د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ تله ۱۴۰۱ کابل ۰۹:۲۱

افغانستان

تېره اوونۍ کې له ۷ زره ډېر افغانان له ايرانه ايستل شوي

له ايرانه راستانه شوي افغانان - ارشيف

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېره یوه اوونۍ کې له اوو زرو ډېر افغانان له ایرانه ایستل شوي دي.

له بلې خوا ایران ویلي چې، اوسمهال په هغه هېواد کې د افغان کډوالو شمېر ۴،۵ میلیونو ته رسېږي او نړیواله ټولنه باید له دوی سره مرسته وکړي.

تر دې وړاندې ویل شوي وو چې ایران په تېره یوه میاشت کې شاوخوا پنځه زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته استولي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

قانوني د ژغورنې لپاره د مقاومت شورا له غړیتوبه د استعفا خبر جعلي وباله

محمدیونس قانوني

محمدیونس قانوني د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت د شورا له غړیتوب څخه د ده د استعفا خبر جعلي وباله.

قانوني په یوه ویډیو کې چې نن پر ټولنیزو رسنیو خپره شوه وویل چې دا خبر ردوي.

د قانوني د استعفا خبر نن ده ته په یوه منسوب لیک کې ورکړل شو.

یاده شوې شورا په غبرګولي میاشت کې د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د ځینو افغان سیاستوالو او پخوانیو چارواکو په ګډون جوړه شوې وه.

قانوني مخکې د ولسمشر د لومړي مرستیال او د ولسي جرګې د رییس پر دندو کار کړی.

قانوني د افغانستان ژغورنې لپاره د مقاومت جبهې شورا څخه استعفا وکړه

محمد یونس قانوني

محمد یونس قانوني د افغانستان ژغورنې د مقاومت له ملي جبهې څخه استعفا وکړه.

د قانوني لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې د هغو اختلافونو له امله چې مخکې يې د دې جبهې له رهبري سره شریک کړي وو، له دې جبهې خپله لار بېلوي.

هغه ویلي چې د جبهې له غړو سره یې د ملي وحدت، سولې او امنیت، سیمه ییزو او نړیوالو اړیکو په برخه کې شته اختلافونه حل نه شول، ځکه استعفا ته اړ شو.

محمد یونس قانوني په تېر جمهوري حکومت کې د ولسمشر د لومړي مرستیال او د ولسي جرګې د رئیس په توګه دندې کړې وې او په وروستیو کې د افغانستان د ژغورنې د مقاومت له جبهې سره يو ځای شوی و چې تر ډېره د مخکيني دولت چارواکي او د طالبانو مخالف سیاستوال په کې راټول دي.

رینا امیري د اسلامي همکاریو د سازمان له استازي سره خبرې کړي

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي چې د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان له استازي طارق علي بخیت سره یې د افغان ښځو او ځوانانو د ملاتړ په اړه خبرې کړي.

مېرمن امیري پرون پر ټویټر په یوه بیان کې ولیکل چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې د ۷۷ غونډې په څنډه کې یې له ښاغلي بخیت سره په داس حال کې چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس ویسټ هم حاضر و، وکتل.

مېرمن امیري ویلي دوی په دې کتنه کې موافقه وکړه چې د افغان نجونو د تعلیم لپاره د حق لپاره باید په افغانستان کې د ښځو د حقونو د یوې برخې په توګه مبارزه وشي.

د نجونو تعلیم هغه مسئله ده چې مېرمن امیري او نورو امریکايي چارواکو یې په وار وار ملاتړ کړی او د طالبانو پر حکومت یې فشار راوستی چې له شپږم د پورته ټولګیو د زده کوونکو نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې بیا پرانېزي.

د پاکستان صدراعظم: طالبان دې د دوحې تړون عملي کړي

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف پر طالبانو غږ کړی چې د نجونو ته د زده کړو او ښځو ته د کاري فرصتونو د برابرولو او بشري حقونو ته د درناوي په ګډون ټولو افغان وګړو ته انډول فرصتونه برابر کړي.

شریف له اسوشیتیدپریس خبري آژانس سره په یوه مرکه کې چې پرون خپره شوه همداراز له طالبانو وغوښتل چې د دوحې پر تړون عمل وکړي.

د دې تړون له مخې امریکا خپل پوځي ځواکونه له افغانستانه واېستل او طالبانو په بدل کې د نورو ژمنو ترڅنګ ومنله چې بشري حقونو ته به درناوی کوي او په افغانستان کې به تروریستانو ته اجازه نه ورکوي.

