د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۹

په امریکا کې لسګونه افغان ماشومان له خپلو کورنیو جلا اوسېږي


ارشیف: له کابل هوايي ډګره د امریکايي ځواکونو له لوري د افغانانو د تخلیې پروګرام څخه انځور
ارشیف: له کابل هوايي ډګره د امریکايي ځواکونو له لوري د افغانانو د تخلیې پروګرام څخه انځور

امریکايي چارواکي وايي، له ۲۳۰ زیات افغان کډوال ماشومان له خپلو کورنیو جلا په متحدوایالتونو کې اوسېږي.

د امریکا این بي سي خبري شبکې راپور ورکړی چې له ۲۳۰ زیات افغان ماشومان له افغانستانه د امریکا او ناټو د پوځي ځواکونو د وتلو په اله ګوله کې د کډوالو په ډله کې امریکا ته لېږدول شوي دي.

د هغو اسنادو له مخې چې این بي سي د کډوالو د ځای پرځای کولو له فدرال ادارې څخه ترلاسه کړي دا ماشومان له خپلو کورنیو جلا شوي او میندې پلرونه یا عزیزان یې په افغانستان کې پاتې دي.

د نوموړې ادارې چارواکو ویلي، په داسې حال کې چې له افغانستانه د خلکو د اېستلو بهیر یا تخلیه نوره هم ګرانېږي، ښايي دا ماشومان ډېرژر له خپلو کورنیو سره یوځای نه شي.

د این بي سي د راپور په اساس د اګست تر دېرشمې پورې د کډوالو د ځای پرځای کولو فدرال ادارې ته د ۱۰۴ افغان ماشومانو ساتنه ورپه غاړه وه او ۱۳۰ نور افغان ماشومان بیا ایالتي حکومتونو او غیرحکومتي ټولنو ساتل.

د امریکا این بي سي خبري شبکې راپور ورکړی چې له ۲۳۰ زیات افغان ماشومان له افغانستانه د امریکا او ناټو د پوځي ځواکونو د وتلو په اله ګوله کې د کډوالو په ډله کې امریکا ته لېږدول شوي دي.
د امریکا این بي سي خبري شبکې راپور ورکړی چې له ۲۳۰ زیات افغان ماشومان له افغانستانه د امریکا او ناټو د پوځي ځواکونو د وتلو په اله ګوله کې د کډوالو په ډله کې امریکا ته لېږدول شوي دي.

د امریکايي چارواکو د معلوماتو له مخې اوس مهال له کابل او نورو هېوادونو څخه چې افغانان په کې انتظار دي د خلکو د اېستلو په هدف په اونۍ کې یوازې یوه الوتنه کېږي.

د این بي سي راپور زیاتوي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې راهیسې د تخلیې په بهیر کې له ۱۵۰۰ زیات بې سرپرسته افغان ماشومان امریکا ته لېږدول شوي چې د امریکا مسوولو ادارو له دې ډلې څخه ۱۴۰۰ ماشومان د کورنیو له غړو یا له نورو مشرانو سره یوځای دېره کړي دي.

له بلې خوا په یوه تازه کې راپور کې راغلي دي چې د امریکا د کورني امنیت وزارت د هغو افغانانو په ډله کې چې د تخلیې په بهیر کې امریکا ته لېږدول شوي، داسې کسان موندلي چې پوره امنیتي سوابق یې نه دي څېړل شوي.

په راپور کې ویل شوي چې د دې وزارت چارواکي د تازه راغلیو کسانو د سوابقو په څېړنه کې له ستونزو سره مخامخ دي ځکه فکر کوي ښايي داسې کسان هم امریکا ته راوستل شوي وي چې د امریکا ملي امنیت ته ګواښ پېښ کړي.

په عین حال کې د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون سرمفتش شان اوډونېل دوو جمهوریپالو سناتورانو ته ویلي چې دی به د دې راپورونو په اړه څېړنه وکړي.

XS
SM
MD
LG