د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۲

د ښځو د نړیوالې ورځې په پار د ځینو نړیوالو ورځپاڼو تبصرې او لیکنې


نړیوالې ورځپاڼې
نړیوالې ورځپاڼې
  • ګارډین

د بریتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼې د مارچ د اتمې، یا د ښځو د پیوستون نړیوالې ورځې په مناسبت د طالبانو پر تازه ژمنه لیکنه خپره کړې ده.

په مقاله کې د طالبانو د حکومت د یوه ویاند ذبیح الله مجاهد پروني ټویټ ته اشاره شوې چې ویلي یې دي" د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ښځو شرعي حقونو ته ژمن دی."

ښاغلي مجاهد لیکلي، د ښځو نړیواله ورځ یو ښه فرصت دی، چې افغان ښځې په کې د خپلو مشروع حقونو غوښتنه وکړي.

د ګارډین د مقالې لیکوال زیاتوي، طالبان د ښځو د حقونو د خوندیتوب ژمنه داسې وخت کوي چې پر افغانستان د ولکې له ټینګولو وروسته پر دغې ډلې له بشري حقونو د سرغړونو له کبله انتقادونه شوي دي.

د ورځپاڼې په لیکنه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند عبدالقهار بلخي له خوا خپرې شوې اعلامیې ته هم اشاره شوې چې د مارچ اتمه یې د ښځو لپاره یوه مهمه ورځ بللې ده او ویلي یې دي طالبان د افغان ښځو د ستونزو حل ته ژمن دي.

ګارډین لیکي، طالبان چې د افغانستان تېر منتخب حکومت یې د ۲۰۲۱کال د اګست په نیمايي کې ړنګ کړ، له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱کاله پورې د خپلې واکمنۍ په لومړۍ دوره کې هم د ښځو له حقونو په جدي سرغړونه تورن دي.

لیکوال زیاتوي، د طالبانو افراطي ډله اوس داسې اصلاح شوی تصویر وړاندې کوي او د ښځو د حقونو د خوندیتوب ژمنه کوي چې د نړیوالې ټولنې له خوا ورباندې انتقادونه شوي دي.

  • ډیجیټل ژورنال

د کاناډا انلاین خپرونې ډیجیټل ژورنال هم د مارچ د اتمې یا د ښځو د پیوستون نړیوالې ورځې په مناسبت لیکنه خپره کړې چې پرون د نړۍ په اکثرو هېوادونو کې ونمانځل شوه، خو د لیکوال په وینا په افغانستان کې دا ورځ په خاموشۍ ونمانځل شوه، ځکه ګڼ فعالان ونه توانېدل د طالبانو له خوا د نیول کېدو او بندي کېدو د ګواښ له کبله دا ورځ ونمانځي.

د ډیجیټل ژورنال په لیکنه کله چې طالبانو د تېرې اګست میاشتې په نیمايي کې پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، د افغان ښځو د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې یې په اوبو لاهو کړې چې ښځینه دولتي کارکوونکې له کارونو بې برخې شوې، په یوازې سر سفر نه شې کولای او امر ورته شوی چې د شریعت له اصولو سره سم کالي په تن کړي، هغه هم په داسې ټولنه کې چې ښځې له وړاندې په حجاب کې له کوره وځي.

د ښځو د پیوستون ډلې یوې غړې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، خپرونې ته ویل، طالبانو له ښځو هم ځمکه او هم اسمان تروړلی دی.

د ډیجیټل ژورنال په لیکنه کې د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ښځو د برخې د یوې مشرې هیدر بار خبرو ته هم اشاره شوې چې ویلي یې دي، دا ټکان ورکوونکې ده چې وینو د تېرو شلو کلنو لاسته راوړنې څنګه د سترګو په رپ کې په اوبو لاهو کېږي او نړیواله ټولنه له افغان ښځو سره هغومره چې ښايي نه درېږي.

XS
SM
MD
LG