خبرونه
بلخ: يو تن طالبانو سره نښته کې وژل شوی
دا خبره د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي په ټوېټر باندې لیکلې، چې تېر ماښام د مزارشریف د دوهمې حوزې اړوند بابه قمبر په سیمه کې یو کس له خپل کور څخه په طالبانو ډزې کولې په مقابلو ډزو کې ووژل شو.
اخوا ځینو ناتایید شویو رپوټونو کې راغلي چې وژل شوی کس د بلخ د پخواني والي او د جمعیت اسلامي ګوند د یوه مشر عطامحمد نور خوریی سهیل زمری و.
په رپوټونو کې زیاته شوې چې سهیل زمري په مزارشریف کې یوه وسله واله ډله درلوده او په طالبانو یې د برید پلان جوړ کړی و.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
متحده عربي امارات وایي، ایران یو ځل بیا د دوی پر خاوره ډزې کړي
متحده عربي اماراتو سه شنبه( د مې ۵ مه) ماښام ادعا وکړه چې له ایرانه د توغندیو او ډورن الوتکو برید پرې شوی دی.
د متحد عربي اماراتو دفاع وزارت په ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي دي چې د دوی هوایي دفاع سیستمونه په پرله پسې ډول د توغندیدو او ډرونونو د شنډولو هڅې کوي.
په دبۍ کې تیر ماښام د خطر زنګ هم ووهل شو.
تر دې مخکې د دوشنبې په ورځ متحده عربي اماراتو ویلي و چې د ایران له لورې درې توغوندي پرې توغول شوي او څلورم یو په اوبو کې غورځیدلی.
د دوشنبې په ورځ د اماراتو په فجیره کې د تیلو په صنعتي سیمه کې د ډرون الوتکو د برید له امله تر اورلګیدو وروسته د درې کسانو د ټپي کیدو راپورونه ورکړل شول، چې دا حملې په نړیواله کچه وغندل شوې او ایران بیا وروسته وویل چې دوی دا بریدونه نه دي کړي.
د اتریش د کورنیو او بهرنیو چارو وزیران د ازبکستان له چارواکو سره د افغان کډوالو په تړاو غږیږي
ټاکل شوې ده چې د اتریش د بهرنیو چارو وزیر بیاته ماینل رایزینګر او د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر ګرهارد کارنر پنجشنبه( د مې ۶ مه) له ازبکستان سره د افغان کډوالو په تړاو یو تړون لاسلیک کړي.
د اتریش حکومت غواړي له خپلې خاورې یوشمیر افغانان د ازبکستان له لارې افغانستان ته واستوي.
د اتریش د بهرنیو چارو وزیر وویل، له ازبکستان سره تړون « د یوې ثابتې او عادلانه پناه غوښتنې د پالیسۍ» د یوې برخې په توګه د کډوالو د ایستلو لپاره شرایط رامنځته کوي.
د اتریش حکومت دې هڅې ته د « منظم مهاجرت د سیاست» نوم ورکړی دی خو د بشري حقونو یو شمیر بنسټونو د دې اقدام د بشري اغزیو په تړاو اندیښنه ښکاره کړې ده.
د پاور لیفټینګ شپږ افغان لوبغاړي په نړیوالو سیالیو کې برخه اخلي
په بلاروس کې د پاور لیفټینګ په نړیوالو سیالیو کې شپږ افغان لوبغاړي برخه اخلي.
دا سیالۍ نن( د مې ۶ مه) پيلیږي او تر یکشنبې دوام کوي.
د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست سه شنبه( د اپریل ۵ مه) خبر ورکړ چې د افغانستان د پاورلیفټینګ شپږ لوبغاړي او یو روزونکی بلاروس ته ولاړل.
د پاور لفټینګ نړیوال فدراسیون تر چتر لاندې تر سلو ډیر هیوادونه دي، چې تمه ده د بلاروس په لوبو کې د شاوخوا پنځوسو هیوادونو لوبغاړي ګډون وکړي.
روسیي ځواکونو په اوکراین کې لږ تر لږه ۲۲ تنه ووژل
پر اوکراین د روسیې په بریدونو کې لږ تر لږه دوه ویشت کسان وژل شوي دي.
رویټرز اژانس د اوکرایني چارواکو په وینا خبر ورکړ چې د دې بریدونو په ترڅ کې دولس تنه په زاپروژیا کې وژل شوي او شپاړس نور ټپيان شوي دي، همداراز پنځه تنو د اوکراین په ختیځ کې د کراماتورسک په ښار کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او پنځه تنه هم په پولتاوا سیمه کې وژل شوي دي.
د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په یوه پیغام کې چې په ټیلګرام کې یې خپور کړ اندیښنه ښکاره کړه چې ښایي د تلفاتو شمیر زیات شي.
دا بریدونه د سې شنبې په ورځ څو ساعته مخکې تر دې وشول چې د اوکراین له لورې اعلان شوی اوربند پيلیږي.
کییف د سې شنبې د شپې له دولس بجو وروسته د اوربند د پیلیدو وړاندیز کړی دی. تر دې مخکې مسکو د دوشنبې په ورځ ویلي و چې د مې په اتمه او نهمه، یعني د جمعې او شنبې په ورځو به اوربند وي. دا هغه ورځې دي چې په دوهمه نړیواله جګړه کې د نازي جرمني پر وړاندې د شوروي اتحاد د بریا جشن لمانځل کیږي او پوځي رسم ګذشت ترسره کیږي.
په بدخشان کې ترافیکي پېښې ۹ تنو ته مرګ ژوبله واړوله
په بدخشان کې د یوې ترافیکي پېښې په ترڅ کې پنځه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور تنه ټپيان شوې دي.
