د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

د داعش د خونړيو بريدونو پر دوام اندېښنې؛ طالبان وايي دا ډله يې ځپلې


په مزارشریف کې چاودنه؛ د مړو شمیر مخ په ډیریدو دی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:20 0:00

په مزارشریف کې چاودنې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.

په مزار شریف کې د داعش ډلې خراسان څانګې تر خونړي برید او د دغې دلې د فعالیتونو په اړه د اندېښنو تر څرګندولو وروسته هم د طالبانو د حکومت ویاند وايي، دا ډله دوی ځپلې ده.

په افغانستان کې له وروستيو څو خونړیو بریدونو وروسته، د بخښنې نړیوال سازمان یو مقام له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې داعش ډله په دغه هېواد کې جدي ګواښ وګڼي، خو طالبان په ټینګار سره وايي، چې دا ډله یې ځپلې ده.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دوشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "بې له شکه چې داعش ډله ماته شوې او له پښو غوررځېدلې، په جومات کې چاودنه، په مکتب کې بم غورځول او په ګلدان کې ماین کېښودل دا په خپله د ماتې او کمزورتیا علامه ده، داعش په هېڅ ځای کې هم کومه جبهه نه لري، کوم حضور نه لري، کوم ثبوت یې نه شته."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

ښاغلي مجاهد مخکې هم په څو ځلي دا خبره ازادي راډیو ته کړې ده.

خو په وروستیو څو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو له خونړیو بریدونو او چاودنو وروسته چې په مزار شریف ښار کې یې مسوولیت داعش ډلې پر ځان ومنه د دغې ډلې د فعالیت په اړه بیا اندېښنې پیدا شوې.

له دې برید وروسته، د بخښنې نړیوال سازمان د سویلي اسیا کمپانیزې سمیرا حمیدي له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې داعش په افغانستان کې د یو جدي ګواښ په توګه په پام کې ونیسي.

مخکې بیا د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال فرانک مکنزي په ګډون، د ملګرو ملتونو امنیت شورا او نورو هېوادونو په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو د پراخېدو په اړه خبرداری ورکړی و.

په مزار شریف ښار کې د پنجشنبې د ورځې چاودنه، چې د شعیه ګانو بر یو جومات وشوه لږ تر لږ ۳۱ کسان په کې ووژل شول او ۹۰ تنه نور ټپیان شوه.

وروسته طالب چارواکو وویل، چې د دې برید طراح عبدالحمیدسنګریار مخکې د بلخ ولایت لپاره د داعش ډلې د خراسان څانګې والي یې، نیولی دی.

د دې تر څنګ همدا تېره اوونۍ په کابل، کندز او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د نا امنۍ پېښې، بریدونه او چاودنې شوي، چې مسوولیت یې چا نه دی منلی.

د پوځي چارو شنونکی شاه محمود میاخېل وايي، د افغانستان په ورستیو نا کراریو کې نه یوازې داعش، بلکې بېلابېلې نورې ډلې هم ښکېلې دي.

شاه محمود مياخېل
شاه محمود مياخېل

هغه زیاته کړه: "وروستۍ بد امنۍ له مخکینو بد امنیو سره تړلې ده، مخکې هم د طالبانو په شمول بېلابېلې ډلې وې چې دوی غیر له انفجار، انتحار او تخریب نه یې بل کار نه درلورد، اوس هم همغه ډلې دي چې دوی پرې کنترول نه لري، نو دوی خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي."

د یادونې ده، چې د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ناسم امنیتي وضعیت یو شمېر خلک هم اندېښمن کړي او پر طالبانو نیوکه کوي، چې د امنیت په ټينګښت کې پاتې راغلي، هغه څه چې طالبان یې نه مني.

XS
SM
MD
LG