د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۳

رسنۍ: ایران له ۴۵۰۰ ډېر افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي


آرشیف -له ایران څخه ایستل شوې یوه افغانه کورنۍ
آرشیف -له ایران څخه ایستل شوې یوه افغانه کورنۍ

ایراني رسنۍ وايي، چې تازه له ۴۵۰۰ ډېر افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي.

احمدشاه چې د بغلان ولایت اوسېدونکی دی، تازه له ایران څخه د هرات اسلام کلا بندر نه رااړول شوی دی.

هغه چې یو کال مخکې ایران ته د کار لپاره په قاچاقي لارو تللی و، وايي په تېر یوه کال کې یې په ایران کې په ودانیزو چارو کې کار کاوه او ګټلې پیسې یې کورنۍ ته لېږلي، خو د ایران پولیسو څه موده مخکې هغه او ځینې ملګري یې په خونه کې ونیول او افغانستان ته یې راولېږل.

نوموړي وویل: "یو کال په ایران کې وم، درې میاشتې مې کار کړی و، ماښام په اتاق کې ناست وو چې پولیس راغلل او موږ یې ونیولو. د درېیو میاشتو پیسې مو وانخیستلې."

هغه وايي، له کوم چا سره یې چې کار کاوه، د درېیو میاشتو مزد یې نه و ورکړی او اوس نه پوهېږي چې څنګه خالي لاسونه له خپلې کورنۍ او ناروغ پلار سره مخ شي.

د احمدشاه کیسه د هغو زرګونو افغان ځوانانو کیسې ته ورته ده، چې له ایران څخه افغانستان ته اړول کېږي.

د فراه ولایت اوسېدونکی ابراهیم هغه ۱۶ کلن تنکی ځوان دی، چې ایران ته د قاچاقي تګ پر مهال په لاره کې نیول شوی او بېرته افغانستان ته رااړول شوی دی.

ابراهیم وویل: "موږ ته یې وویل چې وتښتئ، موږ په منډه شو خو تيږو زموږ ملګري خوږ کړل او بریالي نه شو چې وتښتو. موږ یې ونیولو او ډېر یې ووهلو. موږ ته یې وویل چې لاسونه مو پاس په سر ونیسئ، کېنئ او پاڅئ. موږ یې ډېر وځورولو."

په وروستیو کې له ایرانه د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ چټکه شوې ده.

د ایران حکومت تېره اوونۍ اعلان کړی و، هغه افغان کډوال چې په غیر قانوني ډول دې هېواد ته ورغلي او اسناد نه لري، له ایران څخه ایستل کېږي.

تازه ایراني رسنیو ویلي، چې په تېرو ۲ ورځو کې له ۴۵۰۰ ډېر افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته لېږل شوي دي.

آرشیف - د ایران او ترکیې پر پوله یو شمېر افغانان
آرشیف - د ایران او ترکیې پر پوله یو شمېر افغانان

د ایران ترڅنګ ترکیې هم ویلي، هغه افغان کډوال بېرته افغانستان ته استوي چې قانوني اسناد نه لري.

افغانه کیهانه چې اوس په ایران کې ژوند کوي، ازادي راډيو ته وویل چې ورور یې یوه میاشت مخکې په قاچاقي ډول ترکیې ته لاړ خو له رسېدو سره سم پولیسو ونیو او زنداني یې کړ.

نوموړې وايي، ورور یې د افغانستان د ملي اردو سرتېری و او اوس د ترکیې له سرحدي پولیسو سره دی.

هغه زیاتوي: "پولیسو ونیو، زنداني یې کړ. شل که پنځلس ورځې زندان کې و، له هغه ځای څخه یې کمپ ته بیولی او اوس له کمپ څخه د وتلو اجازه نه لري او نه هم کولای شي چې له خپلې کورنۍ سره وغږېږي."

د ترکیې اناتولي خبري اژانس ویلي، ۳۶۳ هغه افغانان چې په ناقانونه توګه ترکيې ته داخل شوي، پېژندل شوي او ډېر ژر به افغانستان ته واستول شي.

د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته بېلابېلو هېوادونو په ځانګړې ډول ګاونډیو هېوادونو ته د افغانانو د کډوالۍ لړۍ چټکه شوې ده او ځینې هغه افغانان چې د قانوني سفر شرایط نه ورته برابرېږي، قاچاقي سفرونو ته مخه کوي.

ایران او پاکستان دوه هغه هېوادونه دي چې ډېر افغان کډوال په کې مېشت دي.

XS
SM
MD
LG