په بدخشان کې د طالبانو د امنیه قومانداني ویاند احسان اله کامګار کورنیو رسنیو ته وویل چې دا پېښه سه شنبه تر غرمې وروسته هغه وخت رامنځته شوه چې یو لنډ کروزر موټر د مایمي ولسوالي په « غذ دره» سیمه کې چپه شو.
د ټپيانو وضعیت نازک ښودل شوی دی.
روسیې او اوکرایین یو اړخیز او جلا اوربند اعلان کړی
روسیې او اوکرایین یو اړخیز او جلا اوربند اعلان کړی.
د ورسیې دفاع وزارت پرون دوشنبې وویل،" د ولسمشر ولادیمیر پوتین د پریکړې له مخې د مې اتمه او نهه له اوکرایین سره اوربند کوي".
روسیه هرکال په مې میاشت کې په دویمه نړیواله جګړه کې خپله بریا په لویو پوځو مراسمو سره لمانځي.
بل پلو، د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي پر خپلې ایکس پاڼې لیکي،" هغه اوربند چې مسکو په کې دغه جنش ولمانځي د اوکرایین لپاره "جدی نه دی".
د هغه په ټکو، "روسیه له دې ویره لري چې اوکرایین پر سره میدان د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ونه کړي".
هغه وړاندې ویلي،"د روسیې له خوا په جګړې د ځنډ هیڅ ډول جزیات له اوکراین سره شریک شوي نه دي".
زلنسکي بیا د مې میاشتې پنځه او شپږمه اوربند اعلان کړی دی.
د قابلو نړیواله ورځ؛ ملګري ملتونه وايي پر یو میلیون قابلو دې پانګونه وشي
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) وايي،" په افغانستان کې پر څه باندې یو میلیون قابلو پانګونه د میندو او نویو زیږیدلو ماشومانو د ژوند ژغورنې لپاره تر ټولو اغیزناکه لار ده".
دغه سازمان نن سه شنبې د مې ۵مه د قابلو د نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپلې ایکس پاڼې لیکي چې پر قابلو دغه پانګونه کولی شي له میندو سره د امیندوارۍ، خوندي زیږون او له زیږون وروسته مرسته وکړي.
دا تازه خبرداری په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق یونیسیف ویلي وو چې تر ۲۰۳۰کاله به افغانستان د ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له جدي کمښت سره مخ شي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته له شپږم ټولګیو پورته نجونې له زده کړو محرومې شوي او له پوهنتوني زده کړو هم راګرځول شوي دي.
د پاکستان د پوځ یو ملاتړی مشهور دیني عالم شیخ محمد ادریس ووژل شو
ناپیژنده وسله والو د پاکستان یو وتلی دیني عالم شیخ محمد ادریس وژلی دی.
پاکستاني رسنیو لیکلي چې پر نوموړي نن سه شنبه سهار مهال د خیبرپښتونخوا په چارسده کې ډزې شوي دي.
وړاندې راغلي چې ډزې د دوو موټرسایکل سپرو له خوا د شیخ ادریس پر موټر هغه مهال شوي چې نوموړی خپلې مدرسې ته روان و.
شیخ ادریس په دې وروستیو کې د پاکستاني پوځ او د پوځ د مشر عاصم منیر په ملاتړ څرګندونې کولې.
تحریک طالبان پاکستان ( ټي.ټي.پي) د هغه پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې او نوموړی یې د "اکوړه خټک حقانیه دارالعلوم د زرګونه مجاهدینو" استاد بللی دی.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په دې اړه یوه خبرپاڼه کې د شیخ محمد ادریس پر وژل کېدو خفګان څرګند کړی دی.
اعلامیه کې د هغه وژل کېدل غندل شوي او " د اسلام او علماوو د دښمنانو" کار بلل شوی دی.
تراوسه د پيښې مسولیت کومې ډلې نه دی منلی.
عراقچي؛ متحده عربي امارات دې د ایران پر وړاندې پوځي حل لارې نه کاروي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له متحده عربي اماراتو غوښتي چې د ایران پر وړاندې له "پوځي حل لارې " کار وانخلي.
عراقچي نن سه شنبې پر خپلې ایکس پاڼې په یو پیغام کې لیکي،"پوځي حل لار نشته، په داسې حال کې چې مذاکرات د پاکستان د سخاوتمندانه هڅو سره د پرمختګ په حال کې دي، متحده ایالاتونه او متحده امارات دې محتاط اوسي".
عراقچي دغه څرګندونې وروسته له هغه کوي چې پرون دوشنبې د متحده عربي اماراتو دفاع وزارت د ایران له لورې د دریو توغول شویو توغندو د شنډیدو خبر ورکړ.
د دفاع وزارت په ټکو، هوايي دفاعي سیسټم له ایرانه درې توغول شوي توغندي په هوا کې شنډ کړي او یو توغندی په سمندر کې غورځیدلی دی.
د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند له غځیدو وروسته دا لومړی ځل دی چې ایران پر امارات عربي اماراتو توغندي توغوي.
د ایران دغو تازه بریدونو په پراخه کچه غبرګونونه پارولي دي.
د افغانستان د وزن اوچتولو ټیم نن بلاروس ته روانیږي
ټاکل شوې چې د افغانستان د وزن اوچتولو ټیم نن سه شنبې بلاروس ته ولاړشي.
د طالبانو ترکنترول لاندې باختراژانس رپوټ ورکوي چې د ۶ غړو دغه ټیم په نړیوالو سیالیو کې ګډون لپاره بلاروس ته ځي.
د وزن اوچتولو نړیواله سیالي د چهارشنبې په ورځ د دبیلابیلو هیوادونو د سلګونو ورزشکارانو په ګډون پیلیږي.