د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۵

کابل ورځپاڼو د ایاز نیازي پر وژل کېدو او ایران کې د افغانانو پر سوځولو تبصرې کړي


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو تر ډېره د یو دیني عالم ډاکتر محمد ایاز نیازي وژل کېدو او د ایران له لوري د یو شمېر افغانانو د سوځولو په تړاو لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې لیکلي، کله چې د یو ملت د افتخاراتو څلي راونړېږي او د لارې مشالونه‌یې مړه شي په ډېره اسانۍ د غلامۍ کندې ته ورلوېږي.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې تر دې پر يو بل مشهور ديني عالم مولوي ريحان هم په جومات کې مرګونی بريد شوی او په لسګونه نور ديني عالمان هم په افغانستان کې وژل شوي دي.

وړاندې راغلي، د افغانستان په ټولو برخو، په تېره د ډیورند فرضي کرښې دواړو غاړو ته د مخورو او مؤثرو قومي مشرانو او دیني عالمانو هدفي وژنې پیل شوې چې تر ننه دوام لري.

سرمقاله لیکونکي لیکلي، په دې سلسله کې وروستۍ پېښه تېره اوونۍ د ډاکتر محمد ایاز نیازي ترورول و.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې هغې وېډیو ته اشاره کړې چې د درې افغانانو جسدونو سوځولو ته اشاره کوي.

وړاندې راغلي، دغه وېډیو چې د یو ایراني ځوان له لوري شوې په‌کې لیدل کېږي چې د یو شمېر هغو افغانانو جسدونه چې په قاچاقي ډول ایران ته تلل او د ایران له لوري سوځول شوي دي.

سرمقاله ليکونکی لیکي، که څه هم افغانان د وروستي پلاوي څېړنو ته په تمه دي، خو دغه وېډیو ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.

سرمقاله کې راغلي، یو شمېر افغان کارګر چې تېره میاشت‌یې غوښتل په قاچاقي توګه ایران ته لاړ شي، د هرات ولایت د ګلران ولسوالۍ د ذوالفقار په سیمه کې چې له ایران سره ګډه پوله ده، له ایراني پوله ‌ساتو سره مخامخ شوي او په وینا یې چې ایراني پوله‌‌ساتو دوی شکنجه او اړ کړي چې ځانونه هریرود سیند ته واچوي چې حکومت‌یې باید جدي پلټنه وکړي.

  • سرخط

سرخط ورځپاڼې هم د افغان پناه غوښتونکو په تړاو لیکنه کړې ده.

وړاندې راغلي، د ايران پوليسو د دغه هېواد په يزد سيمه کې هغه ۱۴ افغان ځوانان ژوندي سوځولي دي چې هلته‌يې پناه غوښته.

سرخط همدارنګه لیکلي، ۱۴ تنه افغان ځوانانو چې په ايران کې يې د ژوند تېرولو په موخه پناه غوښته او په يوه موټر کې سپاره ول، د ايران له يزد سيمې څخه تهران ته پر لاره ول چې د ايران پوليسو ته په لاس ورغلي دي.

وړاندې راغلي، ايراني پوليسو پرته له دې چې دغه ځوانان له موټره ښکته کړي، پر موټر يې ډزې پيل کړې او بيا موټر اور اخيستی او په دغه پېښه کې ۱۴ تنه افغانان ژوندي سوځېدلي او يو يې په منډه خلاص شوی دی.

سرخط همدارنګه لیکلي، په دې سربېره، څه موده وړاندې د افغانستان او ايران پر پوله، ايراني پوليسو پر لسګونه افغان مساپرو ډزې کړې وې او بيا يې سيند ته غورځولي ول چې له امله‌يې ګڼ شمېر شهيدان شوي ول چې باید جدي پلټنه وشي.

دې پېښو په ټولنيزو رسنيو کې هم په پراخه کچه د افغانانو غبرګونونه راپارولي دي.

XS
SM
MD
LG