د طالبانو چارواکي وايي، په مزارشریف ښار کې یې د شیعه ګانو پر جومات د پروني برید طراح نیولی دی.
بلخوا د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د وروستیو نا امنیو په اړه اندېښنه ښيي او وايي، متحدهایالات له طالبانو سره هر ډول اړیکو کې دې موضوعاتو ته پام کوي.
زموږ همکار په جرمني کې مېشت د پوهنتون استاد محمد اسحاق اتمر څخه د مرکې په پیل کې پوښتنه وکړه: طالبانو په مزار شریف کې د پروني برید د عامل د نیولو خبر ورکړی، څه فکر کوئ له دې سره د داعش ډلې خطر پای ته رسېدلی دی؟
-
صالح محمد صالح
صالح محمد صالح (Salih Mohammad Salih) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او ویندوی دی، چې له ۲۰۰۶م کال راهیسې له دې راډیو سره کار کوي.