د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۶

د کاناډا صدراعظم: د ۴۰زره افغان کډوالو لېږد برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړم


کاناډا ته لېږدول شوي افغان پناه غوښتونکي - ارشيف
کاناډا ته لېږدول شوي افغان پناه غوښتونکي - ارشيف

کاناډا وايي، دې هېواد ته د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له‌ ۱۵مې وروسته، ۲۰ زره افغان کډوال ور رسېدلي دي.

د کاناډا د دولت له‌خوا یوه خپره شوې خبرپاڼه کې چې پرون خپره شوې، دې هېواد ته د ۴۰ زره افغان کډوالو د لېږد پروسې په بشپړېدو هم ټینګار شوی.

دا په داسې حال کې ده، یو شمېر افغانان چې کاناډا ته د تلو په شرایطو برابر دي او اوس مهال په درېیمو هېوادونو کې اوسېږي، د خپل بې‌برخلیکه وضعیت په اړه اندېښمن دي.

د ښځو د حقونو فعاله مولوده توانا د خپلې ۵ کسیزې کورنۍ سره یو ځای نږدې اووه میاشتې کېږي چې له ډېرو ستونزو او کړاوونو سره په پاکستان کې مېشته ده.

مېرمن توانا وايي، یو شمېر مدني ټولنو یې د کډوالۍ قضیه کاناډا ته لېږلې، خو تر اوسه د دې هېواد له‌خوا کوم مثبت خبر نه‌دی اورېدلی.

نوموړې وايي: "سره له دې چې ما له یوې لسیزې راهیسې له معتبرو ادارو سره کار کړی او اسناد هم لرم. تر خوا یې د ګواښونو په اړه ډېر مهم سندونه لرم چې خپله طالبانو راته کړي. له بده مرغه تر اوسه په بې‌برخلیکه حالت کې پاکستان کې یم، هیڅ داسې ځای نه‌شته چې زما غږ واوري."

اسلام اباد کې يو شمېر هغه افغانان چې نورو هېوادونو کې د پنا اخيستو په تمه دي.
اسلام اباد کې يو شمېر هغه افغانان چې نورو هېوادونو کې د پنا اخيستو په تمه دي.

مولوده توانا چې د جمهوري نظام پر مهال یې په کورنیو چارو وزارت کې د جندر د امرې په توګه کاوه، د امنیتي ستونزو له امله مجبوره شوه چې افغانستان پرېږدي.

مولوده توانا وايي، د خپل بې‌برخلیکه حالت، غربت او له دې امله چې اولادونه یې ښوونځي ته نه‌ځي په بېلابېلو ناروغیو اخته شوې.

په درېیمو هېوادونو کې د کاناډا ویزې ته په تمه افغانان داسې مهال دا اندېښنه څرګندوي چې تازه دې هېواد ته ویلي، د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵مې وروسته، ۲۰زره افغانان ور رسېدلي دي.

کاناډا د ورغليو افغانانو د ورتګ هرکلی کړی.

د کاناډا د دولت له‌خوا پرون یوه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، دوی خپل هېواد ته د ورغلیو افغانانو له ورتګ هرکلی کوي او تازه په یوې چارټر الوتکې له متحده‌عربي اماراتو هم ۳۳۷ تنه ور رسېدلي دي.

دې خبرپاڼه کې کاناډا ته د افغان کډوالو د لېږد پروسه پېچلې بلل شوې چې په کور دننه او نړیواله کچه قوي کړن‌لارې ته اړتیا لري.

د کاناډا د حکومت په خبرپاڼه کې دا هم لیکل شوي، سره له دې چې ستونزې شته، خو بیا هم دوی تر ۲۰۲۳ کال پورې د ۴۰ زره افغانانو لېږد ته ژمن دي.

په ورته وخت کې د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو په خپله ټویټرپاڼه خپل هېواد ته تازه لېږدول شویو افغان کډوالو ته هرکلی ویلی او زیاتوي، کاناډا ته به د ۴۰ زره افغانانو د لېږد په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو
د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو

په افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، زرګونه افغانانو خپل وطن پرېښود او لا یې هم له افغانستانه د تخلیې بهیر په بېلابېلو ډولونو روان دی.

له دوی زرګونه افغانان توانېدلي چې امریکا، کاناډا او نورو اروپايي هېوادونو ته ورسېږي، خو ډېر شمېر نور یې لا هم په درېیمو هېوادونو په بې‌‌برخلیکه حالت کې ژوند کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG