لري، هاخوا د اوښتو اجازه نه ورکوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم وايي، متقي له عبدالهیان سره خبرو کې د افغان کډوالو په ستونزو، وروستیو پېښو، دوه اړخیزو اړیکو، د ډیپلوماټیکو استازولیو او ډیپلوماټانو د امنیت د خوندیتوب، سوداګرۍ، اقتصاد او پر ځینو نورو موضوعاتو خبرې کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیااحمد په دې اړه رسنیو ته په یو استولي غږ کې ویلي:

" متقي صاحب وویل چې په نږدې راتلونکي کې به يو افغان پلاوی ايران ته سفر وکړي او هلته به د مېشتو افغان کډوالو او بنديانو اړوند موضوعاتو باندې خبرې وکړي. د ستونزو د مخنیوي لپاره په ډېر ټینګار سره دواړو لوريو ژمنه وکړه چې چاته به اجازه نه ورکوي، څو د دواړو دوستو او همسایه هېوادونو او ولسونو تر منځ د بد نیت فضا جوړه او واټن رامنځته کړي. "

بل لورته د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده ویلي، د دې لپاره چې په تهران کې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو ډیيلوماټیک استازي ځای پر ځای شي، باید د دوی حکومت په رسمیت وپېژندل شي:

"په تهران کې د افغانستان د سفارت په اړه نړیوال کنوانسیونه بشپړ روښانه دي. باید په افغانستان نوی او سیاسي نظام په رسمیت وپېژندل شي، څو وشي کولای نوي استازی وټاکي. "

خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خپله خبرپاڼه کې دا هم لیکلي چې امیرعبدالهیان له طالبانو غوښتي، څو د هغو ژمنو په اړه چې دواړو لوریو کړي، په ځانګړي ډول د ایران د حق‌ابې په برخه کې لازمه همکاري وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې بیا دې موضوع ته هېڅ اشاره نه‌ده شوې.

افغانستان له ایران سره د هلمند سيند په حوزه کې د اوبو د وېش تړون لري، خو د دې تړون شتون لا هم له دې هېواد سره د اوبو د وېش شخړه په بشپړ ډول نه ده هواره کړې.

ایران پر دې هم تورن دی چې په افغانستان کې د اوبو د مدیریت پر وړاندې خنډونه جوړوي.

د جمهوري نظام پر مهال امنیتي چارواکو ویلي و، د کمال خان بند د جوړېدو پر مهال د دې بند د جوړېدو د چارو د مخنیوي لپاره ۳۵ لوی او واړه بریدونه شوي وو.

موده وړاندې داسې راپورونه هم خپاره شول چې طالبانو د کمال خان بند اوبه ایران ته ور پرېښي، خو طالبانو دا خبرونه رد کړل.

XS
SM
MD
LG