د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

ایورایشیا ریفیو: د اسلامي دولت سختدریځي بې توپیره افغانان وژني


کندز کې د جومات دننه چاودنې له امله ٣٣ کسان وژل شوي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:15 0:00

کندز کې د جومات دننه چاودنې له امله ٣٣ کسان وژل شوي.

سټار انډ سټرايپس:

سټارز انډ سټرایپس ورځپاڼې په افغانستان کې د ماشومانو پر بد وضعیت لیکنه خپره کړې ده.

ورځپاڼه وايي، چې اوس ډېر شمېر افغان ماشومان د خپلو کورنیو د ډوډۍ برابرولو مسوولیت پر غاړه لري.

ورځپاڼې د یوه ماشوم کرزي بلوچخېل کیسه خپره کړې چې ۹ میاشتې پخوا په لسم ټولګي کې و، ریاضي، فزیک، تاریخ او د ښوونځي نور مضامین یې لوستل، خو اوس کور په کور ګرځي او کاغذي دسمالونه پلوري څو د خپلې کورنۍ غړیو ته ډوډۍ پیدا کړي.

د سټارز اند سټرایپس ورځپاڼې پر اساس، د کرزي بلوچخېل لپاره ښه ورځ هغه ده چې د نژدې ۴ ډالرو په ارزښت سودا وپلوري ځکه چې همدومره پیسې یې د کورنۍ لپاره کافي دي چې په هماغه شپه ماړه ویده شي.

۱۶ کلن کرزی یو له زرګونو نورو ماشومو زده کوونکو څخه دی چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یې ښوونځی پرې ایښی او د خپلې کورنۍ د ډوډۍ پیدا کولو مسوولیت ورله غاړې شوی دی.

ورځپاڼه وايي، چې په پلازمېنه کابل کې بېوزلۍ او د اوږدو کلونو جګړو بې شمېره ماشومان له زده کړو بې برخې کړي او سوالګرۍ ته اړ ایستلي دي. نن سبا د کابل په هره برخه کې د هر عمر ماشومان ښکاري چې یا سوال کوي یا واړه شیان پلوري.

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت ویندوی عزیزالرحمان ریان وايي چې اوسمهال ۶ ملیونه هلکان او دوه ملیونه او ۷ لکه نجونې ښوونځیو ته ځي خو ورځپاڼه وايي چې د ښاغلي ریان دا خبره په خپلواک ډول تاییدولی نه شي.

ورځپاڼه همداراز لیکي، چې په پلازمېنه کابل کې ځینې ماشومان د سهار له لوري ښوونځي ته ځي خو ماسپښین کار کوي.

د اشیانه په نوم په غیرانتفاعي پروګرام کې تر یونیم زر ډېر ماشومان د سهار له لوري درس وايي او د غرمې ډوډۍ له خوړلو وروسته کوڅو ته وځي. د دې پروګرام رييس یوسف نوابي وايي، چې شتمن خلک له هیواده وتلي او بېوزله نور هم نېستمن شوي دي.

ايورايشيا ريفيو:

ایورایشیا ریفیو خپرونې د داعش له لوري په افغانستان کې پر خونړیو بریدونو لیکنه خپره کړې ده.

«د اسلامي دولت سختدریځي بې توپیره افغانان وژني» تر دې سرلیک لاندې د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالي کې د جمعې په ورځ د ماشومانو په شمول د ۳۳ تنو د وژل کېدو یادونه شوې او ویل شوي چې تر دې یوازې یوه ورځ وړاندې داعشي سختدریځو د دوو نورو خونړیو بریدونو مسوولیت ومانه.

د امام صاحب له بریده پرته څو نورې حملې پر شیعه ګانو وشوې او طالبان وايي، چې د مزارشریف د حملې اصلي طراح یې، چې عبدالحمید سنګریار نومېږي، نیولی دی.

خپرونه وايي، چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته بمي بریدونه کم شوي خو داعش لا هم دا ډول بریدونو ته دوام ورکوي.

ایورایشیا ریفیو د امام صاحب په یوه جومات کې د جمعې د ورځې برید د ۲۰۲۱ کال د اګست له پنځلسمې را په دې خوا، چې طالبان واک ته رسېدلي، د کابل د هوايي ډګر تر انتحاري برید وروسته په افغانستان کې تر ټولو لویه حمله بللې ده.

د کابل په هوايي ډګر کې ۱۰۰ افغان ملکیان او ۱۳ امریکايي پوځیان وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG