د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۹

جرمنی د کډوالۍ د يوه نوي پروګرام له لارې ۳۷ زره افغانان دغه هېواد ته لېږدوي


ارشيف
ارشيف

د افغانانو لپاره د جرمني د کډوالۍ نوی پروګرام هغو خلکو ته دی چې دمګړۍ په افغانستان کې اوسیږي او ژوند یې له خطر سره مخ دی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې، د زیانګالو افغانانو لپاره په دې فدرالي پروګرام کې دوه کټګورۍ خلک مستحق ګڼل کېږي.

د اعلامیې په اساس لومړی هغه خلک مستحق دي چې پخوا یې له عدلي او قضايي برخو او رسنیو سره کار کاوه یا یې سیاسي، فرهنګي او ورزشي فعالیتونه درلودل او اوس یې ژوند په خطر کې دی.

په دویمه برخه کې د هغو خلکو د کډوالۍ غوښتنلیکونه منل کېږي چې د جنسیت، جنسي تمایلاتو، هویت یا مذهب په خاطر له کوم خاص تاوتریخوالي سره مخ دي یا یې پخوا بد حالت تجربه کړی وي.

لومړیتوب هغو ښځو ته ورکول کېږي چې تاوتریخوالی ورسره شوی وي او حقونه یې تر پښو لاندې شوي وي.

د جرمني د بهرنیو چارو د وزیرې انالینا بربوک په حواله په اعلامیه کې راغلي، د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې ګڼ خلک په تېره بیا ښځې له سختو شرایطو سره مخ دي او هره ورځ په وېره کې ژوند کوي.

اغلې انالینا زیاته کړې د جرمني د کډوالۍ په دې بشري پروګرام کې همدغو خلکو ته یو چانس ورکول کېږي چې ښه او سوله‌ییز راتلونکی ولري.

د جرمني د بهرنیو چارو د وزیرې انالینا بربوک
د جرمني د بهرنیو چارو د وزیرې انالینا بربوک

د جرمني د کډوالۍ د دغه بشري پروګرام په چوکاټ کې ۳۷ زره افغانانو ته ځای ورکول کېږي چې یوه لویه برخه یعنې ۲۴ زره یې هغه کسان او د کورنۍ غړي یې دي چې پخوا یې له جرمني سره کار کاوه.

۱۲ زره نور یې له خطر سره مخ او زیانګالي افغانان دي.

جرمن چارواکو ویلي، له تېر کال راهیسې یې شل زره افغانان دغه هېواد ته انتقال کړي او هڅه کوي چې د لا زیاتو افغانانو لاسنیوی وکړي.

د جرمني له دې اعلان سره سم بیا د بښنې نړیوال سازمان د جرمني څانګې انتقاد کړی چې جرمن چارواکي باید هغه افغانان هم له پامه ونه غورځوي چې اوس وخت د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې د کډوالۍ په کمپونو کې شپې سبا کوي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، د جرمني په نوي بشري پروګرام کې باید دا شرط لرې شي چې خلک یوازې له افغانستان دننه د کډوالۍ دغه پروګرام ته نوملیکونه کولای شي.

د جرمني د بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو د ګډې اعلامیې له مخې یو شمېر مدني ټولنې به د زیانګالو افغانانو په پېژندلو کې مرسته کوي او لومړی به هغه کسان ایستل کېږي چې پخوا یې یو څه کارونه مخته تللي وي.

XS
SM
MD
LG