د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۲

ترکيه کې افغان کډوال: برخليک مو نه‌دی مالوم


ترکيه کې افغان کډوال - ارشيف
ترکيه کې افغان کډوال - ارشيف

په ترکیه کې ځینې افغان پناه غوښتونکي وايي، په بې برخلیک حالت کې ژوند کوي او له هغه هېواده له وتلو پرته بله چاره نه‌لري.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، ترکیې په سلګونو افغان پناه غوښتونکي له خپلې خاورې ایستلي دي.

بل لوري ته جاپان چې د نړۍ په بل سر کې پروت دی، نږدې ۱۰۰ افغانانو ته په هغه هېواد کې د استوګنې اسناد ورکړي دي.

په ترکیه کې د افغان پناه غوښتونکي محب لپاره ژوند خپل واقعي مفهوم بایللی دی.

هغه په افغانستان کې خبریال و، چې کال مخکې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته اړ شو، چې له خپل هېواده ووځي او ځان استانبول ته ورسوي.

نوموړی وايي: "تر ټولو لوی بدلون دا دی چې له خپله هېواده بهر یې، خو د یوه سېلاني په توګه نه، بلکې په تبعید کې یې، ځکه خپل هویت دې له لاسه ورکړی. داسې احساسوې چې پر کاغذ دې یوازې نوم لیکلی او بس!"

ترکيه کې يو شمېر افغان او سوري کډوال چې ترکي سرتېري ترې پوښتنې کوي.
ترکيه کې يو شمېر افغان او سوري کډوال چې ترکي سرتېري ترې پوښتنې کوي.

محمد شعیب نوابي بل افغان پناه غوښتونکی دی، چې له خپلې مور او څلورو اولادونو سره تېر کال د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د ایران له طریقه ترکیې ته ورسېد.

هغه وايي، غواړي له ترکیې ووځي، خو د دې کار لپاره هېڅ کوم انتخاب نه‌لري.

ښاغلی نوابي وايي: "په پام کې لرم، چې له ترکیې ووځم او د ژوند لپاره بهتره ځای پیدا کړم، لکه امریکا، کاناډا، یا هم اروپا. لږ تر لږه داسې چې بهتره ژوند ولرم او ماشومان مې ښه راتلونکی ولري."

ترکیه وايي، چې دا مهال د ۴ ميلیونه پناه غوښتونکو کوربنه ده، چې ډېری یې د سوریې وګړي دي.

په عین حال کې له ترکیې د بې اسنادو افغانانو اجباري اخراج کول هم دوام لري.

په ترکیه کې د حکومت مخالفانو د کډوالۍ په برخه کې د حکومت پر پالیسیو انتقاد کړی او د دغو قوانینو د لا سختېدو غوښتنه کوي.

په وروستیو کې د ترکیې سرې میاشتې ټولنې ویلي، هغه بې اسناده افغانان چې غواړي په خپله خوښه افغانستان ته لاړ شي، د کار او کسب زمینه ورته برابروي.

خو له ترکیې څو زره کیلومتره لیرې، جاپان ۹۸ تنه افغانانو ته په هغه هېواد کې د اوسېدو اسناد ورکړل.

د جاپان رسنیو پرون راپور ورکړ، چې په دغو کسانو کې په کابل کې د جاپان د سفارت افغان کارکوونکي له خپلو کورنیو سره شامل دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG