د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

د بښنې نړيوال سازمان: تېر يو کال کې ايراني او ترکي ځواکونو ۱۴ افغان کډوال وژلي


يو شمېر افغان کډوال
يو شمېر افغان کډوال

د بښنې نړیوال سازمان وايي، په تېر یو کال کې يې د ایراني او ترکي ځواکونو له لوري د لږ تر لږه ۱۴ افغان کډوالو د وژلو اسناد ترلاسه کړي دي.

دغه سازمان په یو تازه خپور کړي راپور کې ویلي دي، چې ۱۱ افغان کډوال د ایراني ځواکونو او درې نور د ترکیې ځواکونو له لوري وژل شوي دي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې، دغو دواړه هېوادونه د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف خپلو هېوادونو ته د افغان کډوالو د داخلېدو مخه نیسي.

د لغمان ولایت د قرغیو اوسېدونکي میرویس د ترکیې په یو زندان کې تر دوه نیمې میاشتې بند وروسته څو اوونۍ مخکې ته افغانستان ته راستون کړل شو.

میرویس د اروپا په نیت افغانستان پرېښی او په مرګونو لارو تر ترکیې رسېدلی و، خو وايي په یاد هيواد کې د قانوني اسنادو د نه درلودلو له امله د ترکیې پولیسو ونیوه او زندان ته يې واچوه.

نوموړی وايي: "موږ يې ونیولو نږدې دوه نیمې میاشتې زندان يې راباندې تېر کړو، وروسته سفیر راغې وې ویل چې که افغانستان ته ځئ نو هلته به درته درې نیم سوه ډالره درکړل شي موږ هم ورسره ومنله خو کله چې کابل ته راوسېدو نه چا پیسې راکړې او نه چا زموږ پوښتنه وکړه."

میرویس د لېسانس تر کچې زده کړې کړي خو په خبره يې په افغانستان کې، د امنیتي او اقتصادي ستونزو له امله اړ شو چې له هيواده ووځي.

د بښنې نړيوال سازمان دا راپور له خلکو سره د مرکو پر بنسټ چمتو کړی دی.
د بښنې نړيوال سازمان دا راپور له خلکو سره د مرکو پر بنسټ چمتو کړی دی.

د ننګرهار اوسېدونکی رحمان الله چې تازه له ایرانه ویستل شوي هم ورته کیسه لري.

نوموړی وايي: "دلته خو کاروبار نشته، ان د ورځې مزدورې نه پیدا کېږي، زه به په ځان سختې تېرې کړم، خو زما اولادونه خو يې رانه غواړي نو زه اړ یم چې هر څومره سختې او مرګونې لارې وي بیا به ځم او د ترکیې له لارې به ځان اروپا ته رسوم."

دا په داسې حال ده چې تازه د بښنې نړیوال سازمان په یو راپور کې ویلي، چې ایران او ترکیه د نړیوالو قوانینو خلاف، خپلو هېوادونو ته د افغان کډوالو د داخلېدو مخه نیسي.

دغه سازمان تېره ورځ ناوخته په یو راپور کې ویلي، د ایران او ترکیې امنیتي ځواکونه په په خپلو سرحدي سیمو کې پر افغان کډوالو ډزې کوي چې ان د دوی د وژلو او ټپي کېدو لامل کېږي.

د بښنې نړیوال سازمان وايي چې دا راپور یې له لسګونه افغانانو سره د مرکو پر بنسټ چمتو کړی او په دې ډله کې هغه ۷۴ کسان هم شامل دي چې په جبري ډول اېستل شوي دي.

د بښنې نړیوال سازمان په راپور کې راغلي دي، چې دوی په تېر یو کال کې د ایران ځواکونو په ډزو کې د یولسو او دغه شان د ترکیې ځواکونو په ډزو کې د دریو افغانانو د وژل کېدو اسناد ترلاسه کړي دي.

راپور زياتوي، دا شمېرې ښايي له هغه څه چې دې بنسټ مستند کړي په مراتبو زيات وي.

خو ایران او ترکیې هيوادونو تر دې دمه د بښنې نړیوال سازمان د دغه راپور په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

د بښنې نړیوال سازمان په راپور کې راغلي دي چې، ایران او ترکیه هغه افغانان په زوره له خپلې خاوري وباسي چې په افغانستان کې يې ژوند د مرګ له ګواښ سره مخ دی.

د بښنې نړیوال سازمان غوښتنه کړې چې، اوس مهال باید هیڅ افغان افغانستان ته په زور ستون نه کړای شي ځکه دغه سازمان بارو لري چې ښايي په افغانستان کې دوی د بشري حقونو له جدي سرغړونې سره مخ شي.

د بښنې نړیوال سازمان پر نړیوالې ټولنې غږ کړی څو هغو هېوادونو سره مرسته وکړي چې د افغان کډوالو ملاتړ کوي او له اروپا، متحدو ایالتونو او کاناډا څخه یې غوښتي دي چې د هغو افغانانو د ایستلو زمینه مساعده کړي چې د طالبانو له ګواښ سره مخامخ دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت تازه په دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو مخکې يې ویلي و په افغانستان کې د هیچا سر ته خطر نه دی پېښ او د خپل مشر د عمومي عفوې اعلان ته ژمن دي.

هغه څه چې د يو شمېر نړيوالو سازمانونو په راپورونو کې د طالبانو له لوري د هدفي وژنو او د تېر نظام د ځينو کارکوونکو او پوځيانو د ربړونې په اړه ورڅخه يادونه شوې ده.

وروسته له هغې چې تېر ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست په میاشت کې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووتل او طالبان په دې هېواد واکمن شول، په سلګونه زره افغانان له دې هېواده ووتل او دا چاره لا هم روانه ده.

XS
SM
MD
LG