د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۰

د کډوالو کمېشنري: ۲،۳ ميليونه افغانانو بېلابېلو هېوادونو کې د پناه اخيستنې لپاره نوم‌ليکنه کړې


پاکستان کې د کډوالو د عالي کمېشنرۍ دفتر
پاکستان کې د کډوالو د عالي کمېشنرۍ دفتر

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په خپل تازه راپور کې ویلي، افغانان هغه وګړي دي چې د نړۍ د هر بل هېواد په پرتله د بشري حقونو د نقض او جګړو له امله د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ کېږي.

دغه شان په راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۱ کال کې ډېر شمېر افغانان په کور دننه له خپلو سیمو هم بې‌ځایه شوي او یا هم له هېواده بهر ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په ګاونډیو هېوادونو کې یو شمېر افغان کډوال وایي، چې ډېر سخت وضعیت کې دي.

سپوږمۍ له ۱۱ میاشتو راهیسې د کډوالۍ له ستونزو سره لاس او ګرېوان ده.

نوموړې پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو سره د ښه ژوند په لټه کې پاکستان ته کډواله شوه.

سپوږمۍ ازادي راډیو ته وویل چې په پاکستان کې هم د ښه ژوند لپاره هیله او تمه نه‌شته.

آغلې سپوږمۍ وويل: "پاکستان ته د دې لپاره راغلم چې په یوه امن هېواد کې اوسېږم او خپلو زده کړو ته دوام ورکړم، دنده مې پر مخ يوسم او دغه راز له کورنۍ سره مې هم مرسته وکړم، خو له بده مرغه چې په پاکستان کې د ژوند شرایط ډېر سخت دي. په دې ۱۱ میاشتو کې چې پاکستان ته راغلې یم، هر بل هېواد ته چې مې د پناه غوښتنې غوښتنلیک سپارلی، نو له بده مرغه غوښتنه مې نه ده منل شوې."

په ورته وخت کې علي رضا چې د ده په خبره د امنیتي ستونزو له امله د ۲۰۲۲ کال د جنوري په میاشت کې ایران ته تللی، خپلې ستونزې داسې بیانوي: "د اوس لپاره په ایران کې له ګڼو ستونزو سره مخ یو، لکه نور کډوال چې دلته له ستونزو سره مخ دي. د مثال په ډول د کډوالو، په ځانګړي ډول افغان کډوالو لپاره د ځانګړو قوانینو نشتوالی، د افغان کډوال لپاره کاري خوندیتوب، د ایراني پولیسو ناوړه چلند، چې دا امکان شته هره شېبه مو ونیسي او افغانستان ته مو ولیږي."

اوس هم هره ورځ له افغانستان لسګونه خلک نورو سيمو يا نورو هېوادونو ته کډوال کېږي.
اوس هم هره ورځ له افغانستان لسګونه خلک نورو سيمو يا نورو هېوادونو ته کډوال کېږي.

سپوږمۍ او علي رضا له هغو زرګونه افغانانو دوه دي، چې د ژوندي پاتې کېدو او ښه ژوند په لټه یې خپل وطن او کور پریښی او کډوالۍ ته یې مخه کړې.

په هغه راپور کې، چې د ملګرو ملتونو سازمان د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د دوشنبې په ورځ خپور کړی، په‌کې افغانان هغه لوی نفوس بلل شوی چې د خپل کلي کور پرېښودو ته اړ شوي دي.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې د جګړو او بشري حقونو د نقض له امله د افغانانو د کډوالۍ کیسه ۱۹۷۹ کال ته ورګرځي.

د (UNHCR) په دې راپور کې دغه شان راغلي چې تر دې دمه دوه اعشاریه درې میلیونه افغانانو د سیمې په هېوادونو کې د پناه غوښتونکو په توګه نوم لیکنه کړې، چې ډېری یې په ایران او پاکستان کې دي.

د دغه راپور پر بنسټ د ۲۰۲۱ کال له پیل نه ۱۸۰،۰۰۰ افغانان په سیمه کې د پناه اخیستنې غوښتنلیکونه ورکړي دي.

د یونما په دغه راپور کې راغلي، چې ۳،۵ ملیونه نور افغانان د کورنیو جګړو له امله له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي، چې له دې شمېر له ۸۰۰،۰۰۰ نه زیات یې د ۲۰۲۱ کال د جنوري له میاشتې بې ځایه شوي او د ډېریو د بې ځایه کېدو لامل هم د ۲۰۲۱ کال د مې او اګست په میاشتو کې جګړې ښودل شوې دي.

د دغه راپور په یوه بله برخه کې، په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی.

د طالبانو حکومت په تېر یو کال کې پر ښځو ډېر محدودیتونه لګولي دي، چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل، د دولتي ادارو د ډېریو ښځینه کارکوونکو په کور کېنول، اجباري حجاب او له شرعي محرم پرته د لرې واټن سفر نه اجازه یې مهم موارد دي.

ومو غوښوتل د UNHCR د دې راپور په اړه د طالبانو نظر هم ولرو، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند یې عبدالمطلب حقاني د دې راپور تر لیکلو پورې ځواب را نه‌کړ.

د روان لمریز کال په غبرګولي میاشت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان مرستیال ویلي وو، د امریکا له سفیر سره یې د افغان پناه غوښتونکو د ستونزو د هواري او د دوی وضعیت ته د رسېدنې لپاره د نړیوالې ټولنې د همکارۍ د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG