د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۶

طالبان: امریکا د کابل هوايي ډګر ځینې سیمې تخلیه کړي خو دوی یې ردوي


د کابل هوايي ډګر
د کابل هوايي ډګر

په داسې حال کې چې له افغانستانه د بهرنیانو او د هغوی د افغان همکارانو د انتقال بهیر درې ورځې وروسته په رسمي توګه پای ته رسېږي.

له امریکا پرته، د بریتانیا او فرانسې په ګډون له شلو زیاتو هېوادونو تېره ورځ اعلان وکړ چې دوی خپل د انتقال عملیات پای ته رسولي او د خپلو هېوادونو د اتباعو په ګډون یې زرګونه کسان له افغانستانه ایستلي دي.

بل خوا طالب چارواکي وايي چې تېره ورځ امریکايي ځواکونو د کابل د هوايي ډګر ځینې مهمې سیمې تخلیه کړي او طالبانو یې کنټرول په لاس کې اخیستی.

د دغې ډلې یو ویاند مولوي بلال کریمي د شنبې په ورځ ازادي رايډیو ته وویل چې ډېر ژر به د ټول هوايي ډګر کنټرول خپل کړي: "تېره ورځ ځینې مهمې سیمې امریکايانو تخلیه کړي، هلته د اسلامي امارت مجاهدین رسېدلي او سیمې یې تر خپل کنټرول لاندې راوستي، خو د بشپړ تخلیې راپورونه موږ ته نه دي رسېدلي."

خو د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي د طالبانو دا څرګندونې ردوي او وايي چې د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر ټولې چارې د دوی د ځواکونو له خوا کنټرولېږي.

نوموړي زیاته کړه: "طالبان د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر هېڅ کومه برخه نه کنترولوي، ما هم دا رپورونه لیدلي، هغه غلط دي، طالبان هېڅ کومه دروازه یا د عملیاتو برخه نه اداره کوي، تر اوسه ټول دې امریکايي پوځیان په کنټرول کې دي."

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي ویلي چې د روانې اګسټ په ۳۱مه به د افرادو د انتقال بهیر پای ته ورسېږي.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي ویلي چې د روانې اګسټ په ۳۱مه به د افرادو د انتقال بهیر پای ته ورسېږي.

نوموړي ټینګار کړی چې د روانې اګسټ په ۳۱ مه به د افرادو د انتقال بهیر پای ته ورسېږي.

امریکايي چارواکي داسې مهال د کابل له هوايي ډګره د خلکو د ایستلو وروستي پړاو ته نږدې شوي چې لا هم ډېری په شرایطو برابر هغه کسان چې غواړي له افغانستانه ووځي بند پاتې دي.

په همدې حال کې د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی تېره شپه د ملي ټلوېزیون له لارې په پيغام کې ویلي چې له اګسټ وروسته هم هغه افغانان چې له بهرنیانو سره یې کار کړی، د قانوني اسنادو په بشپړېدو سره له افغانستانه وتلی شي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د تېرې پنجشنې په ورځ د کابل د حامد کرزي هوايي ډګر له یو وره سره له دوو خونړیو بریدو وروسته چې د امریکایانو په ګډون له ۱۷۰ زیات کسان په کې ووژل شول او تر ۲۰۰ نور ټپیان شول امریکا چارواکو د نورو ورته احتمالي بریدونو خبرداری ورکړی.

په کابل کې د امریکا د متحد ایالاتونو سفارت له امریکایانو غوښتي دي چې د حامد کرزي په هوایي ډګر کې د امنیتي ګواښونو له امله دې له تګه ډډه وکړي.

دې سفارت په یوه بیان کې ویلي، هغه امریکایان چې د 'ابې' له وره، له ختیځ وره او شمالي دروازې سره دي یا هم د کورنیو چارو د وزارت د نوې ودانۍ له دروازې سره دي باید سمدستي سیمه پریږدي.

سپینې ماڼۍ په کابل کې د بل احتمالي برید خبر ورکړی دی.

په ورته و خت کې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ یو مسوول بل اوربان په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تېره شپه یې په جلال باد کې د داعش ډلې د وړمې شپې د عملیات طراح په هوايي برید کې په نښه کړی او وژلی یې دی.

XS
SM
MD
LG