د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۱

البانيا او پاکستان کې افغان کډوال خپل نامالوم برخليک ته اندېښمن دي


البانيا کې افغان کډوال
البانيا کې افغان کډوال

په البانیا او پاکستان کې یو شمېر افعان کډوال وايي، په میاشتو مياشتو انتظار د خپل اصلي مقصد په هدف ستړي کړي.

دوی له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي، هغه هېوادونه چې د اوکراین وکړي مني پرته له کوم توپیره دې د افغانانو کیسونه هم ومني.

افغان کډوال وايي، دوی د خپل راتلونکي او نا مالوم برخليک په اړه اندېښمن دي.

د پخواني پارلمان یوې غړې چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي وايي، اته میاشتې وړاندې له خپلو ماشومانو سره البانیا ته تللې.

د هغې په خبره، تر اوسه یې په کیس کې هیڅ پرمختک نه دی راغلی.

نوموړې وايي: "موږ لومړني کسان و چې البانیا ته یې راوستلو او هغه کسان چې له موږ سره یې راوړي و هغوي انتقال شوه، دلته چې څو پاتې ډېری یې وکیلان او د دولت کارکونکي دي، هغه کسان چې زموږ په مخې ځي موږ پرې خوشحاله کېږو او هلته ځای پر ځای کېږي، خو زموږ برخلیک نامعلوم دی او په دې هم نه پوهېږو چې زموږ له برخلیک سره به څه کېږي، حالت څه ډول دی موږ واقعاً له دغه حالت رنځ وړو."

بله مېرمن چې ډاکټره ده او نه غواړی نوم یې په راپور کې واخیستل شي هم له ورته حالت شکایت کوي.

نوموړې وايي، د افغان او اوکراین کډوالو ترمنځ باید توپیر ونه‌شي.

نوموړې وايي: "د اوکراین څو زره کیسونه یې پروسیس کړه پرته له کومې ستونزې طیارې راځي او انتقالوي یې، خو د افغانانو د کیسونو په اړه هیڅ اپډیټ نشته، د افغان کډوالو او اوکراینانو ترمنځ ولې دومره تفاوت موجود دی، هغه خویندي چې ماشومان لري هغوی له درسه پاتې شوه، ځوانانو ته روحیي تکلیف پیدا شوی."

البانيا کې د افغان کډوالو کمپ
البانيا کې د افغان کډوالو کمپ

راحله تلاش چې مدني فعاله ده د امنیتي ستونزو له امله پاکستان ته تللې.

نوموړې وايي، ډېری سفارتونه د افغان کډوالو دوسیې د بېلابېلو بهانو په خاطر ردوي.

نوموړې وايي: "ما خپله د اسپانیا سفارت انټرویو ورکړې خو له بده مرغه رد یې کړه راته، لس پنځلس کسان چې زه پېژنم انټرویو ګانې پرته له کومې جدي ستونزې رد شوي، لومړی خو د ملاقات وخت نه راکول کېږي بیا چې راکول شي کیس په یو دلیل نه دلیل رد کیږي. دلته واقعن زموږ لپاره سخته ده."

د ښځو د حقونو يوه فعاله راحله تلاش
د ښځو د حقونو يوه فعاله راحله تلاش

له هغې وروسته چې روسیې په اوکراین یرغل وکړ هغه هېوادونو چې کډوال یې منل اوکراینانو ته د افغانانو په پرتله لومړیتوب ورکړی چې دغه چاره د بشر حقونو نړېوال سازمان له غبرګون سره هم مل و.

د طالبانو د بیا ځلې واکمنېدو سره ډېری افغانانو، لوړپوړ چارواکو، مدني فعالانو او خبریالانو افغانستان د امنیتي ستونزو له امله پرېښود.

اوس مهال ډېری هغه په درېیم ګړي هېواد کې په تمه دي چې خپل اصلي ځای ته ورسیږي.

له دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي و هغه افغانانو چې له دوی سره کار کړی د هغوی د انتقال پروسه به دوام ولري.

XS
SM
MD
LG