شریف وویل طالبانو چې د دوحې تړون لاسلیک کړی نو باید درناوی هم ورته وکړي.

طالبانو د شریف د دې څرګندونو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

افغان کرېکټ ملي لوبډله پرون متحده عربي اماراتو ته ولاړه

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي - ارشيف

متحده عربي اماراتو ته د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې د سفر هدف د ۲۰ اوریزه نړیوال جام سیالیو ته چمتووالی ښودل شوی دی.

د افغانستان د کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک د افغان کرېکټ لوبغاړو د سفر د هدف په اړه ازادي راډيو ته وویل: "له دې وروسته به افغان لوبډله له ښه چمتووالي سره اسټرالیا ته سفر وکړي او هلته به شاوخوا دوه اونۍ تمریناتي کمپ ولري."

په پام کې ده چې د کرېکټ د ۲۰ اورونو نړیوال جام د اکټوبر په ۱۶مه په استرالیا کې پیل شي او د نومبر تر ۱۳مې به دوام وکړي.

افغانستان په الف ګروپ کې له انګلستان، نیوزیلنډ او اسټرالیا سره لوبېږي او خپله لومړۍ لوبه به د اکټوبر په ۲۲مه د انګلستان له لوبډلې سره کوي.

زابل کې د پوستکي ناروغۍ له امله سلګونه څاروي مړه شوي

ارشيف

راپورونه کاږي چې په زابل کې د پوستکي د ناروغۍ له امله سلګونه څاروي مړه شوي دي.

دغې ناروغۍ د پکتيا، خوست، غزني او ننګرهار په ګډون په يو شمېر نورو ولايتونو کې سلګونه غواګانې وژلي دي.

د زابل ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي دې نتیجې ته رسېدلي چې، په دغه ولایت کې څه باندې درې زره غواګانې د پوستکي په ناروغۍ اخته شوي او تر اوسه شاوخوا پنځه سوه غواګانې له منځه تللي دي.

د جرمني پارلمان له افغانستانه د تخليې د عملياتو په اړه څېرنه پيل کړې

ارشيف

د جرمني پارلمان له افغانستان څخه په ۲۰۲۱ کال کې د وتلو د عملیاتو په اړه څېړنه پیل کړې ده.

د جرمني رسنیو په وینا، د دغه هېواد یوه پارلماني کمېټه په دې اړه څېړنه کوي چې، ولې ډېری هغه افغانان چې له جرمني سره یې کار کړی، له افغانستانه نه دي ایستل شوي او د طالبانو له خوا له خطر سره مخامخ دي.

د جون په میاشت کې راپور ورکړل شوی و چې، شاوخوا ۱۲۰۰۰ افغانان چې له جرمني څخه یې د کډوالۍ د غوښتنلیکونو د منلو ژمنه ترلاسه کړې، هغه هېواد ته د تللو په تمه دي.

دغه راز يو شمېر افغان پناه غوښتونکي چې د جرمني د حکومت له‌خوا ورسره همکاري نه کېده، بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

بلاول بوټو: نړيوالو سره د ژمنو د نه عملي کېدو له امله طالبان په رسميت نه پېژندل کېږي

بلاول بوټو د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو له سرپرست اميرخان متقي سره

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وايي، د طالبانو حکومت د نړیوالې ټولنې له‌خوا ځکه په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی چې خپلې ژمنې یې نه‌دي پوره کړي.

نوموړي دا خبره د فرانسې له تلوېزیون سره په مرکه کې کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو د هغه اقدام په اړه خواشیني څرګنده کړې چې په افغانستان کې یې په ښوونځیو کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو مخه نیولې ده.

د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون د بشري حقونو درناوی له طالبانو څخه د نړیوالې ټولنې له اساسي غوښتنو څخه دي.

زهرا جويا د ګولکيپرانو کلنۍ جايزه واخيسته

ايوارډ

د بیل او ملینډا ګېټس بنسټ د ۲۰۲۲ کال د ګولکیپرانو جایزه د افغانستان د خبري ویبپاڼې «رخشانه» موسسې زهرا جویا ته ورکړه.

د رخشانه ویبپاڼې د راپور له مخې، زهرا جویا د هالیووډ د نامتو سینمايي هنر غاړې انجلینا جولي له لوري د دې جایزو د مراسمو برخوالو ته ور وپېژندل شوه.

سږنۍ جایزه همدا راز د اروپايي اتحادیې د کمېسیون مشرې اورزلا فلن دیرلین او د هند او یوګنډا دوو ښځو ته ورکړل شوه.

