د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۸

يو شمېر پر شرايطو برابر افغان کډوال: زموږ برخليک دې مالوم شي


د البانيا کمپ کې افغان کډوال چې د اعتراض په ډول راټول شوي دي.
د البانيا کمپ کې افغان کډوال چې د اعتراض په ډول راټول شوي دي.

یو شمېر افغانان چې د امریکا په ګډون یو شمېر نورو بهرنیو هېوادونو ته يې د کډوالۍ شرایط پوره کړي وايي، له تېرو نږدې یولسو میاشتو راهیسې په افغانستان او ګاونډيو هېوادونو کې د ژوند سختې شپې تېروي.

۳۱ کلن ذاکرالله چې نږدې پنځه کاله يې په افغانستان کې له ناټو ځواکونو سره د ژباړونکي دنده ترسره کړې وايي، اوس مهال له سختو امنیتي ننګونو سره مخ دی.

دی چې د اګسټ په اتلسمه يې یو ځل له خپلې کورنۍ سره له دې هېواده د وتلو هڅه هم کړې خو د کابل په هوايي ډګر کې د سختې ګڼې ګوڼې له امله نه دی توانېدلی چې له هېواده ووځي وايي، په افغانستان کې يې ورځ تربلې ژوند سختیږي.

نوموړی وايي: "دلته ډېرې ستونزې لرو، اقتصادي ستونزې امنیتي ستونزې، له تېرو یولسو میاشتو راهیسې هیڅ ډول اقتصادي امد نه‌لرو، هغه کسان چې له افغانستانه د ویستلو په لېستونو کې شته دلته د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوي دي، دلته خلک خلکو ته ستونزې جوړوي، زما غوښتنه داده چې باید ژر تر ژره یو امن سیمې ته انتقال کړل شو."

دی وايي، د کډوالۍ ټول شرایط يې پوره کړي خو لا هم د وتلو انتظار کوي.

خو ښايي یوازې ذاکرالله نه وي چې فکر کوي په افغانستان کې يې ژوند د مرګ له ګواښ سره مخ دی، بلکې بې شمېره نور افغانان چې په دې هېواد کې يې له بهرنیو عسکرو سره دندې درلودې له ورته برخلیک سره مخ دي.

د افغان مېرمنو د حقونو فعاله فایضه زیرک، چې اوس مهال په اسلام اباد کې بل بهرني هېواد ته د تللو لپاره، د انتظار شپې سبا کوي وايي، له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ ده.

نوموړې وايي: "ډېر شمېر خبریالان، مدني فعالان او مذهبي اقلیتونه دلته پاکستان ته کډوال شوي دي، دوی له تېرو څو میاشتو راهیسې له دې هېواده د تخلیې انتظار وباسي، دوی دلته له سختو ستونزو سره مخ دي، او کیسونه يې نه دي څېړل شوي."

البانيا کې د افغان کډوالو يو کمپ
البانيا کې د افغان کډوالو يو کمپ

یوه بله مېرمن هم چې نه غواړي په راپور کې یې، نوم يې خپور شي له ورته برخلیک سره مخ ده.

نوموړې وايي: "له تېرو نهه میاشتو راهیسې په پاکستان کې کډوال یو، له سختو ستونزو سره مخ یو، دلته د ځای نه شتون، اقتصادي ستونزې، زموږ د کیسونو نه څېړل هغه مسایل دي، چې موږ ورسره په جدي ډول لاس او ګریوان یو."

دوی غوښتنه کوي چې بهرني همکاران يې باید د دوی د ژوند غم وکړي او له افغانستانه په وتلو کې ورسره مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو پر بنسټ د اګسټ له پنځلسمې راوروسته کله چې بهرني ځواکونه له افغانستانه وتلي دي د امریکا په ګډون د ناټو غړو بېلابېلو هېوادونو نږدې یو لک پنځوس زره افغانان چې له دوی سره يې دندې درلودې له دې هېواده ویستلي دي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

خو یو شمېر افغانان وايي دا مهال دا پروسه ډېره پڅه روانه ده.

که څه هم طالبانو په وار وار ډاډ ورکړی، چې په افغانستان کې يې د ټولو افغانانو ژوند خوندي کړی او هیچاته د مرګ ګواښ نه‌شته خو بېلابېلو نړیوالو بنسټونو راپورونه ورکړي چې د طالب وسله والو په بېلابېلو ولایتونو کې د تېر حکومت یو شمېر کارکونکي وژلي، ربړولي او تري تم کړي دي.

خو دا راپورونه طالبانو رد کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د نیویارک پوسټ ورځپاڼې د تازه راپور پر بنسټ چې څو ورځې وړاندې خپور شو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته تر دې دمه له ۲۴۰ زرو زیات افغانان د امریکا ځانګړو ویزو، د مهاجرت او د بشري خواخوږۍ پر بنسټ د خپلو غوښتنلیکونو پروسې ته منتظر دي.

XS
SM
MD
LG