د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۱

لویدیځ هېوادونه له افغان پناه غوښتونکو سره په تبعیضي چلند تورن شول


په البانیا کې اروپايي هېوادونو ته منتظر افغان پناه غوښتونکي
په البانیا کې اروپايي هېوادونو ته منتظر افغان پناه غوښتونکي

بشري حقونو د څار د سازمان یوه چارواکي لویدیځ هېوادونه له افغان پناه غوښتونکو سره په تبعیضي چلند تورن کړل.

د بشري حقونو د څار د سازمان اجراییه رییس کینیت رات وايي، چې لویدیځ او په خاص ډول اروپايي هېوادونو، د اوکرایني کډوالو پرتله له افغانانو سره ډېر توپیري چلند وکړ.

له افغانانو سره د اروپايي هېوادونو پر توپیري چلند له دې مخکې هم د بشري حقونو فعالانو انتقادونه کړي وو، خو ښاغلي رات پرون په یوه انلاین بحث کې د اروپايي هېوادونو دا کار له اسلام څخه وېره او نژادي توپیر وباله.

هغه زیاته کړه: "یوه لویه او ښکاره استثنا د اوکرایني کډوالو په برخه کې وه چې د میلیونونو په شمېر کې اروپا ته ننوتل. اروپا دروازې ورته پرانیستې، په پراخه ټنډه یې هرکلی ورته ووایه او سمدستي یې ځای پرځای کړل. تاسو د اوکرایني کډوالو کمپونه نه وینئ، دوی د خلکو په کورونو او نورو ځایونو کې دېره شول. خو په ډېر ښکاره توپیر سره ښکاري چې اروپایانو نه یوازې افغانانو بلکې د سوریې، اریتریا، سوډان او نورو هېوادونو کډوالو ته څه ډول هرکلی ووایه. زه فکر کوم چې د دوی دې کار ته پرته له دې چې له اسلام څخه وېره او نژادي توپیر ووایو بله مناسبه کلمه نه شته."

شهرزاد اکبر
شهرزاد اکبر

په بېګاني آنلاین بحث کې د افغانستان په پخواني دولت کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر هم خبرې وکړې.

مېرمن اکبر د هغو افغانانو د ستونزو یادونه وکړه، چې له افغانستانه وتلي خو اوس بې برخلیکه د سیمې په هېوادونو کې پراته دي.

اکبر زیاته کړه: "د اوکراین وضعیت د افغانانو لپاره دا خبره ور یادوي چې د مشارکت هغه ګډ احساس چې دلته و، او دا تمه وه چې له هغو کسانو سره به مرسته وشي چې د دې هېوادونو د هڅو مستقیم ملاتړ یې کړی یو هم عملي نه شول. ما ته هره ورځ د هغو خلکو پیغامونه رارسېږي چې په ډېرو سختو شرایطو کې او له یوه قانوني برخلیک پرته د سیمې په هېوادونو کې اوسېږي."

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په کابل کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته لسګونه زره افغانان بهر ته کډوال شول.

ځینې دا افغانان د امریکا او متحدانو په مرسته یې خوندي ځایونو ته بیول شوي دي خو زرګونه نور چې د نړیوالو له مرستې پرته په انفرادي ډول اروپايي هېوادونو ته رسېدلي دي، اوسمهال بې برخلیکه پاتې دي او د ژوند له سختو شرایطو سره لاس ګرېوان دي، خو د روان کال په فبروري میاشت کې پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته اروپايي هېوادو سلګونه زره اوکرایني کډوالو ته په خپلو قلمروونو کې د ژوند نسبي ښه امکانات برابر کړل.

XS
SM
MD
LG