زابل کې د نري رنځ ناروغي ډېره شوې

د نري رنځ يو روغتون - ارشيف

د زابل د عامې روغتیا رئیس ډاکتر عبدالحکیم حکیمي وايي، په وروستیو څو میاشتو کې د نري رنځ لږ تر لږه ۶۰۰ ناروغان تشخیص شوي دي.

نوموړي په عین حال کې د بې پولې ډاکترانو له لوري په زابل کې د نري رنځ د درملنې لپاره د یوه مرکز د جوړېدو یادونه وکړه.

نوموړي وويل: "په خواشینۍ سره په دې وروستیو کې د زابل په بېلابېلو ولسوالیو او بانډو کې د نري رنځ پېښې زیاتې شوي دي، په وروستیو میاشتو کې لږ تر لږه ۶۰۰ ناروغان تشخیص شوي او د هغوی درملنه اوس هم روانه ده."

په وروستیو کې په زابل کې د نس ناستې او شري ناروغۍ هم ډېرې خپرې شوي چې له کبله یې یو شمېر کسان په تېره بیا ماشومان مړه شوي دي.

سوداګرۍ وزارت: تېرو ۶ مياشتو کې د ۱۹ ميليون ډالرو په ارزښت ځلغوزي صادر شوي

د خوست جلغوزي - ارشيف

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له افغانستان څخه د ۱۹ میلیون ډالرو په ارزښت ځلغوزې بهر ته صادرې شوي دي.

که څه هم د افغانستان د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته هوايي دهلیزونه بند شوي او بهر ته د صادراتو په تېره بیا ځلغوزیو صادرات کم شوي خو د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د ځلغوزیو د صادراتو اندازه په زیاتېدو ده.

دا وزارت وايي، ژر به ۱۸ ټنه ځلغوزه ایټالیا ته صادره شي.

طالبانو د بګرام هوايي اډې د ترميم چارې پيل کړي

بګرام پوځي اډه

د طالبانو دفاع وزارت وايي، د بګرام د هوايي اډې د ترمیم او فعالولو چارې یې پرون (چهارشنبې) پیل کړې.

دغه وزارت پر خپله ټویټرپاڼه په یوه خبر کې ویلي چې، د دوی مسلکي ټیم هڅه کوي دا هوايي اډه ژر ترمیم او استفادې ته چمتو کړي.

د طالبانو دفاع وزارت ویلي چې، د ۲۰۲۱ د اګست په ۳۰ مه امریکايي پوځیانو له افغانستان څخه تر وتلو مخکې د بګرام هوايي اډې تاسیسات ویجاړ کړي وو.

د افغانستان بانک نن ۱۲ ميليونه ډالر ليلاموي

ارشيف

د افغانستان بانک وايي، په پام کې لري نن چهارشنبه ۱۲ ملیونه امریکايي ډالره په یوه داوطلبۍ کې لیلام کړي.

دغه بانک پرون په یوه خبرپاڼه کې له خصوصي بانکونو، شرکتونو، صرافیو او د پولي خدماتو وړاندې کولو له ادارو چې پر شرایطو برابر وي، په دې داوطلبۍ کې د ګډون غوښتنه کړې ده.

د افغانستان بانک زیات مهال په بازارونو کې د افغانیو د ثبات په هدف په ملیونونو ډالر لیلاموي، که څه هم دې کار د افغانیو بیه یوڅه ثابته ساتلې خو خلک شکایت لري، چې د خوراکي او نورو ضروري توکو بیې لوړې شوې دي.

اوچا د هغو زده کوونکو په اړه اندېښنه ښودلې چې له زده‌کړو بې برخې دي

يو شمېر افغانې زده کوونکې - ارشيف

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) د هغو زده کوونکو په اړه اندېښنه وښوده چې د افغانستان په ګډون په ځینو هېوادونو کې له تعلیم بې برخې پاتې دي.

اوچا پرون په خپل ټویټر کې ولیکل، چې په افغانستان کې له څه باندې ۳۶۵ ورځو راهیسې نجونې له شپږم ټولګي پورته نور تعلیم نه‌شي کولی.

د دې ادارې په خبره، په پاکستان کې هم وروستیو سېلابونو د درې نیم ملیون زده کوونکو د تعلیم بهیر ټکنی کړی او په اوکرايین کې روانې جګړې هم نږدې د شپږو ملیونو ماشومانو زده کړه اغېزمنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې ټینګار کړی، چې تعلیم صبر نه‌شي کولی او ټول اړخونه دې نجونو او هلکانو ته د زده کړې زمینه برابره کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG